ستا په مينه سر په دار د ليونو دی
هوښياران دی پرپا لنګ کوی خوبونه
دلومړۍ برخی سره په تړاو کښی :
ددوهم نړيوال جنګ وروسته دبرتانيی او نورو استعمارګرو هيوادونو پخوانۍ توان له منځه ولاړ ، ډيرومستعمره شوو هيوادونو خپله ازادی تری واخيسته او پدی سره ئی نظامی او اقتصادی بنسټونه نور هم سست شول . له بلې خوا نه سوسياليستی بلاک رامنځته شو چی ورځ په ورځ دغښتلې کيدو په لور روان وو . ددی سره سم داسی ښکاريدل چی نور نو سوسياليزم په نړۍ کی يو تظمين شوی حتمی راتلونکۍ نظام دی او ملی ازادی بخښونکی خوزښتونه بايد و انقلابونو ته مخه کړی . دايوازی افغانستان نه وو چی ځوانانو او روڼ اندو ئی د چپو شعارونو پرخوا مخ نيولۍ وو، بلکه په ځانګړې توګه په وروسته پاتو اومخ پر ودی هيوادونو کښی کيڼ شعارونه دځوانانو تر منځ يو خورا په زړه پوری د ورځی موډ ګرځيدلۍ وو . داسيا ، افريکا او لاتينې امريکا ډيروهيواونو دټولنيزی پرمختيا پخاطر غير پا نګواله لاره دخپلو دولتونو داقتصادی – سياسی نظم دپاره په رسمی ډول خپله تګلاره ګرځولې وه . دا پدی خاطر وه چی دنوموړو هيوادونو بيچاره او مظلوم اولس دپانګوالې نړۍ دظلمونو او بيعدالتيو څخه په تنګ شوی او تر پزی راغلې وه . پدی وخت کی سوسيا ليستی بلاک تازه رامنځته شوي او دهری ورځی په تيريدو ئی دپرمختګ او غښتلې کيدو په لور چټک ګامونه اخيستل . دنړۍ اولسونو لاتراوسه پوری ددغه بلاک نه ازار نه وو ليدلې او يوازی دسولې غوښتنې او نيکمرغه ژوند انګازی ئی دزيارايستونکو تر غوږونو رسيدلې . ان په ډيرو اسلامی هيوادو کښي لکه مصر ، الجزاير ، سوريه ، عراق اونورو کښی دسوسياليستې بلاک په پلوۍ سياست اوږدی ريښی غزولې وی ، ډير مينه وال ئی درلودل او په پيل کي ئی ټاکلې برياوی هم ترلاسه کړی وی . تر ټولو خولا مهمه خبره داوه چی دشوروی اتحاد اقتصادی مرستی وروسته پاتو او د ودی په حال کی هيوادونو ته دپانګه والو هيوادو دملاماتوونکو پورونو په پرتله په ډيرو اسانو شرايطوسره وړاندی کيدلې .
ددوی انجينرانو ، متخصيصينو او مشاورانو پدغسی هيوادونو کښی دخلګو دباور ترلاسه کولو پخاطر د ځايی همکارانو سره ډير صميمي او دوستانه برخورد کاوه اوهغوی ته ئی تر وسه وسه فنی مهارتونه ور زده کول . دنوموړو کسانو دی کار دپانګه والو هيوادو د مغرورو او مدمغو متخصيصانو د کړو وړ سره هيڅ ورته والۍ ندرلود . دبيلګی په توګه دکابل پولی تخنيک انستستوت چی زه هم هلته استاد وم ، شوروی استادان په ټوليز توګه دمسلکی پلو نه ډير تکړه او په خپلو اجتماعی مناسباتو کی دومره صميمی او مهربانه وه چی ان د اخوان المسلمين سازمان سره تړلو يو شمير بنسټپالو محصيلانو لاهم د زړه له کومې درناوۍ ورته کاوه .
لنډه داچی پدغسی کورنی او نړيوالو شرايطو کښی افغان دولت پخپله دامريکا او لوديز لخوا و دی ته اړ ايسل شو څو پخپلو اقتصادی پلانو کښی يوازی دشوروی پرکمکونو ډډه ولګوی . بيانو لکه څنکه چی اقتصاد د گردو ټولنيزو اړيکو بنسټ ټاکی او سياست ئی اصلې شيره ده ( سياست شکل فشردۀ اقتصاد است ) ، که مو غوښته يا نه غوښته دی علمی قانونمند اصل خپل کارکاوه ، لکه څنګه چی ئی وکړ .
له همدی کبله وه چی نه افغان دولت کولای شوه په خپل خارجی سياست کی له شوروی نه په درنښت ياد نکړی او نه هم ځوانو روڼ اندو چی تازه ئی په ډله ايزه توګه وعلنی يا نيم علنی سياسی فعاليتونو ته مخه کړی وه کولای شوه ددغه وخت موډ شوو ښکلو شعارونو ته شا وګرځوی .
داخبره هم ديادونی وړده ، په هغه وخت کی چی ځوانانو دسياسی تيورۍ اساسات په قلم او تڼاکو ګوتو سره د کاربن پيپر په مرسته ليکل ، تکثيرول او لاس پرلاس ګرځول ، شوروی چاپ کوونکو موسيسولکه پروګرس ، رادوګا او نورو ، بی شميره تبليغاتی کتابونه او مجلې دافغان ځوانانو دپاره چاپولې کوم چی په سوسياليستې ټولنو کښی ئی د زيار ايستونکو د سوکال او نيکمرغه ژوند زړه راکښونکې کيسی کولې او ښه والۍ ئی دپانګه والو ټولنو په پرتله تر اسمانه جګ کاوه . داهغه وخت وو چی افغانی ځوانانو په لوديزی اروپا کی د کارګرانو دژوند په هکله يا هيڅ معلومات نه درلو اويا دشوروی تبليغاتې کتابونو دلاری ئی فقط د بدمرغيو خبر وه . همدارنګه دوی دپيژندل شوو کلاسيکو تيوريسنانو سياسی اثار په پښتواو دری ژبو په خورا لوړ تيراژ سره خپرول ، افغانستان ته ئی را ليږل چی ځوانانو په وړيا توګه اويا په ډيره ټيټه بيعه ترلاسه کولای شوه . ددغو ټولو لاملونوپه پايله کی ځوانان که ئی غوښته يا ئی نه غوښته ډيره برخه ئی دنوموړې تبليغاتی ماشين تر اغيزی لاندی راغلل او ان ترلويه بريده پخپله ددغو ګويا ښيګڼو تبليغ کوونکې وګرځيدل .
دهغو سياسی سازمانو له ډلی نه چی په يادوو شوو شرايطو کی منځته راغلل ، يو هم د خلق دموکراتيک جمعيت وو چی په خپل روان سياست کی ئی دلوړو دلايلو له مخی دشوروی اتحاد پلوی کوله . که داکار له يوی خوا دنوموړو شرايطو محصول وو ، خو دبلې خوالکه څنګه چی وروسته څرکنده شوه دشوروی کاجې بې سره تړلو کسانو هم پدغه جمعيت کی دپام وړ اغيزه او ټاکلۍ نفوذ درلود . له همدی کبله وه چی نوموړې ډله دهيوادپه دننه اوبهر کی دشوروی پلوه سازمان پنامه وپيژندل شوه . پدی توګه دشوروی سياست مخالفو ډلو دغه سازمان دهيواد دمتدين او مسلمان اولس تر منځ دکمونيست پنامه په پراخه توګه تبليغ کړ او ان تر دا اوسه هم چی نه هغه سازما ن شته او نه ئی هم دهغی تګلاری پلويان ، داتبليغاتې لړۍ غزيدلې پاته ده . دوی داکار پدی خاطر کاوه چی د اولس دملاتړ نه ئی بې برخی کړی ، داځکه چی دکمونيست کلمه دمسلمانانو په وړاندی دملحد او کافرسره په برابر کاڼې تلل کيږی . پدی کی هيڅ شک نشته چی پدغه سازمان کی هم د نورو ډيرو کيڼ اړخو سازمانو پشان داسی کسان وه چی مارکسيستې تيوری ئی خوښيدله ، مګر ترهغه ځايه چی ددغه سازمان غړې ما پيژندل ، هغوی پاک مسلمانان وه ، د اسلام سپيځلې دين پنځه بناوی ئی د زړه له کومی منلې او پيروی ئی تری کوله .
دی دپاره چی داصلې خبری څخه واټن وانخلم ، راګرځم دبحث ټکې يعنی دشوروی مشرتابه دانصاف او د دوستۍ د دود نه ليری ناځوانمردانه سياست ته چی دافغان منندوی اولس په هکله ئی خپل کړې وو . کرملين دافغانستان دخلګو سره په خپلو مرستو کی چی تر ډيره حده سخاوتمندانه هم وی ، له هرڅه نه وړاندی خپلې سياسی ګټې په پام کی ساتلې ( لکه څنګه چی امريکا او لوديز همدا اوس هم ددغه ناوړه او ناکام متود څخه کاراخلې ) او ورته درسيدو په موخه ئی هر نيرنګ پکار اچاوه اوله هيڅ ډول فساد او چلبازيو نه مخ نه اړاوه . دنفاق اچونې ، دسيسه جوړولو او تطميع کولو برسيره دوی خپلو ټاکلو سياسی موخو ته درسيدو په هيله داسی چلونه کارول چی ديوه ټاکلې هدف دپاره به ئی څو ځانګړې وريانته دځانګړو کسانو سره په پام کی نيول . ددی کار ګټه دوی پدی کي ليدل چی که چيری يو وريانت دټاکلو لاملونو له مخی دکاره ولويږی او له ميدانه ووځي ، نو نور وريانتونه به دپخوا پشان کار پرمخ شړی . نوی جوړ شوی د خلق دموکراتيک سازمان چی شوروی پلوی سياست ته ئی مخه کړی وه ، شوروی مشرتابه دافغانستان د دولت لخوا دهغه دځپلو امکان له پامه نه وو غورځولې ، ځکه ئی نو بايد ديوه الترناتيف وريانت درلودلو باندی هم کار کړی وای . په همدی هيله ئی په سازمان کی دکرملين پوری تړلو کسانو په مرسته انشعاب راوست او هغه ئی پر دوو برخو وويشه . اوس که هريو له دوی نه ځپل شوی وای ، بل ئی کولای شوه دشوروی په پلوې خپل کار پر مخ بوځی . لدی نه وروسته نو دوو ځانګړو سازمانو په يوه نامه دشوروی پلوه سياست دپاره کار کاوه . د سازمان اصلې ريښه دنورمحمد تره کی په مشرې د ( خلق ) د منع شوی جريدی سره په تړاو کی دخلقيانو پنامه شهرت وموند . پدی اړخ کی ډيرۍ دهيواد د ولايتونو او کلوالې سيمو روښنفکران را ټول شوي وه . د ويشل شوی سازمان بلې برخی د ببرک کارمل په مشری د ( پرچم ) دجريدی امتياز ترلاسه او ورسره په تړاو کی د پرچميانو پنامه ياده شوه . ددی ډلې ډيرۍ دمرکز دلوړرتبه مامورانو اوشتمنو کورنيو غړی وه . ښۍ لاسو ډلو دا دواړه سازمانونه دشوروی دلاسپوڅو پنامه تورول . خو د ١٣٥٨ کال د جدی په مياشت دشوروی يرغل نه وروسته هيوادوالو او نړۍ ته معلومه شوه چی ( کا جی بې ) يوازی پر ببرک کارمل او دهغه پر نژدی انډيوالانو باندی لکه کشتمد ، نوراحمد نور او ورته کسانو باندی په حساب کولو سره پا نگه اچونه کړی وه .
( د دوهمی برخې پای . نور بيا )