د ناټو ځواکونو له لوري لراوبر ته يوه رالېږل سوې خبرپاڼه ليکي چي نن ورځ ئې د عملياتو په ترڅ کي دوه شکمن کسان نيولي.
خبرپاڼه ليکي چي ياد عمليات ئې د کندوز ولايت په کلاء زال اولسوالي کي ترسره کړي .
د خبرپاڼي په حواله چي په عملياتو کي دوه کسان نيول سوي او اوس مهال تر پوښتو او ګروېږونو لاندي دي.
په دې اړه تر اوسه نه افغان حکومت او نه هم کومي وسله والي ډلي څه ويلي دي.