کابل: نن سې شنبه دسپټمبر۱۱ نیټه د ولسي جرګې غړو د دفاع، کورنیو، سرحدونو د وزارتونو او د ملي امنیت دریاست لپاره د ولسمشر کرزي له لوري نومول شوي کسان دجرګې تا لارته د تللومخنیوې وکړی.
د پروګرام له مخی باید ښاغلیو بسم الله محمدي، مجتبي پتنګ، حاجي دین محمد او اسدالله خالد د دفاع، کورنیو، سرحدونو د چارووزارتونو او د ملي امنیت ریاست ته د اعتماد رایې د ترلاسه کولو لپاره دوی غو ښته چي ولسي جرګې ته ولاړشي.
د ولسی جرګي اکثروغړو داسي نظر درلودي، چي نومول شوی وزیران باید د جمهوری ریاست دیوه مرستیال لخواه د جرګی غړوته وروپیژندل شي.
د ولسی جرګي ډیرغړي د ملی دفاع وزارت ته دبسم الله محمدی د کاندیدو څخه سرټکوي چي څو موده مخکي هم ددوی لخواه ددندی د نه وړتیا له کبله د کورنیو چارو د وزارت څخه ګوښه شوی وو.
له ډېروجنجالونو او ګډو بحثونو څخه وروسته د ولسي جرګې رييس وویل چې د څلورو خالي پوسټونو لپاره کاندید وزیران دې د اعتماد رایې د ترلاسه کولو لپاره سبا دچهارشنبې په ورځ د ولسمشر د یوه مرستیال له لوري ولسي جرګې ته ورمعرفي شي.
ټاکل شوېده چې ښاغلیو محمدي د ملی د فاع وزیر، پتنګ د کورنیو چارو وزیر، دین محمد دسر حدونو وزیراو خالد د ملی امنیت رییس په توګه سبا د ولسمشر د یوه مرستیال له خوا جرګې ته ترپېژندلو وروسته خپل پروګرامونه د ولسی جرګی غړوته څرګند کړي او وروسته به دوی د اعتماد رایې د ورکولو لپاره صندوقونو ته ورشي او خپلي را یی به وکاروي.