د غازي امان الله خان لور میر من هندیه نن د آریانا تلویزیون ته وویل چي په سلګونه جریبه ځمکه چې دې ته له موره میراث ورپاتې وه، د ځینو دولتي چارواکو به ګډون یوشمېر زورواکانو غصب کړېدي اودبیرته ورکولوخیال یی نلری.
مېرمن هندیه وايي، چي دي و لسمشر کرزی ته ددغو غصب سوومځکو په باره کي ټول مالومات ورکړل او ولسمشر کرزی په دي اړه مر بوطو ادارو ته ځانګړی هدایتونه ور کړه ، ولي د ولسمشر کرزي له ټینګار سره سره، بیا هم دولتي چارواکو دغه مساله نه ده څېړلې. او تر اوسه د میر من هندیه د مور ځمکه دزور واکانو په لاس کی ده. میر من هندیه وا یی چي د( ۸۵)کاله راهسي د ظاهرشاه نه نیولی بیا تر کرزی پوری دغه ځمکه هیچا نه وه غصب کړی . ولې نن یی د غصب دخلاصیدو چاري ستو نځمنې ښکاری.
دا وايې، د ځینو ناپېژاندو وسله والو کسانو لخوا په مرګ هم ګواښل شوې هم ده.
د دولتي او عامو وګړو د ځمکو غصبول، چې له تېرو څو کلونو په افغانستان کې په یوې لویې ننګونې اوښتې دی او افغان دولت يې تر اوسه پوری د حل لارې په موندلو کې پاتې راغلی دی.
د ځمکو د غصب ستونزه، چې ځینې لوړپوړي دولتي چارواکي هم پرې تورن دي، د افغانستان په پلازمېنه کابل کې تر هر بل ولایته ډېره زیاته اوپراخه ده.
د شاه امان الله خان لور هندیه، چې له څه مودې راهیسې په افغانستان کې ژوند کوي، په یوه خبري غونډه کې یی ادعا وکړه، چې شا و خوا زر جریبه ځمکه، چې د ریش خور، ګلباغ، تنګي میدان او د کابل کاریز میر په سیمو کې له مورنه ورته پاتې وه، د ملي شورا پخواني غړي نجیب الله کابلي، د افغانستان د ملي امنیت مرستیال ډاکټر ضیا او د افغانستان د چاپېریال ساتنې د ادارې مشر او د پخواني پاچا محمد ظاهرشاه لمسۍمصطفی ظاهر پلورلې دي.
“د پاچا اما ن الله خان مېرمنې، ملکې ثریا دغه ځمکي د خپلو اولادونو لپاره اخیستې وي .
میر من هندیه وایی چي داد افغانستان له دولت څخه غوښتنه کوي، چې له دغو خلکو نه موږ وژغوري، په جدیت سره دغه کار وکړي او غصب سوی ځمکي بیر ته موږ ته تسلیم کړی.
اغلې هندیه دا رنګه د پخواني پاچا ظاهر شاه پر لور بلقیس، میروېس ظاهر، نادر نعیم او د ظاهرشا پر لمسۍ وانه تور پورې کوي، چې د ځمکو په غصب او پلور کې لاس لري.
په تېرو څوکلونو کې زورواکانو په کابل او ولایتونوکي په زرګونه جریبه دولتي او نادولتي ځمکې غصب کړې دي او دې چارې افغان حکومت ته هم لویې ننګونې راپورته کړي دي.
که څه هم افغان حکومت هڅه کوي، د ځمکو د غصب مخه ونیسي لا هم د چارواکو په وینا په دې برخه کې پراخې ستونزې پرځای پاتې دي.