دهلمند ولایت دشوراب په سیمه کي د وسله والو طالبانو بریدونه، پر ځاني تلفاتو سربېره ناټو ته هم ډېر مالي زیان اړولی دی.
طالبانو د تېرې شنبې په ورځ د شپی پر لسو بجو د بستین پر پوځي اډې باندی بریدونه پیل کړه.، پر اډې ور وختل او څو ساعته د ناټو قواوو سره وجنګیدل ،ناټو وايي چې طالبانو د امریکايي پوځيانو درېشې اغوستې وي واو بیا یې ډزې او بریدونه پیل کړل..
د ناټوویاندزیاتوی چې ددغه برید په ترڅ کې پنځلس برید کوونکی طلبان او دوه بهرني سرتېري ووژل شول او اته هغه جنګي الوتکې ویجاړې شوېدې، چې ارزښت یې لسګونو میلیونو ډالرو ته رسېږي.
د شوراب دبستین پوځي اډه په سوېل کې د بهرنیوځواکونو له سترو پوځې اډو څخه ګڼل کېږي، چې په هلمند ولایت کې پرته ده.ناټو ویلي چې له برید کوونکو سره راکټونه او له چاودېدونکو توکو ډک واسکټونه هم وو. دوی وا یی چي
په برید کې د ناټو اته هاریر جیټ الو تکي ویجاړې شویدي.
په کابل کې ددغو ځواکونو یوه ویاند جنرال ګونتل ګېټس افغانی رسنیو ته وویل، چي په برید کې شپږ الوتکې په بشپړه توګه له منځه تللې او دوې نورې هم سختې ویجاړې شويدي: دی وایی چي په دغه جګړه کې په خواشینۍ سره زموږ دوه تنه امریکايي سمندري پوځیان مړه شول. خو ایتلافي ځواکونه په دې وتوانېدل، چې د هغو وسله والو له ډلې ۱۴ تنه ووژني او یو تن یې تر ټپي کېدو وروسته ونیسي. اوسمهال موږ په ډېر دقت دا څېړو چې دا پېښه څرنګه رامنځ ته شوه.
وسله والو طالبانوددغه بریدپړه ومنله،اوڅوساعته وروسته یې دبریدوېډیو هم پرخپله وېبپاڼه کي خپره کړه.
طالبانو ویلي وو،چې دا بریدیې امریکا کې داسلام ستر پیغمبر ته دسپکوونکي فلم په غبرګون کې کړی دی.
طالبان وایی چې ناټو ځواکونوته یې پرځاني تلفاتو سربیره سخت مالي زیانونه هم اړولي دي.
د قاري يوسف په وينادیوه کیلومتر مربع ساحې څخه ،داورلمبې ،لوګي او دچاودنو غږونه پورته کیدل ، برید ماښام لس بجې پیل او سهار ترشپږو بجو یې اته ساعته دوام وکړی ،
قاري يوسف وايي په دغه بريد کي لږترلږه ۴۷ تنه بهرني عسکر وژل شوي دي چې دوه تنه یې لوړپوړې پوځي افسران دي ۳۴ بهرني سرتیري ټپیان شوي دي او ۱۱ بیلابلې الوتکې او څرخکې یې یا کاملا سوځول شوې او یا سختې تخریب شوي دي نوموړی ادعا کوي چي دتیلو ذخیرې او نورو پوځي تجهیزاتو ته هم سخت زیان اوښتی دی، دقاري محمد یوسف احمدي په قول په عملیات کې ۱۵ واړه طالبان هم وژل سويدي.
له بلې خوا دامریکا یوې مشهورې ورځپانې ( وال سټریټ ژورنال ) چې دنړۍ په حاکمه طبقه کې دبلې هرې ورځپاڼې په نسبت ډير کتونکي لري لیکلي دي ، چې طالبانو ددې بریدپه ترسره کولو سره په حقیقت کې له امریکا څخه غچ واخیست ، دوی دې ته اشاره کړې چې طالبانو څو ورځې وړاندې ویلي وو چې دامریکا لخوا دتوهین آمیز فلم دخپرولو غچ به اخلي ،.
افغان چارواکي تر اوسه پوری په دی هکله څه نه دی ویلي او پټه خوله پا تی شویدي.