افغان دولتی چارواکي وایی چي د ایساف او ناتوځواکونو د افغانستان په ختیځ ولایت لغمان کي د راکټونو د برید له امله اته ښځي او دوه کوچنیان وژلې دي. دامریکا تر مشری لاندي د ناتو او ایساف ځواکونه وایی چي دوی ددغو بریونو په واسطه ۴۵ تنه مخالف کسان له منځه یووړه ، ولې د ملکیانو د وژل کېدو په باب د افغان چارواکو له څرګندونو وروسته د ناټو یوه ویندوی جیمي ګرېبیل وویل چې دوی به د دې پېښې په اړه پوره تحقیقات وکړي. او که په ریښتیاهم ملکی کسان وژلی شوی وي نو بخښنه به و غواړی.
له بلي خواه د لغمان ولایت چارواکي د ناټو ادعا نه مني او وايي چې ناټو د وسله والو مخالفانو پرځای عام خلک بمباري کړي دي. د لغمان ولایتي چارواکي وايي چې د تلفاتو د شمېر په اړه مالومات نه لري خو والي یوه پلاوي ته دنده سپارلې ده چې د پېښې د څېړلو لپاره سیمې ته ولاړ شي او حقایق را بر سیره کړي.