کور / تازه خبرونه / په لیبیاکي د امریکا سفیر ووژل شو

په لیبیاکي د امریکا سفیر ووژل شو

عربی او لیبیايي سرچینې وایی چې د امریکاسفیر سټیونز د یوه وسله وال برید پرمهال د ساه بندۍ له کبله مړ شوی دی.
تازه راپورونه وايي، چې د لیبیا په ختيځ بنغازي کې د امریکا پر کونسلګرۍ باندی د نا مالومووسله والو برید په ترڅ کې د امریکا سفیر جان کریسټوفر سټیونز وژل شویدی.
د لیبيا په دويم لوى ښار بنغازي کې وسله والو ډلو د هغه فلم پرضد چې وايي د اسلام پيغبر ته پکښي سپکاوى شوى، د احتجاج په لړ کې د امريکا پر کونسلگرۍ بريد کړى او هغې ته يې اور اچولى دى.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوازې د یوه امریکايي چارواکي وژل کېدل تایید کړيدی، خو نوم یې نه دی په ډاګه کړی.
د چارشنبې سهار وختي د لیبیا ځینو امنیتي سرچینو ویلي وو چې په ختيځ ښار بنغازي کې د امریکا پر کونسلګرۍ د برید په پایله کې یو امریکایی وژل شویدی.”
په لیبیا کې د امنیت عالي جرګه ګۍ ویاند عبدالمنعم الحر ویلي وو چې ”د کونسلګرۍ یو کارکوونکی وژل شوی او ځینې نور یی ټپیان شوي دي.”
خو داسې راپورونه ورکړل شوي چې په څلورو وژل شوو کسانوکې په لیبیا کې د امریکا سفیر هم شته.
د مصر په پلازمېنه قاهره کې هم په غوسه او خشم مظاهره کوونکو د امریکا پر سفارت برید کړی دی.