په هلمند كې د گوزڼ يا پوليوپه وړاندې د واكسين كمپاين پيل شو
دغه كمپاين د يكشنبې په ورځ د يولړمراسموپه ترڅ كې چې پكې د هلمند والي محمد گلاب منگل اوددې ولايت د عامې روغتيا مسؤلينوگډون درلود پيل شو.
ددې مراسموپرمهال د هلمند والي محمد گلاب منگل د هلمند له ټولواوسيدونكووغوښتل چې خپل ترپنځه كاله كم عمره ماشومان د كمپاين ډلوته ورولي اود گوزڼ په وړاندې يې واكسين كړي ترڅوپه دې ولايت كې د يادې ناروغى كچه ټيټه اوياهم صفرته ورسيږي.
نوموړي په ديني عالمانوهم غږ وكړچې د جوماتونوله لارې په دې برخه كې خلك وپوهوي چې خپل ماشومان واكسين كړي اوپه پوره ډول ياد شوى مسؤليت ادا كړي.
په همدې حال كې د عامې روغتيا مسؤلين وايي چې په روان كال كې د واكسين د كمپاين دا اومه دوره ده چې پيل اوددې ولايت په ټولوولسواليوكې به ترسره اود دريوورځوپه اوږدوكې به پنځه سوه ۶۰ زره ماشومان واكسين كړي.
د يادونې وړده چې په هلمند كې د گوزڼ يا پوليوناروغى اته مثبتې پيښې موجودې دي چې څلورپه گرشك،يوه په سنگين،يوه په خانشين ولسوالى اويوه په ريگ سيمه كې رامنځ ته شوې ده.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه