پیښور- د خیبر پښتونخوا په کوز دیر کې په یوې ریموټ کنټرول بمي چاودنې کې لږ تر لږه ۱۵کسان وژل شوې دي.دغه چاودنه نن سهار د جندول په لنډۍ شاه سیمه کې د سپرلو په یو ګا ډې شوې ده، چې پکې څوارلس کسان وژل شوې او شپږ نور ژوبل دي. د منډۍ تاڼې د پولیسو یو مشر فرمان الله رسنيو ته وییلي، دغه ګاډې منډه بازار ته روان وو، چې د پیښې ښکار شو ، په دغه چاودنه کې د پولیسو په وینا ګاډې په مکمله توګه تباه شوی ، او دوی د څوارلسو کسانو مړي د هغوي کورنیو ته سپارلي دي فرمان الله دا هم وایي په پیښه کې ځینې کسان ورک هم دي، په دغه ګاډي کې ښځې او ماشومان هم سپاره وو.د منډۍ سیمې د روغتون یو ډاکټر ویلي، په پیښه کې د ژوبلو کسانو علاج روان دی ، او ځینې یی د درملنې لپاره تیمرګرې روغتون ته وړلې دي.د منډۍ سیمې یو ځاې خبریال وایي، په دغه ګاډي کې تر شلو پورې کسان سپاره وو، او په چاودنه کې د ځینو مړې له پیژندګلو نه هم وتلې دي.د تیرې څه مودې راهیسې په دیر کې د بدامنۍ پیښې زیاتې شوې دي، چې ولس یي هم نارامه کړی.د ننۍ بمې چاودنې پړه ناقانونه ګرزول شوې وسلوالې ډلې تحریک طالبان پاکستان ملاکنډ په غاړه اخیستې.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه