کور / تازه خبرونه / په هالند کي دپارلماني ټاکنو پایلي څر ګندی سوي

په هالند کي دپارلماني ټاکنو پایلي څر ګندی سوي

دهالند دپرونې پارلمانې ټا کنووړونکي مالوم سول. د ښي لاس پلوه لیبرال دیموکرات ګوند ۴۱ چوکي
چپ پلوه کارګرګوند ۳۹ چوکي ،چپ پلوه دکال ۶۶ دیموکرات ګوند ۱۲چوکي،سوسیال چپ پلوه ګوند ۱۵ چوکي، کریست دیموکرات ګوند ۱۳چوکي،دخیردویلدرپه نوم افراطي ناسیونالست اسلامی ضدګوند ۱۵چوکی دکریستیانوداتحادیه ګوند ۵ چوکي ،دشنوچپ ګوند۳ چوکي اودری نوروکوچنیوګوندونودری اودوی دوی چوکي ګټلې دي.
د پورتنیو ګوندونو څخه د کابینی دجوړولو لپاره ۷۶ چوکي ضروری دي. د هالند په پارلمانې ټاکنو کي د اروپایی اتحادیی د پلویانو ګوندونو ډلي د نورو ګونودونو په پر تله ډیری را یی وګټلې. دګیردویلدر افراطي اسلام ضد ګوند ډیره سخته ماته وخوړله. دغه ګوند یواځی ۱۵ چوکي لاسته راوړی پداسي حال کي چي نوموړۍ ګونددوه کاله مخکي ۲۴ چوکي در لودی.
که چیری د ښي لاس پلو لیبرال دیموکرات ګوندچه ۴۱ چوکي لری او چپ پلوه کارګر ګوند چي ۳۹ چوکي لری ، په خپلو کي سره جوړراسې کیدای سي دنوروګوندونوپرته نوی حکومت جوړ کړي . مګرددوی پرګرامونه یو له بل سره ډیرتو پیرلری.له بلې خواه د ښي لاس پلوواو چپ لاس پلووګوندونه په یواځیني ډول سره هم دنوی حکومت د جوړولولپاره ۷۶ چوکي نشي پوره کولاي.
په راتلونکي څو ورځوکي به څر ګنده شي چي کوم ګوندونه د نوی ائیتلافی حکومت په جوړولو کي برخه اخلي او ددوی پرګرامونه څه دی. دیوه قوي ائیتلافی حکومت لپاره شاید دلیبرال دیموکرات، کارګر او دکال ۶۶ دیموکرات ګوندونه په خپلوکي سره جوړ شي او د ۹۲ چوکي په درلودلوسره به یو قوی ائیتلافی حکومت جوړکړي.
د انتخاباتو پایلې لاندی وګوری:
VVD : 41
PvdA: 39
PVV: 15
CDA: 13
SP: 15
D66: 12
GroenLinks: 3
ChristenUnie: 5
SGP: 3
PvdD : 2
2: 50 Plus