کور / سياسي / یولسم د سپتامبر ۲۰۰۱ څه راپیادوي

یولسم د سپتامبر ۲۰۰۱ څه راپیادوي

د www.tolafghanistan.com څخه په مننه

پر يولسم د سپتامبر ۲۰۱۲ پر نیویارک او واشنګټن د ۲۰۰۱ کال د بریدونو يولس کاله پوره شول . هر کال په دی ورځ پر بن لادن ، د هغه پر القاعده ، تروریزم ، امریکا ، د طالبانو د واکمنی پر ړنګیدو او دهغو پر ښکیلتوب په تروریزم کی په غمیزه توګه خبری کیږی ، د امریکا ولسمشر نیویارک ته ځی اوهلته دا ورځ د تاریخ په یادونه لمانځی . اما هغه بی ګناه او ددنیا نه ناخبره کسان چی پدی ورځ اوبیا تر هغه وروسته په دا يولسو کلونو کښی ژوند له لاسه ورکړی دی ، نه څوک خبری کوی اونه یی څوک نوم اخلی . امریکا د نیویارک په ګراونډ زیرو کی یوه نمایشی لمانځنه تر سره کوی او په هغه کی د خپلو ۲۷۵۳ مړو یادونه کوی اوغمناکه مقالی لولی . مګرهغه کسان چی ددی غمناکی ورځی وروسته د کسات اخیستلو په بهانه په افغانستان اود ډیورډ د کرښی په ها خوا وژل شوی دی او اوس هم وژل کیږی ، نه د امریکا پیاد دی او نه د نوری نړی.

نړی باید پیاد لری چی د کال ۲۰۰۱ د اکتوبر له ۷ نیټی نه بیا د کال ۲۰۱۱ تر پایه په افغانستان کی د امریکا په بمونو او دتروریزم په مقابل کی د جنګ په نامه څه د پاسه د ۷۰۰۰۰ نه تر ۱۰۰۰۰۰ کسان وژل شویدی (دقیق احصایه معلومه نده) . همدا شان د امریکا د بی پیلوټه الوتکو په بریدونو کښی دډیورنډ د کرښی په ها خوا پښتونخوا کی ۱۸۰۰۰ زره کسان وژل شوی . د هغو کسانو شمیر چی دهمیشه لپاره معیوب پاتی دی او یا همیشګی درملنه ته اړتیا لری ۴۹۰۰۰ ته رسیږی . ددی تلفاتو په اړخ کی اضافه تر ۳۰۰۰ بهرنی سرتیری وژل شوی دی چی تقریباً ۲۰۰۰ یی امریکایان دی . داچی طالبانو به څومره تلفات ورکړی وی او هغه کسان چی ددی غمیزی په اثر په افغانستان کی په یوه بهانه او بله بهانه ددولت له خوا او یا د بی امنی په اثر وژل شویدی ، دهغو پوره شمیر معلوم ندی

که ورځنی حالاتو ته نظز واچوو ، ډیر ژر به متوجه شو چی په کال ۲۰۰۱ کی د طالبانو واکمنی ړنګه شوه اما طالبان محوه نه شوه. اوس تر یولسو کالو وروسته افغانستان بیا هغه پړاوته رسیدلی دی چی که لږ نوره سیاسی بیغوری ورسره وشی ، ډیر ژر به د تاریخ ناورین پر راوګرځی او ورځ یی به تر پخوا بده شی . په کال ۲۰۰۱ کی د امریکا تر یرغل وروسته افغانستان ته د ۴۸ هیوادونو سرتیری ورغله او د هیواد په ګوټ ګوټ کی یی د طالبانو د منځه وړلو په بهانه د افغان بی واکه ولس وځوراوه ، اما کامیابی یی په برخه نه شوه . په خپلو بی سنجشو او غیر انسانی کړونو یی طالبان تر پخوا پیاوړی کړه . د امریکایانو شتون په افغانستان کی په داتیرو یولسو کلونو کښی افغانستان ته فقر ، بیکاری ، په حکومت کی اداری فساد ، خلکو ته مرګ ژوبله راوړی دی او دغه ددوی کړونو ددوی په مقابل کی د ولس بی باوری رامنځ ته کړیده . پدی اوسنی حالت په افغانستان فقط هغه کسان خوشحاله دی چی په ناوړو استفادو خپل جیبونه ډ کوی .

پدی کی شک نه شته چی پدا تیرو کلونو کښی په افغانستان کی کم او زیات پر مختګونه شوی دی ، خو دا پرمختګونه د هیواد په ټوله پرتله له یوا خوا ډیرکم بلل کیږی اوله بلی خوا زموږ دهیواد دکلتور ضد پرمختګونه دی چی دهمدی پرمختګونو له امله لویه بی امنی رامنځ ته شویده . هر هغه کارون چی نن ورځ په افغانستان کی د بی امنی له امله تر سره کیږی ، پړه یی د امریکایانو پر بی غوره کړونو اچول کیږی .

پدی کی شک نشته چی د سپتامبر د یولسمی برید پر نیویارک او واشنګټن یو غیر انسانی کړنه وه او هغه کسانوته چی دا عمل یی اجرا کړی دی او یا یی پلان کړی وو ، ترورستان ویلای شو . پر هغه سربیره یی زما په اند لازم بولم چی د هغو کسانو په اړخ کی چی په نیویارک کی یی ژوند له لاسه ورکړی دی ، دهغو کسانو یادونه هم وشی ، کوم چی په داتیرو یولسو کلونو کښی په همدی خاطرپه افغانستان کی د امریکا په بمونو وژل شوی دی .