په لوګر ولايت کې دهغه دولس کلن ماشوم مړى موندل شوى چې وسله والو ټوپکوالو له محمد آغې ولسوالي څخه تښتولى وو. چارواکي وايي چې ټوپکوالو ددغه دولس کلن جاويد له پلار څخه دده دتښتونې په تور پيسې غوښتې او هغه نه لرلې ځکه يې زوى ووژل شو . دماشوم څخه سر غوڅ شوى دى . او دوژنې په تور يې دوه کسان نيولي دي .