کور / تازه خبرونه / د بګرام زندان پرسر دامریکا او افغانستان شخړه

د بګرام زندان پرسر دامریکا او افغانستان شخړه

دنیویارک ټایم ورځپاڼه په یوه خبرکي لیکي ،چي د بګرام زندان د سپارلو پر مسئله د امریکا او افغانستان تر منځ جدی اختلافونه پیداشویدی. ورځپاڼه زیاتوی چي د زندان د سپارلو په وخت کي دامریکا له لوري لوړ پوړی چارواکي اوددغه زندان لوی قوماندان حا ضرنه و. دا په داسي حال کي ده چي پرون په پروان ولایت کې دامريکا له خواجوړشوي د بګرام زندان چارې په رسمي ډول سره افغان ځواکونو ته وسپارل شو.
د بګرام زندان چې نږدې يولس کاله وړاندې په ۲۰۰۱ م کال کې د پروان ولايت د بګرام په سيمه کې دامریکا لخوا جوړ شوی وو، او په افغانستان کې د تروريزم پر ضد د جګړې بنديان په کې ساتل کېدل،پرون د یو لړ مراسمو په ترسره کولو سره افغان ځواکونو ته وسپارل شو.
که څه هم داسې ګنګوسې وې، چې ګواکې امریکايان نه غواړي له خپلې ژمنې سره سم واک افغان ځواکونو ته وسپاري،خوکله چې ولسمشر کرزي داکاردافغانستان د عرضي تماميت اوملي حاکميت تر پښولاندې کول ګڼلي وو.
ولسمشر دری ورځې وړاندې داسې يو حکم هم منظور کړی و، چې له دې وروسته بهرنيان نه شي کولای په افغانستان کې زندان ولري او يا هم څوک بنديان کړي.
امریکا ویره لری چي ددوی دغه بندیان به دواسیطي، پیسو او زور واکانو په ملاتړ د زندان څخه د تیښتي لاره خپله کړي. دوی وایی چي د افغانستان د زندانو څخه په وارو وارو سلګونه بندیان تیښتیدلي دي چۍ ښکاره مثال یی د کندهار د عمومی زندان څخه د ۵۰۰ کسانو تیښتیدل او دکابل د پلچرخیي له زندان څخه ددوو کلنو په موده کي هم په جلاجلا پيښوکی خطر ناکه زندانیان پرخپل مخ ولاړل اولاتراوسه یی پته نشته.
په افغانستان کي د زندانانو د ساتني چاری ډیر کمزوری دي او د زورور زنداني لپاره د ټاکلي مودي ټول وخت تیرول نا شونی ښکاري. دا په داسی حال کی ده چي دافغانستان په حکومتي اداروکي دفساد او رشوت دغه بدمرغه لړۍ په ډیری چټکتیا سره پر مخ روانه ده او دمخنیوی لاری چاری یی نه مالومیږی.
د ولسمشر له خوا د بګرام زندان لپاره نومول شوي قومندان جنرال غلام فاروق بارکزي رسنیو سره په خبرو کې وویل چې د تېرو شپږ مياشتو په موده کې له درې زرو زيات بنديان افغان ځواکونو ته سپارل شوي، چې د هېواد مختلفو زندانونو ته لېږدول شوي دي.
دا چې د ياد زندان ټولې چارې په بشپړ ډول افغان ځواکونو ته سپارل شوي اوس هم سمه روښانه نه ده، ځکه چې په ياد زندان کې تر پنځوسو تنو بهرني وګړي هم بنديان دي، چې د افغان دولت او امريکايي ځواکونو ترمنځ په شوي تړون کې د هغوی د برخلیک په اړه څه نه دی ویل شوي،که چېرته هغه افغان ځواکونو ته ونه سپارل شي نومعلومېږی چې د یادزندان يوه برخه به وروسته له دې هم دامريکايي ځوکونوله اداره کېږي
تېره ورځ د ولسمشر کرزي او په افغانستان کې د ايساف ځواکونو د مشر جنرال الن ترمنځ د لفظي شخړي اصلي لامل هم دا و، چې امريکايي سرتېرو په بشپړ ډول د زندان واک سپارل نه منل.
د دواړو لورو ترمنځ د شوي تړون له مخې بهرني ځواکونه د افغان اتباعو د بندیانولو حق نه لري خو ددې تړون له لاسلیک وروسته په تیرو شپږ میاشتو کې امریکايي ځواکونو شپږ سوه افغان بندیان دې زندان ته نوي ورغورځولې دي . داچي په راتلونکي که به ددي زندانیانو برخه لیک او سر نوشت څنګه وی ؟ دپو ښتني ځواب یی نشته.