داروزګان ولايت مرکز ترين کوټ ته څېرمه نن سهار يوې درنې چاودنې دناټو په چوکاټ کې دوه هالينډي سرتېري ووژل او دوه نور يې ټپيان کړل . داروزګان امنيتي چارواکو وويل چا دادخپل نوعيت ترټولو لويه او درنه چاودنه وه چې دهالينډي ځواکونو دګزمې پر موټر وشوه . نړۍ والو ځواکونو هم سمدستي خپله مرګ ژوبله ومنله او دايي يوه تروريستي پېښه وبلله .