کور / تازه خبرونه / په هرات کې ځانمرګي برید د سيمه ييزو پوليسو قوماندان وواژه

په هرات کې ځانمرګي برید د سيمه ييزو پوليسو قوماندان وواژه

هرات : نن د هرات ولايت د کشک کهنه ولسوالى د سيمه ييز پوليسو قوماندان له څلورو ملکي کسانو سره په يوه ځانمرګي بريد کې ووژل شو او اته تنه نور ټپيان شویدی.
د خبری سر چینې په حواله دغه بريد نن له غرمې مخکې ديوولس نيمو بجو په شاوخوا کې د کشک کهنه ولسوالى په مرکز کې په يوه دوکان کې رامنځته شو .
ځانمرګى بريد کوونکى پلى روان او څار یی کاوه، کله چې د سيمه ييزو پوليسو قوماندان ارباب حکيم له يوې امنيتي غونډې راووت او يوه دوکان ته ورننوت، ځان مرګي هغه ته ور نږدې شو او ځان یی والوځاوه.
په دې پيښه کې د پولیسوسیمه ییز قوماندان ارباب حکيم له څلوروملکي کسانوسره ځای پرځای ووژل شول .
د هرات د والي وياند محى الدين نورى وايي، چې په دې پيښه کې اته تنه ملکي وګړي ټپيان شوي هم دي.
هغه زياته کړه : ” موږ ددې ځانمرګي بريد د غندلو په ترڅ کې دا د هغو کسانو يو غير اسلامى کار بولو، چې د بې ګناه خلکو هوساينه نه شي زغملى. ”
ددې بريد مسووليت تراوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.