يادونه: د ښاغلي دوکتور مجاور احمد زيار دغه پيغام په سويډن کي د افغانانو د علمي او فرهنګي مرکز لخوا د محمدمعصوم هوتک او دوکتور خيرمحمدماموند په سمينار کي ښاغلي عبدالماليک بيکسيار ولوستله.
اکسفورډ،۲۰۱۲-۸-۲۶
لاترهغې له مخه چې دژبواوادبیاتوپوهنځی پښتوڅانگې ته راشي،دیوه ځوان پښتولیکوال اوڅېړنوال په توگه یې ځان راپېژندلی وو.نه یې یوازې په دودیزه ادبپوهنه ( ادبي فنونو،متونو،خوشال پېژندنه،….) کې مرستیال استادان ( اسیستانتان) راننگول چې لادنوې ادبپوهنې اوژبپوهنې دداوه گیرواستادانورخه یې هم راپاروله.
هسې خوځوان اوهڅاندهوتک مخکې له مخکې حقوق،ساینس،انجنیري ،…. گردیوپه بل پسې ازمایلي ول،خوداسي برېښېده چې زموږدوسمهالې (معاصر) ادبي – فرهنگي پېر د دووتلپاتې سرلارانو،محمدهوتک اوصالح محمدهوتک سپېڅلې ارواوې پرلپورې ورپسې وې اونه یې پرېښووه چې دخپلې ژبې اوادب له سرڅڼې ورآخواپل واخلي.
ښوونیزو او رسنیزودندواوبوختیاووپه دې لارکې دومره پوخ پتیرکړی ووچې پوهنتوني زده کړوته یې گړسره اړتیانه درلوده،خونوردودیزپېراوښتی اودی هم دنوروزرگونوهمپېرواوهمپښتوسیالۍ دېته راوستی وو چې هرومرویوپوهنتوني لاسوندهم ولري. له بده مرغه چې هغه شپې ورځې کابل پوهنتون ترلېسانس پورته نورې لوړې زده کړې نه درلودې اوپه اړوند پوهنځي کې کال دوه وړاندې راپیل شوې ماستري هغه هم پرټپه درېدلې وې. نادوده یې هم لاداچې پوهنتون په ښوونیز- پوهنیزکدرکې لسانسه نورنه مانه،که نه،گران اوهڅاندهوتک به،که دلالوړواکادېمیکوزده کړوکابو(چانس) هم ترلاسه کړی نه وای،دپوهاندۍ رسمي علمي پوړۍ خوبه یې بیاوخته ترگوتوکړې وه.
په هره توگه،دپښتوادب اوفرهنگ په وده وش اوسمسورتیاکې دمنلي اوهڅاندلیکوال اوڅېړنوال هوتک برخه بنډه ترډېرو پوهنتوني استادانوزیاته ده اوزه یې له دومره گټواثاروسره درسمي پوهاندانډول (( استاد)) ستاینوم ( لقب) له هره پلوه جوگه گڼم اوورته مبارکي وایم.
((استادمحمدمعصوم هوتک)) ته دلاډېروڅېړنیزوبریواوبریاووپه پار د روغ،اوږده اویېبرورژوندپه هیله کوم!
ستاسې دټولوزیار