کور / هراړخیز / هیچاته به اجازه ورنکړو چی زموږ هیواد وویشي

هیچاته به اجازه ورنکړو چی زموږ هیواد وویشي

مادغه دردناکه خبر چی کله په رسنیو کی ولوسته خدای شته ډیر زیات پری خپه شوم او ولی به نه خپه کیږم چی انګلیسی استعمارګرو یو ځل بیا لکه د ډیورند د کرغیړن کرښی په شان دا ځل د هغه څخه په اوچته پیمانه د افغانستان د ورانولو پلان یی کښلی دی،د برتانیی د پارلمان محافظه کار غړي توبیاس ایلووډ د C په نامه پلان یی رامخکی کړی، دا یوازی د هغه نظر زیږنده نه بلکه دی کی د انګلیسی استعمارګرو چارواکو سره په ګډه سلا شوی او جوړ شوی پلان دی، دا ځل دوی زمونږ د ریښی د ایستلو په لټه کی دی او بیا دا یی لا بله چی وایی د پاکستان سره هم پری سلا او مشوره شوی.
دا څوک دی چی زما د هیواد په راتلونکی خپل تصمیم نیسی، پاکستان ولی زما په آبادولو او د ترورستانو په ورک کولو کی برخه نه اخلی چی اوس زما په له منځه وړلو او ویشلو کی برخه اخلی؟ ډیره عجیبه لوبه روانه ده.
زما په نظر دا هغه منفی چاره او پلان دی چی دی کی به اکثریت خلک د طالبانو سره یو ځای شی ځکه دلته بیا د هیواد د ژغورلو مسله رامنځته کیږی بیا د طالب او مطلوب خبره په دی ځای کی له منځه ځی، او رښتیا چی د هیواد او ناموس د ژغورلو مسله ده بیا ولی د طالب سره نه یو ځای کیږو؟ د طالب شعار خو داده چی یو افغانستان غواړی هغه خو تجزیه او ویشل نه غواړی نو دلته ده چی زما (ولس) او د هغوی شعار په دی ټکی کی سره یو کیږی او خلک به جوپه جوپه د هیواد د ژغورلو لپاره په دغو لیکو کی یو ځای کیږی.
هو! انګلیس ملامته نه ده چی دغه پلان جوړوی د هغه ۷۰ پشته نسلونه به خپل ماتی په افغانستان کی هیری نه کړی دا خو د هغوی د تیری ناکامی غچ اخیستل دی. بله دا چی ددوی دا تصمیم د ۲۰۱۴ نه وروسته ددوی د ناکامی ښکارندویی کوی نو ددی دپاره چی د دوی دغه د۲۰۰۱ څخه وروسته بیا تر ننه پوری د خپل ناکامی مبارزی راز د خپل ولس څخه پټ کړی اوسی، یو ځل بیا زمونږ افغانانو په منځ کی دداسی یو نفاق اچولو په لټه کی شول چی د C پلان تر شا پرته ده.
ای افغانانو سره یو شی، ای ننګیالیو خپل د نیکونو شمله په ځمکه مه وهی، ای زما تاجک، زما ازبک، زما هزاره، زما پشه یی، زما ایماق او زما پښتونه وروره پر خپل هیواد او ناموس مو ننګه وکړی، ای شهید پروره ملته همدا تاسی وی چی د دی هیواد د ژغورلو لپاره د هر وخت د طاغوتی نظام پر وړاندی مو مبارزه کړی او شهیدان مو ورکړی یو ځل بیا سره یو شی او دښمن ته وښایاست چی مونږ د هماغه ننګیالیو او توریالیو بچیان یو چی پرون دا هیواد یی له دی استعمارګرو ژغورلی او مه پریږدی چی دښمن خپل پلانونه د ګاونډیو سره شریکه او بیا پر مونږ یی عملی کړی. هیله ده د قومیت، نژاد او ژبنی تعصبونو څخه لاس واخلی همدا ددی تعصبونو نتیجه وه چی نن را ته اجنبی او پردی ګیدړان د ویشلو پلانونه جوړوی، ولی ؟ بیا تر کومه ؟

د یو متحد او یو افغانستان په هیله.