که موږ چېرې د نړۍ د سولې او ګډوډیو شالید ته لاړ شوو، نو ډېره کمه سوله، خو ډېر شمیر جنګونه به د نړۍ په بیلا بیلو ژبوپه تاریخي کتابونو کې ولولو! دبربریت، وحشت، معصومتوب، ځوان کیدلو، دقیق کیدلو او انسان کیدلو له دورونو څخه ونیسه تر ننه پورې نړۍ په بیلا بیلو پیښو کې راګیره ده. بشر پوهـ ډاکټر چایلډ وایي: چې د انسان د بافرهنګه کیدلو او متمدن کیدلو پنځه زره کاله وخت وشول، بعضي نور اوه، اته بیا ځینې لس زره کاله ښیي. دا چې انسان بافرهنګه کیږی او متمدنه کیږي، نو دي د پخوا په پرتله لږ عصرې ژوند خپلوي، خپل مشکلات، لوږه، تنده، دفاع او لیک لوست زده کوي.
خو له تاریخ سره ظلم دا کیږی، چې د پخواني وختونو ډېر شمیر چارواکو او واکمنو به له ځان د صفت او ستایلو په خاطر لیکوالان ګرځول، ترڅو چې د دوی د کورنۍ او واکمنو تاریخ ولیکي او د دوی له مړني وروسته هم د دوی نومونه ژوندې پاتي شي. همدا علت دی، چې پخوانې تاریخ د عادي خلکو د ژوند، مشکلاتو، حالاتو، ناستي پاستي په پرتله ډېر د چارواکو او واکمنو په اړه لیکلي شوې دي. نن هم دا هرڅه په معصر دور کې چې د بشرې حقوقو او ولسواکې دور ګڼلی کیږي ترسترګو کیږي. بحرحال، په پخواني وخت کې د بادشاه یا واکمن خبرې او امرونو د قانون حیثیت درلود، د خلکو د مجازاتو په خاطر هیڅ ډول محکمي، ځاي یا جرګې شتون نه درلود. بادشاه چې به وغوښتل، نو خلک به یې خوشې کول، که چېرې به یې وغوښتل نو په ډېره کمه خبره به یې هم خلک د مرګ کندې ته غورځول.
خلکو د ډارولو په خاطر به یې خلک د خلکوپه منځ کې اعدامول او مجازات کول به یې. لیکوال علی عباس جلالپورې لیکي: په هغه وخت کې به خلک په شکنجو کې اچولی کیدل، دوی به یې په دومره تنګو تنګو شکنجو کې اچول، چې هډوکې به یې مات شول، او له شکنجې به یې ویني څاڅیدلي، د نیولو شویو خلکو غوښي به یې له هډوکیو په زوره لرې کولي. په سترګو کې به یې توده سلاخونه تیرولي کیدل، د جسد نازک اندامونه به یې په تودو سیخونو داغل. د ژوندې انسانانو څرمن به په زوره لرې کولای کیدله. دوی به یې اور ته اچول. د مارانو او لړمو ډکو زیرې زمینو ته به یې اچول. د لرګې په څیر به یې په دوه برخو کې ویشل.
په دیګونو کې به اچولی کیدل او اور به پسې لګولي کیدل.د سړیو له کهوپریو به یې مینارونه جوړول. نیولي شوې پوځیان به یې د خپلو شاهي عماراتونو تر دیوالونو لاندې ښخول. د دوی له میرمنو سره به یې په ډک بازار کې زناګاني کولي. میرمني به یې له تویونو څخه وتړلي او له چهتونو به یې را ځوړندي کړي. خلک به یې وږیو زمریانو او لیوانو ته ور واچول. دوی به یې کله کله د فیل تر پښو هم لاندې کول. ژبي به یې له بیخه را وباسلي، د دوی په غوږونو کې به یې توده اوسپینه اچوله او ژوندې خلک به یې په دیوالونو کې ښخ کړه. په داسې حالاتو کې د بشرې حقوقو نوم او پر ځای کولو خبره هیڅ ډول امکان نلري. دا وه، هغه د انسان پیل چې انسانان به یې انسان نه بلکې خپل تل عُمرې غلام ګڼل.[۱]
دا خو ښه وشول، چې د صنعتي اوښتون له امله منځنې طبقې سر راپورته کړ، ولې چې اوس پانګواکي او زبېښاک ته په فبریکو کې د کار کولو په خاطر د بشرې زیار اړتیا وه، داسې د ښکیلاک وجود هم رامنځته شول. چې په ترڅ کې نورو هېوادونو ته مخه کړه، هلته یې د ځايي ګډوګیانو په مرسته او زبېښاکې هلو ځلو په ترڅ کې دخلکو پر زیار خیټه واچوله. اوس دوی متمدنو هلو ځلو ته اړتیا درلوده. په بریتانیا کې د ۱۶۸۸ زیږدیز کال په وروستیو کې د خلکو را پاڅیدل او د خپلو حقوقوغوښتنه، ولسواکې لپاره هلې ځلې، په څورلسمه، پنځلسمه او شپاړسمه پیړیو کې د غرب په بیلابیلو سیمو کې د عادي وګړیو اوښتون، د بیان آزادي، ولسواکي، د ژوندې اوسیدلو او بادشاهي له منځه وړلوغوښتنه او وروسته د کلیسې واکمنې ته د پای ټکې کیښودلو لپاره دوامداره مبارزه د غرب د خلکو تاریخي کړني دي، چې له امله یې تمدن ورځ په تېریدو له نویو اختراعاتو سره مخا مخ کیږي.
البته له دې خبرې هم انکار نشي کیدلی چې له دې کیفیتي اوښتونونو وروسته ښکیلاک، پانګواکي یا زبېښاک په دا آماده شول، چې انسان وژل، انسان ځورول او انسان ته پوهه ورکول، ژوند بښل، وسایل او امکانات ورکول د دې بنسټیزه اړتیاوي یې وګڼلي، یوه لویه مبالغه څه چې یوه لویه تېروتنه ده. که څه هم په اولسمه او اتلسمه پیړیو کې سائنس تر ټولو زیاته وده کړی ده، چې له امله یې انسان ماشینې شوې دي، او تاریخ شاهد دي، چې په اروپا کې به یو عادي زیارکښ هم په فبریکي کې شپه ورځ ۱۸ یا ۲۰ ساعتونه تیرول، په دا خاطر چې مالک یې له کاره خوشحاله شي، دې ته د دوه وختونو ډوډۍ ورکړي، هغه بیلا خبره ده، چې مالک یې په خارج کې د دې زیارکښ په (قدر زیاد) باندې هرڅومره ګټه او شتمني تر لاسه کوي. جنګونه، بریدونه، یو بل لاندې کول، وهل، ټکول، داسیسي جوړول، د بل چا مال، حق لاندې کول، په کور کې جنګونو ته ادامه ورکول، د غرب فرهنګ پاتي شوې دي. همدا علت دی، که چیرې تېر شوې تاریخ ته وکتلي شي، نو په دا کې د بارود اختراع، معصر وسلو جوړول، د لوی زهروي وسلو فبریکو درلودل، همایه کول، په غرب کې تر سترګو کیږي، هغه که د رُوم زر کالن پانګواکي وی، د بریتانیا پنځه سوه کالن ښکیلاکې هلې ځلې وی او یا که د نیپولین یا سکندر اعظم د واک د ځواک نیولو چارې وی، په دا ټولو کې دا څرګندیږي، چې د غرب سپین او ژیړ پوستکي مخلوق واقعا په تاریخي ډول، نه چې په جنسي توګه د انسان وژني مرکز پاتي شوې دي.
دا بیلا خبره ده، چې د یونان فرهنګ او تمدن به له بابل، اشورا، سمیریانو او هندوانو څخه ډېر څه زده کړی وی او په دې اساس د بقراط، سقراط، اپلاطون ارسطو باسواده کیدل، بافرهنګه کیدل او با تمدن کیدل څه لویه خبره نده، ولې چې داسې شواهد شته دی، چې په دا لویو انسانانو کې ډېر شمیر خلک دهند او آسیایي هېوادونو ډېرو سیمو ته راغلی وو، له دې ځای څخه یې ډېر څه دخپل علم په خاطر یوړل. خو باید د آسیا زردشتېزم په افغانستان او ایران کې، د کنفیوشېزم، تهاومیزم، لیګلیزم، ایګریرکلچېرزېزم په چین کې، بُدهـیزم په هندوستان کې هغه مکتوبونه وو، چې ډېر کم په مذهبي اصولو ولاړو وو، خو ډېر شمیر عقاید او اصول یې د ټولنیز، سیاسي، فرهنګي او مذهبي اړخونو سمول وو، چې د دې لارښوونکو به بشریت ته ځانګړی مقام درلود، او ډېر لرې هم نه وو په دا کې د زردشتېزم او چینايي فرهنګونه له یونان څخه ډېر مخکې راغلی وو، البته د طالیس او ډیموکرایټس په څیر لویو فلسفیانو ته ورنږدې وو، د مادي ډبره کیښودونکې فلسفي، د طالیس په اړه هم ویل کیږی، چې نوموړی هند ته راغلی وه. همداسي د نورو فلسفیانو په اړه هم ویلی کیږی. چې له بابلیانو او مصرې لوړو تمدنونو څخه یې ډېر څخه زده کړی وو.
خو بیاهم هر ملت، سیمه او قام د موجودو حالاتو، وضعیت او عینې اوضاعي په لور لید کې خپل راتلونکې تیر ته په کتلو سره خپله تګلاره، کړنلاره او مرام تشکیلوي. ډېر په خواشینې سره څرنګه چې په خبرو کې اشاره ورته وشوله، چې اروپا به د نړۍ د تشکیل او معصر کولو مسولیت پرغاړه اخیستلي وي، خو له بده مرغه د دې کار تر سره کول خو څه! بلکې نړۍ یې په لومړی، دویمه او درېیمه نړۍ کې راسره وویشله، چې تر ټولو خواره زمونږ سیمه آسیا د دوی د ښکیلاکې او پانګواکي تګلارو ښکار شوله، په پایله کې یې دا سیمه د فقر، لوږې، بې امنیتي، نفاق، ګډوډیو او ناروغیو ښکار شوله. د آسیا دا وروسته پاتوالې او بې امنیتي څه نوې خبره نده بلکې د پیړیو پیړیو کالونو دوامدار پیټي دي. چې غورځولو په خاطر یې د عادي وګړیو له لورې هیڅ ډول تصمیم ندی نیولي شوي.
د اروپا معصر ګډوډیو او بارودې تصمیمونو او کړنو ته په کتلو سره د جرمن زوی فلسفي او مثالیت پرست ایمونل کانټ دا ویره څرګنده کړه، که چېرې د موجوده اروپا همدا رول وی، نو نړۍ به ډېر ژر تر خاورو لاندې شي، ولې چې د اروپا حسد، کینه او خونړۍ مخ د لیدو وړ ندي، باید دا نړۍ د بشریت د اوسیدلو ځای وی، نه باید د جنګ او باردو! دې خبرو ایمونل کانټ وهڅول، چې په ۱۷۹۵ زیږدیز کال کې د ټولو ملتونو د آرامه ساتلو په موخه د “فلسفي چوکاټ” تر سرلیک لاندې یو مرام نامه وړاندې کړي. [۲]کانټ په دا کې اشاره کړی وه، چې مونږ باید یو پُرامنه نړۍ ولرو، نه دا چې یو نړیوال بدمعاش حکومت ولرو(په دا کې هم د ښکیلاکې کړنو سخته غندنه څرګندیزې). خو هیله کوم، چې داسې به هر ملت ځان خپلواکه وګڼي، او د خپلو وګړیو حقوقو ته به بشپړه درناوی ولري، تر څو دوی نورو علمي او فلسفي خلکوته هم خپلو هېوادونو ته د سفر کولو اجازه ورکړي. داسې زه باور لرم، چې یوه بشپړه نړیواله پراُمنه ټولڼه به رامنځته شي.
وروسته په نولسمه پیړۍ کې د نیپولین جنګونو وروسته د” کنسرټ آف یورپ” په نوم یو ګډ مرکز رامنځته شول، تر څو اروپا له نورو جنګونو څخه وژغوري. همدا وخت وه، چې په داکې د نړیوال قانون ډبره هم کیښودلی شوه، چې په ترڅ کې یې د جینوا ناستي او هاګ ناستي پاستي په ۱۸۹۹ او ۱۹۰۷ زیږدیز کالو کې رامنځته شولي. [۳] دوی په ټینګه وغوښتل چې د ایمونل کانټ د فلسفی چوکاټ په رڼا کې باید د نړۍ د خوندې کولو او پُرامنه ساتلو لپاره یو نړیوال سازمان جوړ کړای شي، همدا علت وه، چې دوی په ۱۹۰۷ زیږدیزکال کې د پیریس پیکټ په نوم یو مرام او اداره رامنځته کړه. [۴]
د دې هلو ځلو هدف د نړۍ ژغورل وو، ولې چې اروپا هغه کچې ته رسیدلی وه، چې له سترګو څخه یې ویني څاڅیدلي، دلته د جنګ هدف د نورو سیمو د اومو موادو په خاطر لاندې کول وو، د دوی څخه ښکیلاکې اډي جوړول وو، مستقیم یرغل وه، دوی غوښتل چې له دې ځاي څخه مالي ګټي په خپل موجودیت کې ترلاسه کړي. وسایل خپلو هېوادونو ته یوړلي شي. همدا کشمکش وه، چې په ۱۹۱۴ زیږدیز کال کې یو خونړۍ نړیوال جنګ ونښلیدل او د لنین په خلکې اوښتون باندې هم څورلس اروپائي هېوادونو پرته له کوم استدلال ځان وردانګل، ټوله اروپا په اور کې ګیر شوله، خو بس د یو څو خلکو د شخصي اهدافو له امله، دا خونړې جنګ چې اروپایانو تش په نوم بافرهنګه او متمدن هېوادونو د صنعتي او غیر صنعتي هېوادونوترمنځ روان وه، په پایله کې يې د پانګواکي رسنیو او تاریخ له مخې اته نیم میلیونه پوځیان مړه، یوویشت میلیونه زخمیان او څه د پاڅه لس میلیونه عادي وګړي تر خاورو لاندې شول.[۵]
له دې وروسته چې کوم اخلاقي، اقتصادي، ټولنیز او بشرې ناورینونه رامنځته شول، له هغه څخه ننۍ معصر فرهنګ او تمدن هم تنګ راغلي دي. د جنګونو په ترڅ کې نرینه او ښځینه وګړي یو بل هېواد ته مهاجر شول، چې له امله یې په آزاده توګه له یو بل سره جنسي روابط جوړ کړه. دوی ورو ورو دومره عادت شول، چې دا کار یې یو اخلاقي کار وګڼل، او له دې هم زیات جبر دا وشول، چې د اروپا ستر جنسې ماهر فرائډ دې ته قانوني بڼه ورکړه، او دا یې دومره اړین وګڼل چې له دې پرته ځوانان هیڅ ډول تخلیق نشې کولای،ولې چې له زنا پرته هیڅوک نشې کولای چې پرمختګ وکړی او ذهنې استعداد یې وده وکړی، هان تر دې چې له دومره بې شرمي یې کار واخیستل، چې د معصوم بچې د مور پۍ څکلو ته یې هم د سیکس نوم ورکړ، او جواز یې وړاندې کړ، چې زوی له مور سره په دا خاطر مینه لري، چې دې ورسره جنسې روابط ساتل غواړي همداسې د لور په اړه هم د پلار سره د لا مینې همدا استدلال وړاندې کړ. د پیکسو، ورجل، روسو، جان لاک، بنتم، فرایډ، مسولینې او هیټلر شانتي تش په نوم علمي،سیاسي، ادبې او هنرې شیخصیتونو اروپا او نړۍ په ناسمه لورې عادت کړه. دا ولې؟ دا په دا خاطر چې اروپا د فرهنګ او تمدن زانګو ګڼلی کیدله، حال دا چې له ځان سره یې د دویمې او درېیمې نړۍ سوله او فرهنګ هم لاهو کړ.
د دې ټولو ناورینونو د مخنوۍ په خاطر تش په نوم یوه رسمي نړیواله ټولڼه د ایمونل کانټ او د پیریس پیکټ له منظورې وروسته بیا په تیره د لومړی نړیوال جنګ د نښلیدلو له امله په وجود کې راغله، چې مرام نامه یې د امریکي ولسمشر وډرو ویلسن له لورې په څورلسو لومړنیو ټکو کې وړاندې شوه، خو هیره دی نه وی، چې امریکه تر وروستیو کالو پورې د دې رسمي نړیوالې ټولڼې غړی نه وه. دې ته په ۱۹۱۹ زیږدیز کال کې د “لیګ آف نیشن” نوم ورکړی شول. د لیګ آف نیشن په لومړنیو موخو کې سوله راوړل، دجنګونو له منځه وړل، د لویو ځواکونو بې وسلی کول او د نړیوالو پیښو او شخړو په ګډه حل کول وو. ترڅنګ یې د کارګرې طبقې حالت ښه کول، د ځایي خلکو درمل کول. د بونګه کولو او د مافیا، وسلو مخنوي، په نړیواله کچه د روغتیا څانګه کې کار، د زندانیانو پاملرنه او په اروپا کې د اقلیتونو ساتنه- [۶]
خو له بده مرغه دې له ۱۹۳۴ زیږدیز کال څخه ونیسه تر ۱۹۳۵ زیږدیز کال پورې فقط ۵۸ نړیوال غړي له ځان سره وساتلی شول. دې ټولڼې په لویو ځواکونو بسایا کول پیل کړه، تر څو د خپلې کړنلارې د تطبیق په خاطر د دوی څخه وسله، پوځ او ځواک واخلي او د بندیزونو لګولو لپاره له دوی څخه مرسته واخلي. خو ولې لویو ځواکونو سولې ته نه بلکې خپلو ګټو ته کتل، داسې ورو ورو تر ۱۹۳۰ پورې د لیګ آف نیشن کیفیت په غورځیدو شول، په همدا کال کې جرمني ترې لاړه، بیا جاپان، اطالیه، اسپانیه او نور هېوادونو هم پیښي ترې سپکي کړي. هان تر دې چې د دویم اطالوي او عباسي خپل منځې جنګ په محال د اطالیه ظالم مشر بینټو مسولینې وویل، دا ښه خبره ده، چې لیګ آف نیشن پر مرغیو ډزې کوي، خو کله چې پر بازانو ډزي کوی نو بیا دا ښه خبره نده.[۷]
باید له یاده ونه باسلي شي، چې د داسې کیفیتي اوضاعی ترڅنګ داسې عناصر هم بوخت وی، چې د دې حالاتوڅخه ځان باسل غواړي، البته د رجعتي او وروسته تمبونکي عناصرو ځواک د لا تبلیغاتو او وسایلو له امله ډېر ځواکمن وی، نو همدا علت دی، چې لویو ځواکونه د یو زورور ځواک د دړي وړي کولو په خاطر اوبه خړي کوی، او مایان نیسي. هیره دی نه وي، چې په دا وخت کې د شرقي اروپا زیاتره خلکو معصرو غوښتنو ترڅنګ د شاهي او وروسته پاتي ځواکمنو واکمنانو څخه ځان خلاصول غوښتل او ځان یې د شورې اتحاد په لورې کوچول، چې شورې اتحاد هم دې ته په ډېره ښه سترګه کتل او غوښتل یې چې د هغې سیمي خلک هم په خپلو نظریاتو کې راګیر کړي ترڅو د دوی نفوذ شرقي اروپااو له دې ځای څخه غربي اروپا ته وغیزیږي. همدا ټول علتونه وو، چې لویو ځواکونه یې په یره کې واچول، او دوی سره د خپلو ګټو لاس ته راوړول او جنګونو کولو په ترڅ کې د شرقي اروپا ژغورلو په خاطر بله هیڅ لاره نه وه، ولې چې تاریخ پوهان په دا پوهیږي، چې په ۱۹۰۵ زیږدیز کال کې هم د لینن بغاوت او اوښتون د زر شاهي لخوا ځپلي شوې وه. همدا علت وه، چې اروپایي پانګواکې او ښکیلاک یې ورخطاء کړي وه.
خو دا چې دې جنګونو پر عادي وګړیو څه اغیزي وشیندلي د څیړلو او یادولو وړ دي. لومړی خلک پر دا باور شول، چې د دې وخت نظام نور د چلیدولو وړ ندی، د دوی د ژوند، وسایلو، حقوقو ساتنه نشي کولاي. د یو بل بدیل اړتیا تر سترګو کیږي. زیارکښه طبقه په دا جنګونو کې ترټولو زیاته زیانمنه شوله، دوی په پوځ، چوپړګرو او د جنګ ترڅنګ د کور ناستي او بېکارې له امله لا د خوراک له کمښت سره مخ شول. دا چې د دومره لوی کمیت او کیفیت ترڅنګ سټالین ولې ونه توانیدل، چې دا خلک په باور کې واخلي. خپله سائنسي او بیا په سائنس کې ډیالیکټي علتونه لري.
لومړی خلک له جنګ څخه تنګ شوې او ستړي شوې وو.
د لیننسټانو یا ټروټېسکیانو او سټالینسټانو ترمنځ د نړیوال اوملی اوښتنونو پر سر شخړی رامنځته شوې وي.
په روسیې د څورلس پانګواکي هېوادونو منظم او ګډ بریدونه
لینن له انقلاب څلورنیم کاله وروسته په ۱۹۲۲ زیږدیز کال کې وویشتلي شول او د همدې زخم له امله په ۱۹۲۴ زیږدیزکال کې مړ شول.
له لینن وروسته د قیادت بُحران رامنځته شول، ولې که مارکسسټان هر څه له شخصیت پرستي څخه ډاډه کوي، خوولې دا مرض په دوی کې بیا هم شتون لري.
له دې وروسته لینن د مرکزې کومټه اړین غړي ټاکلی کیږي، چې ورو ورو یې له ځان سره نور د خپلې نظريي ملګري یو ځای کړه(ملی ګرې او د یوې مخصوصي افسرشاهانه تګلارې او زبېښاکې هلوځلو نظریه درلودونکې وو)، او په بولشویک ګوند کې د روسیې استبدادې مشر وټاکلي شول.
ټراټېسکې د خپلونړیوال خلکې نظریاتو درلودولو له امله له روسیې وشړلي شول او آخر په ۱۹۳۹ زیږدیز کال کې په میکسیکو کې ووژلي شول.
د سټالن له کارګرې طبقې څخه سرغړونه او واک یې یو څو بیورکرایټانو ته سپارل.
کارګره طبقه په روسیې کې له بیان آزادي، واک، نفوذ، مارکسسټي ښووني او روزني څخه لرې وساتلي شوله. چې له امله یې په روسیې ټولنه کې حصارتیا رامنځته شوله.
سټالن له پانګواکي ځواکونو سره د روسیې کارګرو پر سر پټي معاملي کولي او د دوی سره یې په سوله کې د اوسیدلو په شرط هوکړی لاسلیک کړي او ترڅنګ یې د دوی پانګوني ته په خپل هېواد کې ځای برابر کړ.
داسې روسيې کارګره طبقه له هغو نړیوالو کارګرو څخه چې په پوځ، دولت او فبریکو کې یې دندي درلودلي جلا شوله، د یادونې وړ خبره ده، چې دا هم هغه کارګره طبقه وه،چې کله څورلس پانګواکي هېوادونو پر روسیې بریدونه وکړه، نو په دوی کې ډېر شمیر پوځیانو او د ریل ګادې کارګرانو د جنګ کولو او وسلو لیږدولو څخه ډاډه وکړه، همدا علت وه، چې لینن په بریالیتوب سره دا بریدونه پر شا وتمبول او له ماتي سره یې مخ کړه.
لینن به ویل که چیرې د اروپا کارګر او زیارکښان مونږ سره په دا اوښتون کې یو کیږي نه، نو دا اوښتون به ډېر ژر وځپلي شي. دا به یې هم ویل چې زه یو داسې ولسمشر غواړم چې په یو وخت کې اشپزې او ریاست دواړه وکولاي شي، مانا ولسمشر هم باید له کارګرې طبقې څخه وي. خو سټالن له دې ټولو کارونوڅخه سرغړونه وکړه.
په ۱۹۱۸زیږدیز کال کې چې کله لومړی نړیوال جنګ پای ته ورسیدل او د لویو ځواکونو خپل اهداف لاس ته راوړل، نو تر ۱۹۴۵ زیږدیزکاله پورې هم د داخلي کورنیو او له نورو ځواکونو سره جنګونه روان وو، که څه هم لیګ آف نیشن زیار باسل، چې دا کنټرول کړی، خو ولې داسې ونه شول، دا چې داټولڼه د ننۍ نړیوالې ټولڼې په څیر له لویو ځواکنو څخه جوړا شوې وه، ورو ورو د لویو ځواکونو د وتلو له امله په کمزورۍ شوله، او خبرو ته یې چا غوږ نه نیول، هان تر دې چې په ۱۹۳۹ زیږدیز کال کې یې په غیر رسمي توګه خپل وجود له لاسه ورکړ، خو له دویم نړیوال جنګ وروسته په ۱۹۴۶ زیږدیز کال کې یې په رسمي توګه پریکړه وکړه، چې دا ټولڼه خپل وجود ته د پای ټکې ږدي او د یو این تګلارې څخه ملاتړ څرګندوي.
دا چې له لومړی جنګ وروسته د سولې ټولڼې لیګ آف نیشن اړین ټکي وړاندې کوونکې هېواد په خپله امریکا وه، خو په ۱۹۴۵ زیږدیز کال کې د ښکیلاکیتوب په خاطر سیمې ته ځان را ودنګل، او غریب عادي جاپیانیان یې د آین سټاین له نظريي څخه جوړ شوې اټم بمونه ښکار شول، چې له امله یې په زرګونو عادي جاپاني معصومان، مشران، ښځي او سړي تر خاورو لاندې کړه، د دې په اوریدلو سره چې وحشي امریکي د نوموړی له نظریي څخه ناوړه ګټه پورته کړه او په زرګونو انسانان یې تر خاورو لاندې کړه، نو آین سټاین له ډېرې خواشینې کیدلو او شرم ځان په خپله خونه کې بندې کړ، د نړۍ سره یې اعتصاب وکړ، او ترمرګ پورې هم هلته په خپله خونه کې وه، آخر دې وحشي پانګواکي ځواکونو څخه مرور له دې دُنیا لاړ. نوموړی وایي:
که فقط خلک د جزا له ډاره او د جایزې پر تمه ښیګړه کوی نو مونږ یقننا یو بد بخت نفوس یاستو!
یو بل بشرپال وایي: ټول جنګونه کورني دي، ولې چې نړۍ زمونږ ټولو ګډکور دي.
د امریکایانو په اړه یو بل سیاست پوه جوهن فګل سینګ وایي:
که چیرې تاسو په امریکا کې اوسیږي، نو تاسو د مرګ، جنګ، ډرونزبریدونو، زهروي وسلو، ټوپکو، وهلوټکولو، ماینونو ښخولو مسولین یاستي، خو بیا هم د امریکه چارواکي ځان ته ژوند غواړي.
له دویم نړیوال جنګ وروسته چې په مجموعي توګه دیرش میلیونو خلکو ځانونه له لاسه ورکړه، د نړۍ د راتلونکې په اړه کره پریکړه کولو حق وینسټن چرچل، سټالن او فرینکلن روزویلټ ځان ته ورکړ، دوی په روسیه، امریکا، لندن او تهران کې د نړۍ د عادي وګړیو په بل یو نوم تیر باسلو په خاطر پر له پسې ناستي پیل کړي، همدا علت وه، چې د لومړی رسمي نړیوالې ټولڼې ډبره کیښودونکې هېواد امریکا یوځلې بیا د دې نوې ټولڼې نوم په ټاکلو کې بسم الله وکړه، دې ځل ته د امریکي ولسمشر فرینکلن روزویلټ د دې نوم یو-این کیښودل، وروسته ټولو هېوادونو چې امریکا، روسیه، فرانسه، چین او بریتانیا یې په سر کې ولاړ وو، پرې هوکړه وکړه، او دا یې د نړۍ د ژغورولو یوزاینۍ وسیله وګڼله. د دې دویمې نړیوالې ټولڼې لومړۍ ناسته په ۲۵ اپریل ۱۹۴۵ زیږدیز کال کې په سینس فرانسکو کې وشوله. له دوه میاشتو هلو ځلو وروسته په ۲۶ جون ۱۹۴۵ کې پنځوس غړیو یې د دې په اساسي قانون باندې لاسلیکونه وکړه. خو د بره یادشوې هېوادونو له هوکړې او تصویب ورسته ټول لوي سنډاګان پر دا ورسیدل، چې باید د دویمې نړیوالې ټولڼې په رسمي ډول اعلان وشي. همداسې وشول، وروسته په ۲۴ اکټوبر ۱۹۴۵ زیږدیز کال کې د دې ټولڼې رسمي اعلان وشول.
د دې ټولڼې د راتګ سره سم په سوله غوښتنکو ولسونو کې د ډاډ څرک را څرګند شول، چې دا ټولڼه به وکولای شي، چې د نړۍ حاکمیت، سوله، امنیت، بې عدالتي او جنګونه کنټرول کړي. خو ولې د دې درې کالو وروسته نړیوال زبېښاک بریتانیا د هند د تجزیه په موخه د پاکستان خونړۍ وجود دُنیا ته د یو لوی خنډ په موخه ور وپیژندل، چې په اړه یې که دا وویل شي، چې د پاکستان له وجود څخه د ټولې سیمې او بیا د نړۍ فکرې، اقتصادي، سیاسي او انقلابي عناصرو ته د مرګ وړ وګرځیدل، تیروتنه به نه وي. بلکې د ټولڼو او تاریخ به سمه او کره سائنسي څیړنه وي. خو زبېښاک دا په خپل حق کې وګڼل، ترڅو د یومیلیون هندې هندوانو او مسلمانانو جسدونو څخه تیر شي، او ځان ته یو داسې خونړۍ د اور پړتوګ جوړ کړای شي، چې نه یې څوک اغوندلي شي او نه یې وباسلي شي. لا دې هند او پاکستان د کارګرو او عادي وګړیو پرهرونه راسره ورغلي نه وو، چې امریکایي استخباراتو په ۱۹۶۵ زیږدیز کال کې د ترهګرو په مرسته د پنځلس میلیونو عادي سیاسي او غیر سیاسي خلکو د وژولو ملاتړ وکړ.
همداسې سوهرټو یې د واک ګډۍ ته ورسول. دې سړی امریکایي استخباراتو ته د هغه چپ لاسي سیاست والو ترڅنګ د زده کړیالانو او تجارانو نومونه هم ورکړه، چې دا عناصر په انډونیسیا کې د امریکایي مفاداتو ډېر سخت مخالف وو. خو د دومره زیاتو خلکو پر وژلو یو-این چې ریاست یې د امریکي په لوی کاروبارې ښار نیویارک دي، د دې وژنو غندنه څه، چې داسې شواهد هم شته دی، چې دې په سفارتي توګه له شا څخه حمایه کیدل. نور څه چې امریکي ترڅنګ آسټریلیا او بریتانیا مستقیما دا خلک وژونکي حمایه کول، تر څو په انډونیسیا کې د دوی د مفاداتو پر ضد جنګیدونکي عناصر له منځه یوسي. له دې لس کاله وروسته د پرتګال د اوښتون په محال، شرقي ټیمور له انډونیسیا څخه په خپلواکې اخیستلو وه، چې له وروسته څخه د امریکا او آسټریلیا په مستقیما مرسته سخت وځپلی شول، تر څو د کیوبا په څیر بل هېواد د دوی ګټو لپاره مرګ ونه ګرځي. په دا کې په لاکونو وژني وشولي، خو ولې نړیوالې ټولڼې په ځای د دې چې مرسته یې وکړی، برعکس یې په جنرل اسمبلي کې د شرقي تیمور په ضد قراداد وړاندې کړ، او انډونیسیا ته یې نړیوال باور ورکړ، چې دا ځپلی ولس لا وځپي. بل لورې ته آسټریلیا، امریکا او بریتانیا د وسلو، نقدو ډالرو او نورو وسایلو په ورکولو انډونیسیايي زبېښاک لا وغولول.[۸]
همداسې د ریګن ناوړو تګلارو د افغان ملت د پرمختګ لاره ونیوله، او هغه انقلاب چې نور محمد خان ترکی به یې په اړه ویل، چې دا انقلاب نه روبلو راوستلي دي او نه ډالرو، بلکې افغانانو راوړي دي، دې انقلاب ته روسیې سټالنیزم او امریکا نه فقط په سپکه او خطرناکه سترګو وکتل، بلکې د دې پرځولو لپاره شپه ورځ په اسلام آباد کې د امریکایی استخباراتو او د روسیې استخباراتو لخوا په ماسکو کې پلانونه جوړیدل، ترڅو د افغانان ملی کیدلو، له کلیو څخه را وتلو، زوړ ټولنیز چوکاټ څخه راوتلو، متمدن کیدل، خپلواکه کیدلو او له سیمه ییز هېوادونو سره د سیالې مخنیوي وکړي. رُوسیې زبېښاک چې نن سبا یې زمونږ تش په نوم تاریخ پوهان د خلک انقلاب په اړه د عینې او تاریخي ټولنیز شواهدو څخه د سترګو په پټولو څرګندوني کوی، چې د خلک انقلاب تر شا د روسیې زبېښاک لاس وه، افغانان یې له تاریخي تیروتنې سره مخ کړي دي. کیدای شی له دې د تاریخ انځور په غلطه توګه وړاندې کیدلوکوښښ کیږي، ترڅو افغانان بیا په راتلونکې کې د داسې نوې ټولنیز غوښتلو لپاره ټولنیز او ګډ بغاوت ونکړي. د دې انقلاب راوړنکو ته سټالینزم هم هغه جزا ورکړه لکه څنګه یې چې د لینن ارمانونه ته ورکړه. د امریکي او روسیې ښکیلاک ترمنځ افغانان ګیر شول، چې په ترڅ کې یې دوه نیم میلیونه افغانان شهیدان کړای شول. او له درې میلیونو څخه زیات معیوبه شول. خو یو این قراره او غلي ناسته وه، د دې جرات یې هم ونکړ، چې د ریګن هغو دسیسو څخه پرده پورته کړي، چې په راس کې یې د افغانان پر وینو لوبي کیدلي.
د ویتنام جنګ له هیچا څخه پټ ندي، په لاکونو خلک پکې مړه شول، معیوبه شول، ارواحي ناروغان شول او بې کوره شول. چې په راس کې یې امریکایي کړیو پټ لاسونه درلود. آخر دا جنګ په ۱۹۷۵ زیږدیز کال کې د وتنام د خلکو په لاکهونوجسدونو قربانولو سره د امریکایي ښکیلاک په ماتي تمام شول.
پر دا که بحث وکړو، چې څرنګه د یو – این لخوا د اسرایل او پاکستان غوندې خطرناک هېوادونو وجود ومنلای شول، او څرنګه د کویت، ایران او عراق په جنګ کې یو-این د پانګواکي ځواکونو لورې ونیول، نو دا ټول به خبره اوږده کړي. دا هم له هیچا پټه خبره نده، چې د یو-این د ایران د فکرې وروسته پاتي عناصرو په رامنځته کولو کې د چا ملا وتړله؟ هو! د تورو ځواکونو چې له دې به لویو ځواکونو ګټه پورته کولو هدف وی.
دا چې د یو-این موخي د نړۍ سوله ساتل، خپل منځې همغږې پیدا کول، نړیوالو قوانینو کې له یو بل سره مرسته، نړیواله سلامتیا حتمي کول، اقتصادي وده، ټولنیزه وده، بشرې حقوق او نړیواله سوله ترلاسه کول وو. خو ولې د وخت په تېریدو سره چې دا ټولڼه کومو ځواکونو رامنځته کړی وه، او نړیواله کرنسې یې ورته په ۱۹۴۶ زیږدیز کال کې ډالر ټاکلي وو، کارول پیل کړه. د پانګواکي نظام فکرې دفاع کوونکې فوکا یما د شوروې اتحاد له ماتیدو (End of History) وروسته د ټولنې د دقیق مطالعې او ډیالیکټې اصولو څخه د سترګو په پټولو اعاده وکړه، چې بس اوس د نړۍ تاریخ پای ته ورسیدل، ولې چې له دې وروسته فقط پانګوال نظام به وي. چې د نړۍ پر سر به واکمنې کوي. نور هر څه له منځه لاړ. خو دوی دا فکر ونکړ، چې نړۍ یو لورې ځواک ته په لاس ورغله. البته دوی همداسې غوښتل! دا چې په فلسطین او کشمیر کې څه تیریږي، په یوګوسلاویه کې څه وشول، یو-این ته هیڅ ډول مانا نلري.
د یولسمې سپټمبر کیسه چې خپله د پانګوال نظام زیږنده ده، په نړۍ کې د نوم چومسکې، هانګټین اوایلن سپیل او نورو غربي لیکوالانو او د ځینو آسیایي مسلمانانو دا اعاداګاني چې هله په ۲۰۱۲ زیږدیز کال کې به د جمعې په ورځ قیامت راشي، درواغ څه مبالغي او د فکرې شعور ماتیدلو لپاره پلانونه وګرځولي شول. خو البته یو-این د ۳۰۰۰ امریکایانو په امریکا کې د سپټمبر په پیښه کې وژلي کیدل، په سخته وغندل، بلکې یوه تاریخي پیښه او هر کال د لمنځولودرجه یې ورکړه، خو بل لورې ته په افغانستان کې د دریو لاکهو عام افغانانو شهیدیدل یو عادي خبره او د ترهګرو وژل وښودلي شول. چې دا یو ځلې بیا په تاریخ ملنډه څه ټوکي دي. له دې به ستر حماقت څه وی، چې د امریکايي استخبارات دملا عمرانځور هم په سمه توګه رسنیو ته نشې ور وړاندې کولای، او دا چې د اسامه پټیدلوځای افغانستان ښودلي کیدل، خو له ایبټ آباد څخه مړ موندلی کیږي. بیا چې یو څوک له دې ډرامي څخه پرده پورته کول غواړي، نو د امریکا دفاع وزیر پانیټا د امریکایي پوځ پخوانی غړی ته دړکه ورکوی، چې که دا کار دې وکړ، نو ښه به نه وي. دوی ولې دومره زغم نلري، چې د اسامه د مرګ او د اوباما د نظامي تیروتنو په اړه لیکلی شوې کتاب یو-ایس-سیل دې ته پریږدي چې چاپ شي.[۹]
همداسې په عراق باندې برید او هلته د بابل تاریخي ښار کتابتونونه سوځول، بمبارول، د عادي وګړیو الغریب او ګونتاناموزندنونو ته اچول، د دوی سره جنسې تیرۍ کول، د بابل ۲۰ سلمه نفوس د امریکایانو لخوا له منځه وړل، هلته پر شهیدانو سپي پریښودل، د دوی له جسدونو سره ملنډې کول. هیره دې نه وي، چې د دې اجازه یو-این ورکړي وه، او پر دا سترګي پټول دوی خپله وظیفه څه، بلکې له مخکې ورکړي شوې وظیفه ګڼلي کیدله. د دغه ټولو خبرو له یو-این څخه پوښتنه کول، دوی څخه دا پوښتل چې د افغانانو او عراقیانو څه ګناه وه، چې تاسو خپلو زهروي باردو کې وسوځول؟ له چا به پوښتنه وکړو، چې چېرته دوښمن په خپله د یو-این او نورو لوړو ادارو تر شا ولاړ وی.
د پښتونخوا د سیمې کوهاټ یو شاعر وايي:
څومره معصوم دی، ستا دې ښار خلک فرازه
مړۍ وکړي، بیا پوښتنه کوی جنازه د چا ده
څومره د خواشینې وړ خبره ده، چې د عراق په برید کې په خپله د یو-این مشر کوفې عنان هم رشوت اخیستلي وه او په هغه وخت کې د بش مخالفې ډلې ریپبلیکن څو څو ځله د نوموړی دلرې کولو غوښتنه هم وکړه، خو هلته څه، چې تر ننه پورې چا ترې پوښتنه ونکړه، چې ته ولې او څرنګه رشوت اخیستلي دي؟ آیا د بغداد د کوڅو ورانولوجواز ته له چا څخه اخیستلی وه؟ آیا ته شرمیدلي نه چې د امریکا لپاره د بریدجواز برابرولو کې د امریکا پانګواکي ملاتړ او مرسته وکړه؟
د بغداد او افغان جنګ په اړه بریتانوي لومړی وزیر ټونې بلیر خپل پارلیمان ته وویل: “ما د لاس ته راوړلو په ځاي ډېر څه له لاسه ورکړه، او زه باید تاسو ته ووایم، چې ما به تاریخ هلته وبښي، که چېرې له بغداد څخه زهروي وسلي را ووځي. او زما د بریتانوي زهروې وسلو په اړه چې مونږ په افغانستان او بغداد کې کارولي دي، درکړي شوې معلومات بېخې دقیق او کره دي. دا چې د دې په اړه نور څه ویل غواړم هغه دا دي، چې دا دقیق دي، او دا چې دقیق دي، نور هیڅ!”
په ډېر خواشینې سره چې کله د واکمن نظام سوله ساتونکې ادارې په خپله ګډوډې رامنځته کول پیل کړي، رښتیا ویونکې ادارې او رسني درواغ ویل پیل کړي، امنیتي پوځیان د عادي وګړیو وژل پیل کړي، د شخصي کمپانیو چپلوسې پیل کړي نو آیا بیا څه پاتي کیږي، بربریت، وحشت، وژل او زور موندل به آیا ورځ په تیریدو په ټولڼه کې ځای پیدا نکړي، نو آیا نړۍ به کوم لورې ته ځي؟ سوله یا جنګ؟
اروپا او پانګواکي یې دا زغم هم نلري، چې خپل ځایي خلک وساتلی شي او له بېکارې او لوږې یې لرې وساتي، ولې چې په دا وروستیو کې څو څو خوځښتونه تر سترګو شوې دي، چې د موجوده چارواکو او واکمنو پرضد را پاریدلي دي، د دوی د لرې کولو تصمیمونه نیولي شوې دي. دا چې نن امریکا د نړۍ دفاعي بودیجې ۳۷ سلمه برخه تشکیلوي، د نړۍ لوی ځواکونه لکه روسیه، فرانسه، چائنه او جرمن او بریتانیا د نړۍ د وسلو ۹۰ سلمه وسلي جوړوي، او بیا په سلامتي شورا کې د واک یا ویټو حق درلودونکې له جرمني پرته هم ټول دا ځواکونه دي. نو چاته ورشوو، چې مونږ ته عدالت راکړي، پوه راکړي، وسایل راکړي، امکانات راکړي او ښه ژوند راکړي، نو که چېرې ښه ژوندغوښتل، ښه وسایل، امکانات، ښه پوهه، ښه روغتیا یا عدالت غوښتل بغاوت وی، سرکشې وی یا اوښتون وی، نو باید نړۍ په دا پوهه شي، چې
“د یو نوي نړۍ اړتیا تر سترګو کیږی، نوي جهان چرته دی؟ ځلانده سباوون چرته دی؟ مونږ ویلی شو چې په داکې یو هم نه ترسترګو کیږی، دا به د مقلدینو له برکته په وجود کې نه راځی، بلکی دغه به مصلحینو له لورې ودانیږی، هغه باغیان چې یوه واضحه تګلاره به ولری، او نوې نوې فکرونه به ولری، هغه خلک چې په میړانه سره به په یوکړکیچنه لار روان شي، په داسې صورت کې چې له دواړه لورې به پرې د غشیو باران وی.”
لویی فشر
که چېرې د پښتو ژبې دا متل د لیګ آف نیشن له ړنګیدو او د یو-این له چپلوس کیدلو وروسته وویل شي، چې پکه دا دې لا بله سپکه نو بده به نه وي!
ماخذ
عادي فکرې مغالطي، علي عباس جلالپورې، څپرکي “دا چې تېر وخت ډېر ښه وخت وه” مخ ۳۶
شیربیک او ګیلجې ۲۰۰۱،مخ ۲۸۸
ریچرډ ۲۰۰۶، ۹ مخ، راپوپورټ ۱۹۹۵، ۴۹۸-۵۰۰ مخ
بوشیټ-سولنیر، بري اینډ اولیوېر ۲۰۰۷، ۱۴-۱۳۴ مخ، نارتهیج ۱۹۸۶، ۱۰ مخ
بیل ۲۰۰۷، ۱۶ مخ، ارچر ۲۰۰۱، ۱۴ مخ او
file:///D:/USB/UNAMA/League_of_Nations.htm#cite_ref-FOOTNOTESkirbekkGilje2001288_4-0
د لیګ آف نیشن مرام نامي، ۲۳ ماده
جهان پور فرهنګ، د باور رښتنوالې: د ایران او سلامتي شورا خپل منځې تجربي. ۲۷ جون ۲۰۰۸
شنه چپ لاسي اوونیزه، ۸ سپټمبر۱۹۹۹ زیږدیز کال، دویم لاس معلومات، ټیډ ګرانټ، جین ډیول، ۲۰ سپټمبر ۱۹۹۹ زیږدیز کال
سټارز اینډ سټریپلز، امریکايي ورځپاڼه،۱۰ ګڼه، لمبر ۱۵۵، چهار شنبه، ۱۲ سپټمبر۲۰۱۲زیږدیز کال، ۶ مخ
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه