کور / تازه خبرونه / په هوايي بريد کي پر فرانسويانو دبريد تنظيموونکی وژلی دی

په هوايي بريد کي پر فرانسويانو دبريد تنظيموونکی وژلی دی

د ايتلافي ځواکونو مطبوعاتي دفتر تائيد کړه چي د تيري يکشنبې په ورځ د لغمان په عليشنګ ولسوالي کي د طالبانو دوه سيمه ايز قومندانان او په ۲۰۰۸ کال پر فرانسوي عسکرو د بريد طرحه کوونکئ په نښه کړي او وژلي دي .

د وژل سوو سيمه ايزو قومندانانو نومونه ملا حضرت او شاکر چي په عطاالله هم شهرت لري ، ښوول سويدي ، ايتلافي ځواکونه ادعا کوي چي نوموړي کسان په دقيق ډول څارل سوي او بيا په نښه سويدي چي له امله يې د دوی په وينا ملکي مرګ ژوبله نده رامنځته سوې .

دريم کس د ملاحضرت په نوم ياد سوئ دی چي د ۲۰۰۸ کال د اګست په مياشت کي يې د کابل ختيځ په تقريبآ ۶۰ کيلومټري کي يې د افغان او ايتلافي ځواکونو پر ضد دوه ورځنۍ جګړه طرحه کړې وه چي له دې امله وروسته د طالبانو لخوا د لغمان د عليشنګ د ولسوال په توګه ټاکل سوی و .

طالب ويندويانو ددې موضوع په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي .