د کنړ څخه په تازه ترلاسه سوو خبرونو کي ويل سوي چي ددغه ولايت د دانګام ولسوالي د تيري شپې راهيسي د پاکستان لخوا په ۹۰ توغنديو ويشتل سوې ده . د کنړ ولايت چارواکو په وينا د پاکستان لخوا د تيري شپې په حملو کي ځاني زيان نه دئ . کنړ د پاکستان لخوا د پرله پسې بريدونو سره مخامخ دی چي د چارواکو په وينا د راپريوتل سوو توغنديو شمېر زرګونو ته رسيږي .
دولت پسله څو مياشتو پرله پسې بريدونو څخه کنړ ولايت ته د پلټني لپاره د يوه پوځي پلاوي د لېږلو خبره کړې ده .
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه