کور / تازه خبرونه / افغان قونسل د پښتونخوا له اعلى وزير سره کتلي

افغان قونسل د پښتونخوا له اعلى وزير سره کتلي

پېښور: په پېښور کې افغان قونسل سيد محمد ابراهيم خېل د خيبر پښتونخوا له اعلى وزير امير حيدر هوتي سره کتلي او په دوه اړخيزو امنيتي او نورو اړيکو يې خبرې کړي دي. په دې مهال د خيبر پښتونخوا اعلى وزير امير حيدر هوتي څرگنده کړې چې افغانان زمونږ وروڼه دي د صوبې د کړکيچنو حالاتو سره هم افغانانو ته ټولې اسانتياوې ورکړې شوي دي. نوموړي دا هم وويل چې په تېرو دېرشو کلونو کې د افغان کډوالو په مرستې مونږ د اسلامي ورورولۍ يو مثال وړاندې کړى دى. نوموړي د خيبر پښتونخوا د صحت محکمې ته لارښوونه وکړه چې افغان محصلينو ته په خيبر ميډيکل کالج کې پر ځانگړو چوکيو داخله ورکړي. په پېښور کې افغان قنسل د اعلى وزير امير حيدر هوتي د دغه لارښوونې مننه کړې او څرگنده کړې يې ده چې افغانان پاکستان خپل دويم کور گڼي او ورسره يې اعلى وزير د افغانانو له ځينو ستونزو خبر کړو.