څه موده مخکي مي د اعلیحضرت امان الله خان د اصلاحاتو او د اصلاحاتو د ناکامیدلو او د اعلیحضرت امان الله خان د سقوط د علتو نو په باره کي یو لنډ مضمون لیکلی او په افغان جرمن آن لاین کي نشر ته سپارلی وو. زه څه کم درې هفتې په اروپا کی وم او د ښاغلي ډاکټر عبدالرحمن زماني د انتقادي مضمون د جواب لیکلو لپاره مي کمپیوټر ته لاس رسی نه درلود. که څه هم چي زه د مضامینو په باره کي د ډیر سوال او جواب د لیکلو طرفدار نه یم خو د یو څو کرښو لیکلو ته مجبور یم. دا چي ډاکټر صاحب زماني زما د مضمون د انتقادولو په ترڅ کي د ښو او مهذبو کلماتو څخه کار اخیستی دی زه ورڅخه خوشاله یم. دا د هغه د عالی تعلیم او ښې کورنۍ تربیې نمایندګي کوي. زه د سیستاني په باره کي ځکه خبري نه کوم چي هغه ماته سپک ویلي دي. سنګین خلک سپک ویل نه کوي. زه د سیستاني په مقابل کي خاموشي واجبه بولم. او که هغه ماته نور ښکنځل وکړي هم به خاموش پاته سم.
د ډاکټر صاحب زماني د مضمون اصلي ټکی داوو چي ما ګواکي د اعلیحضرت امان الله خان د سقوط په عواملو کي د انګریزانو مداخلو ته یا اشاره نه ده کړې او یا مي کمه اشاره ورته کړې ده. او دغه راز مي په خپل قضاوت کي امان الله خان د اصلاحاتو په سقوط کي مقصر بللی دی.
موږ له بده مرغه، له ډیره وخته، عادت کړی دی چی هر وخت د افغانستان د ټولو بدمرغیو عامل انګریزان بولو. په دې کي هیڅ شک نسته چي انګریزانو به له اعلیحضرت امان الله خان سره دښمني درلوده. ځکه چي هغه د هیواد د بشپړي خپلواکۍ د ګټلو لپاره د انګریزانو په مقابل کي توري ته لاس اچولی او په دریو جبهو کي یې جنګ ورسره اعلان کړی وو. د انګریزانو تر لاس لاندي خاوره کي یې پښتنو ته وسلې ورکولې. د خلافت له ګوند او د انګریزانو له نورو مخالفو ګوندونو سره یې تماسونه ساتلي او د هغوی له بشپړ ملاتړ څخه برخمن وو. انګریزانو ته د عجب خان افریدي د تسلیمولو په مسله کي هیڅ ډول فشار ته تسلیم نه سو او حتی د هیواد په شمال کي یې مځکه لا هم ورکړه او هیڅ وخت یې د انګریزانو پرضد د تبلیغاتو څخه لاس وانه خیست. له امان الله خان سره د انګریزیانو دښمني طبیعی وه او طبعا به یې ډیري دسیسې کړي وي. په تیره بیا له امان الله خان سره د انګریزیانو د سفیر همفریس خصوصي دښمني هر چا ته معلومه ده. مګر له ګوډ ملا څخه نیولې، تر غوث الدین احمدزي، بچه سقاو او د شینوارو، خوګیاڼيو او مهمندو تر ملکانو او خانانو پوري، چي د اعلیحضرت امان الله خان په مقابل کي یې وسلو ته لاس واچاوه او یوه عسکري قشله یې په بلي پسی ونیوله، ټول افغانان وه. انګریزانو به د قبایلو په لمسولو او پارولو کي ډیره لویه برخه درلودلې وي، مګر د هغوی عسکر د افغانستان خاوري ته نه دي ننوتلي، بلکه د نادر خان، هاشم خان، والي علی احمد خان، شیر احمد خان، محمدولي خان دروازي، محمود سامي او په دربار کي د نورو نامردو سردارانو او مشرانو ناځوانیو د هغه د سلطنت ستني ولړزولې. انګریزانو به د امان الله خان مخالفینو او نامردو درباریانو ته هم پیسې ورکړي او هم به یې لمسولي وي. مګر دا قضیه زموږ له تاریخي تحلیل سره مرسته نه سي کولای. په افغانستان کي پراخ اداري فساد، په دربار او حکومت کي د باکفایتو او لایقو کسانو پر ځای د غوړه مالو او نا اهلو کسانو ټاکلو او د اعلیحضرت ځیني بې وخته اصلاحات او احساساتي اقدامات او په لوی لاس د پوځ کمزوره کول د هغه د قدرت د نسکوریدلو اساسی علتونه دي. که له دغه امله ما څوک د ملت څخه معافی غوښتلو ته مجبوروي نو دا خو هغه خبري دي چي د اعلیحضرت امان الله خان په زمانه کي ژوندیو مورخینو، د رایو په اتفاق، لیکلي دي. که موږ د پروفیسر محمد علي، میرغلام محمد غبار، محی الدین انیس او عبدالحي حبیبی خبري، چي ټولوهر څه د سر په سترګو لیدلي دي، نه منو نو بیا به د چا په لیکنو استناد کوو. ما خو د همدغو مرحومینو لیکني را اخیستي او خپل قضاوت مي ورباندي بنا کړی دی. موږ د اعلیحضرت امان الله خان د لور هندیې هغه مصاحبه ولي هیره کړې ده چي ویل یې پلار یې د عمر تر پایه پوري دا خبره کوله چي د نامردو او بې کفایتو ملګرو د لاسه یې سلطنت نسکور سو.
د پردیو غندل موږ ته هیڅ ګټه نه لري. ځکه چي پردیو خو هر وخت زموږ د خپلو افغانانو پر لاس ناروا مداخلي کړي دي. موږ باید د پښتنو دا متل په نظر کي ونیسو چی مال خپل وساته همسایه غل مه نیسه. د افغان او انګلیس په لومړي جنګ کي د انګریزانو پوځونه د شاه شجاع سره زموږ خاوري ته ننوتل او له پیښور څخه نیولې تر کندهار او کابل پوري یو په یو سردارانو او لویو قومي خانانو چا له سیکهانو، چا له انګریزانو او چا له ایرانیانو سره تماسونه ټینګ کړل او خپله خاوره یې د پیسو او قدرت په مقابل کي خرڅه کړه. په دې کي د انګریزانو څه مسولیت دی؟ هغوی د خپلو ګټو د ساتلو او امپراطورۍ د پراخولو لپاره هر ډول انسان وژني او بشري جنایت ته حاضر وه. مګر د کور دروازه زموږ مشرانو ورته خلاصه کړه او که موږ د خپلو راتلونکو نسلونو د اذهانو د روښانولو لپاره لیکني کوو نو باید چي دغه ټکي ته یې پام راواړوو.
انګریزي سرهارفرډ جونز او جان مالکم د شاه زمان د سلطنت د نسکورولو لپاره د ایران سره قراردادونه لاسلیک کړل او ایران هم هر ډول ژمني ورسره وکړې. مګر نه د ایران او نه د انګریزانو پوځونو پر افغانستان باندی یرغل وکړ بلکه پخپله د شاه زمان اشتباهاتو، د نالایقه شاه محمود پرله پسې ښورښونو او د وزیر فتح خان دسیسو د شاه زمان د سلطنت ستني ولړزولې او د درانیانو د امپراطورۍ د سقوط زمینه یې برابره کړه. موږ که تاریخ لیکو نو خپل راتلونکي نسل ته باید چي د خپلو نیکونو د اشتباهاتو او د قومي مشرانو د ناځوانیو او په حساسو وختونو کي د جنګ د جبهو د تغیرولو په باب معلومات ورکړو، څو زموږ راتلونکي نسلونه د خپل تاریخ په جوړولو او د ټولني په پر مخ بیولو کي د خپلو نیکونو اشتباهات تکرار نه کړي. یوازي د خپلو نیکونو د تورو په ستایلو ګوزاره نه کیږي. د تورو خرپی د شاعرانو په درد خوري. تاریخ په شعر نه لیکل کیږي بلکه په سم قضاوت لیکل کیږي. په دې کي هیڅ شک نسته چي په نړۍ کي به ډیرو لږو ملتونو د خپلي خاوري او ناموس څخه د افغانانو په څير دفاع کړې او قربانۍ ورکړي وي. مګر ټولو ملتونو او اولسونو د خپلو سرونو د قربانۍ په بدل کي یو څه تر لاسه کړي دي خو افغانانو د خپلي خاوري او ناموس څخه د دفاع کولو په لاره کي هر څه بایللي او تقریبا هیڅ یې ترلاسه کړي نه دي.
موږ عادت کړی دی چي هر لیکوال او نطاق چي آی ایس آی ته ډیر بد رد وویل د هغه ډیر قدر کیږی او ګواکي د یوه وطنپال په سترګه ورته کتل کیږي. په داسي حال کی چي د پاکستان جنرالان د خپلو ملي ګټو د ترلاسه کولو او خوندي کولو لپاره هر کار ته حاضر دي. دا خو زموږ مشران دي چي د څه باندي دریو لسیزو راهیسي د هغوی په خدمت کي ولاړ دي او د هغوی په قومانده یې د کابل پر ښار او نورو ولایاتو باندي د راکتونو او توپونو بارانونه جوړکړل او په زرهاو داسي جنایتونه یې وکړل چي قلم یې په لیکلو نه رسیږي. د پاکستان د جنرالانو غندل هیڅ ګټه نه لري بلکه خپل هغه مشران باید وغندو او رسوایې کړو چي د پردیو د غلامۍ کړۍ یې غاړي ته اچولې او پر موږ یې دغه بده ورځ راوستلې ده. پاکستان او ایران به د افغانستان د تجزیه کولو پلانونه لري مګر دا خو زموږ خپل افغانان دي چي په المان او افغانستان کی یې د افغانستان د تجزیه کولو لپاره څرګندي غونډي وکړې، او یا حتی د افغان په مقدس نامه شرمیږي.
یوه بله خبره، چي ښایی ماته یې د افغانستان د تاریخ ځیني ټیکه داران په غوسه کړي وي، د تاریخي شخصیتونو د تقدس مسله ده. که موږ په خپل تاریخ کي ځیني اشخاص مقدس وګڼو او پر هغوی باندي انتقاد کول ناروا وبولو نو د خپلو راتلونکو نسلونو پر سترګو په لوی لاس پټۍ وهو او لاره ورڅخه ورکوو. پریږدۍ چي ځوانان په خپل تاریخ لکه څرنګه چي دي هغسي وپوهیږي. زما په اندازه به ډیر لږ کسان اعلیحضرت امان امان الله خان ته اخلاص لري او دا اخلاص مي په خپل مضمون کي ښودلی دی. امان الله خان پر افغانستان او ترقۍ باندي مین وو. مګر د سیاستمدار او پاچا لپاره یوازي مینه کافي نه ده. سیاستمدار باید لازم درایت او هوښیاري ولري. امان الله خان یو شهزاده وو چي رسمي تحصیلات یې تقریبا نه وه کړي او په ځوانۍ کي قدرت ته ورسیدی. د هغه پر شاوخوا باندي ډیر ژر غوړه مالان او بې کفایته کسان را وګرځیدل او هغه هم د باکفایتو او لایقو اشخاصو ځایونه هغوی ته وسپارل. دا خبره د ټولو هغو کسانو په آثارو کي راغلې ده چي په هغه وخت کي یې هر څه د سر په سترګو لیدلي وه. ما د هغو کسانو په کتابونو او لیکنو استناد کړی دی. یو ځل بیا وایم چي که موږ د هغوی خبري نه منو نو بیا به د چا خبره منو؟ جرنیل یا رمحمد خان وزیری، چي د استقلال او نجات په جنګونو کي یې عملي برخه درلودلې او یو سپیڅلي پښتون وو د خپل کتاب په یوه برخه کي لیکي: « د اعلیحضرت امان الله خان په قیافه کي د هغه د قهرمانۍ نخښه څرګنده او روښانه وه. او د هغه د قهرمانۍ دغه نخښه او علامه وه چي پر خپل اولس باندي مهربان، زړه یې نرم او ملایم وو. ولي ارمان چي هغه د آسیا د ملتونو قهرمان د خودغرضه درباریانو په دایره کي را ښکیل سوی وو او د دربار د هرکس دا ناروا هیله او امید وو چي د هغه ویسا لرونکي څخه ناوړه استفاده وکړي. د اعلیحضرت امان الله خان غازي هم د هغوی په چاپلوسۍ او غوړه مالۍ باندي اعتماد او باور وو. د سلطنت په چارو کي یې د هغوی مشورې اوریدلې او هغه خطرناکي مشورې یې عملي کولې… دا د هغه قهرمان ستره تیر وتنه وه چي د خپل سر تیري او مجاهد اولس د برخلیک په برخه کي یې د خود غرضه درباریانو مشوره ومنله او دښمن ته یې په خپله خاوره کي د ژوند کولو زمینه برابره کړه ځّکه نو د همدې ستري اشتباه د پیل نه د اعلیحضرت امان الله خان د سلطنت کولو شپې را لنډي سوې. او یو په بل پسې د فرنګیانو په لمسون قیامونه او پاڅونونه آغاز سول او د اعلیحضرت امان الله خان د سلطنت ستني یې ولړزولې» د افغانستان د خپلواکی او نجات تاریخ ۱۲۲ مخ
اعلیحضرت امان الله خان، بې له شکه، یو وطن پالونکی پاچا وو. د وطن او ترقۍ سره یې ، زما پخپله اصطلاح، د یوه شاعر مینه درلوده، مګر هغه مقدس نه دی. هغه یو انسان وو او انسان له خطا خالي نه دی. یوازي د انګریز دسیسو نه بلکه د هغه خپلو لویو او پرله پسې اشتباهاتو د هغه سلطنت نسکور کړ. که موږ له خپلو ځوانانو څخه د اعلیحضرت امان الله خان اشتباهات پټ کړو او د هري بدبختی عامل انګریزی استعمار وبولو نو خپل ځوان نسل به مو په لوی لاس غولولی وي. او خدای مه کړه چي سبا به یې د هغه ټول اشتباهات له سره تکرار کړي وي. او که موږ د خپل تاریخ ټولي بدمرغه پیښي پر خارجیانو تاوان کړو نو بیا خو دا اوسني د قدرت پر کرسیو ناست کسان، چي د اکثرو لاسونه یې د خپلو خلکو په وینو سره دي، یو هم ملامت نه دی. ټول کارونه پاکستان، روسیې، ناټو او انګریز خراب کړي دي او کنه نو افغانانو به هیڅکله دا کسان په قدرت کي نه وای زغملي.
مجاهد میرزمان خان د افغانستان د استقلال د جنګ یو نومیالی قهرمان وو. په دې کي هیڅ شک نسته چي انګریزان به د هغه سرسخت دښمنان وه. مګر د هغه د کورنۍ نراوښځي، واړه او لویان خو د وخت مستبدینو د دهمزنګ په بندیخانه دننه کړل. په دې کي د انګریزانو قصور څه وو. دا خو زموږ د مستبدینو کارنامه ده. امیر عبدالرحمن خان د انګلیس او افغان د دوهم جنګ زیاتره قهرمانان اعدام کړل. که هغه دا کار د انګریز په اشاره کړی وي هم زموږ لپاره امیر مسول دی. که موږ د خپل بدمرغه تاریخ ټولي ناوړه پيښي پر خارجیانو تاوان کړو نو بیا موږ ډیر بې وسه ښکارو. ګواکي موږ په خپل تاریخ کي هیڅ برخه نه لرو او کله انګریز، کله روس، کله ناټو، کله ایران، کله پاکستان او کله هم یو بل څوک په موږ او زموږ په مشرانو لوبي کوي. دوی پیښي جوړوي او دوی یې ختموي او موږ هسي بې وسه تماشا چیان یو.
په حقیقت کي انګریز او خارجي قوتونه د افغانستان د تاریخي پیښو یو اړخ او زموږ مشران، سرداران او پاچاهان یې بل اړخ دی. زما لپاره خپل اولس تر ټولو زیات مطرح دی او خپل تاریخ د هغوی د ارادې، کارنامو، اشتباهاتو، جنګونو، میړانو، تربګنیو او اعمالو محصول بولم. له خپلو نورو وطنوالو څخه مي هم هیله ده چي د تاریخ لیکلو په ترڅ کي اشخاص مقدس ونه ګڼي او چي څومره یې وس کیږي خپل ځوان لوستونکي حقیقت ته متوجه کړي. د افغانستان تاریخ افغانانو جوړ کړی دی. که یې توري او میړاني په موږ اړه لري نو اشتباهات او حتی خیانتونه یې هم زموږ په اولسونو اړه لري. پاچاهان او سرداران زموږ وه. خلقیان او پرچمیان زموږ وه. مجاهدین او رهبران زموږ وه. طالبان زموږ وه او دا اوسني پر کرسیو ناست کسان ټول زموږ دي. که خارجیانو هر څه لاس وهني کړي دي او په پیښو کي یې هر څومره نفوذ درلودلی دی تاریخ، له نیکه مرغه یا له بده مرغه، موږ جوړ کړی دی.
ښه یې زما دي بد یې زما دي هر څه زما دي
د دې خاوري ارغوان او زغن زما دی
زه دا بحث دلته ختم بولم او که ډاکټر صاحب زماني څه ولیکي هم به یې جواب ورنه کړم.