یو فلسفی ویلی دی چې د ښووني او روزني هیڅ یو بل هدف نشې کیدلی، خو فقط د انسان پیدا کول! ښوونه او روزنه د یو هېواد او سیمې اساسات ږدي، تیر وخت یې څیړی، حاضر یې سنجاوی او راتونکې یې ژغوري. د پانګوال نظام قوانین د یونیسکو په آئین کې په ۲۶ ماده کې اجازه ورکوي ، چې هر هېواد باید خپلو وګړیو ته تر اتم ټولګۍ پورې د زده کړی وړیا زمینه برابره کړي. دا زده کړي تر ډیره حده پورې باید پرمعیار برابری، د وخت سره برابر نوي نصاب او پر امکاناتو سمبال وی او د دولت تر چهتر لاندې وي. او بیا دا چې د وهلو ټکولو، تنګولو، روانی فشار، ذهنی تخریب، ژبنیز تعصب او د ذکور اناث مساله پکې هیڅ مطرح نده.
البته د دې شیانو رامنځته کوونکي باید د قانوني چلند سره مخامخ شي. خو دا بیله خبره ده، چې دا قوانین د پانګوال نظام په لوړتکامل موندونکي هېوادونو، چې هلته اوس د لا تولیداتو او وسایلو رامنځته کیدل، د یو نوي نظام سره تړالی خبره ده، ورو ورو د تنزل په لورې روان دي. دا چې د دوی قوانین، اخلاقیات، کړه وړو او بشریت تر کومه حده پورې کمزورې شوی دی، جلا بحث دي.
د پانګوال نظام په اصطلاح درېیمه نړۍ چې د نړۍ د نفوسو ۲۲ سلمه برخه جوړوي، خو د نړۍ د فقر ۴۴ سلمه برخه تشکیلوي. تل دزبښاک د استحصال او جبر پر اساس د ژوند د لوړو معیارونو، قدرونو، پوهنې، اخلاق، واک او بیان ازادی څخه لرې ساتلی شوی ده. د دغه نړۍ په اړه زبښاک زیار باسلی دي، چې
تل دغه سیمي د خپلو ناواړه کړونو په خاطر وځپي، او بل دا چې د یو ګوډاګې دولت تر چهتر لاندې وساتلي شي. چې چرته تش په نوم د ډیموکراسې تبلیغات د خپلو چالاکو ګوډاګیو رسنیو، وسایلو او ادارو له لارې خپلو وګړیو د تیر باسلو، د بشریت خوښو د خوشحالولو په خاطر، ځان ښودنی او تر ټولو زیات بیا
دا چې دا آلات دوی د خپلو اهدافو دي لاس ته راوړنی په خاطر په لاره اچوي.
په بیلابیلو سیمو کې د زبښاک مرګ د ځاي خلکو له لورې، دا مانا ورکوی، چې د زبښاک کړني او کارونه د عادي وګړیو له لورې هیڅ کله ندی ستایلي شوي.
بلکې پرضد یې دوامداره مبارزه شوی ده، پرته له هغو حالتو چې هلته د زبښاک ځايي ګوډاګیان راپیدا شوی دی، د زبښاک له لورې پروپاګند یا مذهب کارولی شوی دي. په افغانستان کې هم د زبښاک تاریخ له چا څخه پټ ندی، دا بیله خبره ده چې دغه د نړیوالي استحصال کوونکیوکمپانیو، نړیوال زبښاک او د ځاي ګوډاګیانو له لورې کله د ژبنیز تعصباتو جنګ، قامی جنګ، سمتي جنګ، داخلي جنګ او مذهبي جنګ په نوم یادولی شوی دي او یا کله په بل نوم یادولي شوې دي، البته هدف یې د افغانستان عادي وګړي له شُعورې شُعور او سولې څخه لرې ساتل دي.
خو پرته له هغو پوهانو چې د زبښاک ګوډاګیتوب نه کوی، هیڅکله د وسایلو جنګ، د اقتصاد جنګ، جغرافیایی جنګ او د مفاداتو جنګ د بره یادې شویو اصطلاحاتو پر بنسټ ندی نومولي شوی، بلکې مستقیما او په زغرده دوی ویلی دی، چې دا د دوی د مفاداتو، تورکاروبار او راکړې ورکړي جنګونه دي، چې په
تل کې یې ګټي خوندې دي، خو دوی دې ته ظاهرې نوم د مذهبي، قامي، سمتي او ژبنیز ورکوي. خو که څوک د دې اصطلاحاتو ملاتړ کوی او د تبلیغاتو لپاره یې لا زمینه برابروي نو بیا په اصل کې دا رنګه پوهه، نصاب او پوهان د ملت سره خیانت کوی، خشونت کوی او چپلوسې کوي.
د استحصال کوونکو ځایي اداري چې د دوی په مرسته رامنځته کیږی او په دوامداره توګه د دوی له لورې حمایه کیږی، دا لیاقت نلری چې په جدې توګه بدلونونه د خلکو د ژوند د ښه کولو په خاطر یا د وطنی ګټو ژغورولوپه خاطر خپلې ملي تګلاري جوړی کړي. په دا کې هیڅ شک نشته چې واکمن ځواکونه تل په خپله خوښه د ځایي کنټرول په خاطر ناواړه، وروسته پاتي، روایاتی او فرسوده نصاب، فکر، سیاست او کلتور تشکیلوی، چې په راز کې یې خپلی ګتي خوندی وي.
خو دا شیان د وخت په تیریدو د مادي ځواکونو لخوا او د ټولنې د مادي شُعور په اساس چې دوی ته په یو وخت کې رښتیا ښکاري، ورو ورو په بربنډیدو شي، او آخر د یو جدې او سخت غبرګون سره مخ شي. که چیرې په دا وخت کې د وخت یا زمان عناصر تشکیل شي او په خپل منځ کې راسره همغږې ولري، نو ټولنه ډیر ژر له دې پخوانی وروسته پاتي ټولنې څخه را ووځي او د دوښمنانو په پیژندلو سره بلې نوي ټولنې ته ټوپ واچوي، د یادونې وړ خبره ده، چې ټولنه دلته د ډیرو لویو لویو مخفي چاودونو(ډیالیکټي فلسفه) سره مخامخ کیږي، ، خو که چیرې عناصر ړنده، کوڼ او غیر هماهنګ وی، نو بیا ټولنه لا وروسته لاړه شی،
خو البته د راتلونکې لپاره تجربه تر لاسه کړي، چې بیا دا ټوپ دومره کیفیتي او ځواکمن وی چې له ځان سره پاتي فکرې غلاظت او ګند د لا پرمختللي چټک ټولنې په تشکیلاولو سره په اوبو لاهو کړي، او د تل لپاره یې ورک کړي، نو بیا نوې فکرونه، تخلیقي عناصر او پرمختللي معصر عناصر سر اخلي چې
د ټولنې د چټک پرمختګ باعث ګرځي.
د افغانستان اوسني د ښوونځیو او پوهنتونونو نصاب ډېر د اندېښني وړ نصاب دی، زوړ، روایاتی، متعصب او له نوې دور څخه وروسته پاتی نصاب د وروسته پاتی افغانستان باعث ګرځي. زمونږ د فکرونو او تخلیق د وروسته پاتوالې او وراستوالې باعث ګرځي. که څه هم له ۲۰۰۱ء زیږدیز وروسته نوی حکومت د نیک
ټهایی او نړیوالو غونډو په ترڅ کې رامنځته شوی دی، د ښوونتونونو، پوهنتونونو او ښوونځیو په رامنځته کولو کې بریا شوی دي، خو په کیفیت یې کنترول موندلو کې ناکامه شوی دي. نن د کابل او د ځینو نورو ولایتونو په هره کوڅه کې یوشخصي ښوونځی، ښوونتون، تعلیمات عالی او پوهنتون شتون لري،خو کنټرول پرې نشته، ځوانان له دې ځای څخه د سلو سلو نمبرو په وړلو کامیابیږی، خو دا نه معلومیږی چې دوی د عقل تخم چرته کاري؟
د اسنادو له اخیستلو وروسته دا ځوانان کوڅه په کوڅه په بهرنیو موسسو کې د کار د لټولو په خاطر سرګردانه ګرځي، مایوسه کیږي، ستړي کیږي، غافله کیږي، خپلې کورنۍ ته پاتي راځي نو بیا خود هم دوی تخریب ته غاړه ږدي، داسې دا ځوانان او نیم روزلې عناصر د تخریب، کرکې او مایوسۍ په لورې ځي،
چې یا خو په خارج کې ځاني زیار په ډیره کم کچه خرڅولو ته اړایستلي کیږي او یا خو د طالب لالا په کور کې میلمه کیږي، چې بیا آیی-ایس-آيی پوهه شه او د افغانستان نیم جهمورې او مُلایي دولت پوهه شه!
په دا وخت کې نه محقیق، نه خلیلی، نه فهیم، نه کرزیی، نه ظاهر، نه دوستم او یا بل کوم قوماندان او مجاهد د دوی د بېکارې پوښتنه کوی، او نه دومره مرسته ورسره کولای شی، چې په دا تحصیل چې نوموړی پرې پنځه لاکه افغانی د خوړلو، سرپټولو او فیسونو په ورکولو مصرف کړی وی، په بدیل کې یې ورکړي.
خو دا مایوسه ځوان وی، او د موسساتو لټون وی، آخر دا ځوان تخریب، مایوسې او نورو کړونو تر څنګ دې ته هم اړ شی چې د یو ترجمان په هیڅ خپل ځان په خطر کې واچوی او د یو بی علمه، بد اخلاقه، شرابې، خونړی، لسم پاس امریکایی عسکر غلامی وکړی، دا ولې؟
په دا خاطر چې د دغه ځوان ګناه په خپلو ماتو ګوډو پیسو لسانس تر لاسه کول وو. خو د نړیوال زبښاک غلامۍ، پر وسایلو یې د یرغل، د واکمنی نه درلودو له امله نن په خپل هېواد کې بېکاره دي. په داسې صورت کې چې پر وسایلو او ځای یې بل خارجی کس ګمارلی شوی دي. چې په هغه پیسو د لسو افغانانو د کورونه بچیان د دریو وختونوډوډۍ د یومیاشت لپاره خوړلی شي. البته د رنګ، نسل، کار، هُنر اوځواک د بریالیتوب په ترڅ کې د ځایي خلکو کلتور او استعداد ته د واکمن ځواکمنو له لورې سپک کتلی کیږی، او ځایي خلک په روانی توګه تر اغیزی لاندې راځی او آخر په دا موافقه وکړی چې خارجیان له دوی څخه زیات باسواده، هوښیار او مسلکی دي. چې په حقیقت کې داسې نده!
زمونږ د ځوانانو په بېکاره کولو کې د موجوده نظام لوړی اداري هم سم لاس لري. دوی هیڅ کله زیار ندی باسلی چې د ځوانانو د مصروفه ساتلو لپاره مناسبې اداري او صنعت رامنځته کړي، چې ځوانان وکولای شي، خپل ځان پکې مصروف وساتي. البته د دوی د تخریب په خاطرناوالۍ زوړ نصاب، فساد، قاچاق،
تریاق، بې نظمې، لوړ فیسونه او بېکاری هغه عمده علتونه دی، چې افغان ځوانان یې فکر ته اړ باسلی دی، چې دا څه روان دي. زمونږ ځوانان نشی کولای چې د شخصي پوهنتونونو لوړ فیسونو ورکړي. دوی نشی کولای چې د بېکاری د ناسور تر څنګ د خپل کور، ناستی پاستی، ورځنیو مصارفو او درسي توکو د
مصارفو پټې یوړلي شي.
دشخصي پوهنتونونود کمیتی زیاتوالې له امله کیفیت ته ډیره سخته ضربه رسیدلی ده. دغه یو کاروبار ګرځیدلی دي، زده کړه په خپله د زده کوونکی لپاره کاروبار ګرځیدلی دي، زده کونکی په دا خاطر زده کړه نه کوی، چې وکولای شی، علم تر لاسه کړی، زده کونکی په دا خاطر انګلیسي نه زده کوی چې له دې ژبی څخه به علم خپلی ملی ژبو ته د خپلو د هېوادوالو د باسواده کولو په خاطر منتقل کړی، بلکې په دا خاطر زده کړه کوی چې وکولای شی، ښه معاش واخلی—– نو تخلیق او اختراع به له کوم ځاي څخه سر راپورته کړي؟
د شخصی پوهنتونونو کاروبار د وزارت لخوا ورکړی شوی قانوني کاروبار دي، چې غټ سنډاګان وکولای شي، کاروبار پکې وکړی، او په وزارت کې ناست مامورین خوشحاله کړی او که چرته د پوهنتون شاګردان شکایت کوی، کیفیت ښه نه وی، نو دا مامورین یا رئیسان راځي او د دغه پوهنتونونو له مشرانو د چای او څښاک پیسې اخلی، جیب ته یې اچوی او پاتی شکایت کوونکی شاګردان په خپل ځای پاتی
کیږي. خو وزیر صیب ناست خپلې ناستی په دا خاطر کوی، چې وزارت پر مخ یوسي،خو په حقیقت کې د دغه پرمختګ لپاره هیڅ پلان وجود نلری.
البته ټول وزارتونه او اداري د خلکو د تیرباسلو او ساعت تیرې لپاره یو ښه میلمستون دی، هغه د خارجېانو خبره چې په افغانستان کې داسي میلمستونونه هم شته دی، چې هیڅ پیسي نه اخلي، او د دې میلمستانونو نوم حُجره ده.
زمونږ چارواکو هم له وزارتونو او ادارو څخه حُجرې جوړي کړی دي، چې له هغه ځاي څخه واسطه درلودونکي شخص ته چاي نه ورکول، خپل توهین ګڼلي کیږي، خدایدې وکړي چې هر څومره ملي زیان هم رامنځته کیږي، چاي، خندا او له ملګري
سره بانډار کول، چاي څکل اړین څه د زم زم اوبه دي چې په دفترونو کې زاړه مامورینو ته په ګیلونو ګیلونو پراته وي.
که مونږ د خپل هېواد د کمیت او کیفیت کچه د نورو هېوادونو سره پرتله کړو، نو ډېر وروسته به راشو، د بیلګې په توګه پاکستان چې شمیر یې د افریقا په څیر وروسته پاتي هېوادونو کې کیږی، له افغانستان څخه د زده کړی په برخه کې ډیر ښه ښودلی کیږی، د بیلګې په توګه د پاکستان د یو شخصی پوهنتون د
شپږ میاشتنی فیس له پنځویشت زرو څخه لوړ نشی کیدلی، خو په کابل کې ناسته سنډاګان تش د دوه ساعتونو په ورځنی درس د شپږو میاشتو پنځوس زره افغانی اخلی، چې دا سراسر بی عدالتی او د وزارت ناتوانی ښایي، چې دوی کنټرول نه پرې موندلی شي.
د بیلګه په توګه د پاکستان یو دولتي پوهنتون بحریه چې په ۲۰۰۰ زیږدیزکال کې د بحری فوځ له لورې جوړ شوې دي، اوس محال په شخصی مصارفو مانا د محصیلانو په فیس ځان ساتي، د اقتصاد په څانګه کې دوه دیرش زره افغانۍ د شپږو میاشتو اخلی، د کمپیوټر او انجنیری په څانګو کې د شپږو میاشتو فیسونه یې ۳۶ زره افغانی دی او د حقوقو د څانګې فیس یې ۲۵ زره افغانی ده.
چې ټول استادان یې د افغانستان د استادانو په څیر لسانس یا دولسم پاس ندی بلکی دوکتوره درلودونکي پروفیسران دي.
هېوادوال کولای شی، چې د ثبوت په خاطر د دغه پوهنتون لاندنې ویب پاڼی ته رجوع وکړئ، تر څو وکولای شي، د فیسونو بیه ورته معلومه شي. [۱]
http://www.bahria.edu.pk/newSite/home.php?catId=585
همداسې یو بل پوهنتون چې لومړی یونیورسټي اف اسلام اباد نومیدل اوس یې
نوم ورته بدل کړ، قایداعظم پوهنتون دی چې د پاکستان په کچه تر ټولو وتلی
پوهنتون دي. د آسیایی هېوادونو په سلو پوهنتونونو کې په ۴۶ نمبر دی، او
د نړۍ په ۵۰۰ پوهنتونونو کې په لوړو پوهنتونونو کې شمیرلی کیږی. څه د
پاڅه ۲۷ پوهنځي لري، چې له لسانس څخه تر دوکتوره پورې پکې زده کړی کیدالی
شي، همداسې د دغه پوهنتون استادان ۸۰ سلمه دوکتوره لرونکې پروفیسران دي.
د دغه پوهنتون فیسونه هم د کابل له ډیرو شخصي پوهنتونونو کم دی، دبیلګه
په توګه هغه شاګردان چې د خپل استعداد له لورې داخله اخلی، د شپږو میاشتو
د لومړی سمسټر ۱۷۰۰۰ افغانی فیس ورکوی، د دویم سمیسټر ۱۵۰۰۰ افغانی
فیس ورکوی. همداسې هغه ځوانان چې په شخصی توګه درس ویل غواړی د کال ۸۰۰۰۰
افغانی فیس ورکوی. د فیسونو کچه معلومولو لپاره لاندنې ویب پاڼه د ثبوت
په توګه وړاندې کیږی.[۲]
د پاکستان د شخصی پوهنتونونو څخه یو پوهنتون اقراء هم دی، چې د اقتصاد،
کمپېوټر او تجارت په څانګو کې یې د شپږو میاشتو سمسټر فیس ۱۸۰۰۰ افغانۍ
جوړیږی. همداسې د کم سیټ، پرسټن، اسرا، ضیاالدین او نورو شخصی پوهنتونونو
فیسونه له دې لږغوندې لوړکیدلی شي، خو زیات نه. البته یو خبره شته، چې د
پاکستان د پوهنتونونو نصاب هم هغومره متشدد، زوړ، روایاتی پرست، متعصب او
غیر معصره دی، څومره چې د افغانستان دي.
دا خبره کول به سهوه نه وی، چې د پاکستان د وروسته پاتی نصاب څخه د
افغانستان د شخصی پوهنتنونو نصاب هم چمتو شوی دي. دا نصاب چې څومره د
پاکستان د ځوانانو لپاره خطرناک دی، هم دومره د افغانستان د ځوانانو
لپاره هم خطرناک دي، چې دا په یوه پلان شوی پلان په مخ بوتلی کیږی، خو
زمونږ وزارت اوده دی، هغه په دا چې نه غواړی د ایران یا د پاکستان د
وراسته نظام تعلیمي نصاب مخه ونیسې. البته په بربنډه توګه د ایران او
سعودي مسابقي ته لاره هواریږي، تر څو دوی وکولای شی، چې د افغانستان
ځوانان په فکرې توګه وځپي او خپلې موخو ته پکې ورسیږي، باور لرم، چې شلو
کالو وروسته به دلته دسخت دریزې دومره لوی لوی بریجونه جوړ شي، چې ماتول
یې څنګه نن پاکستان ته مشکل شوې دي، همداسې افغانستان به هم مشکل شي.
رابه شوو، د نړۍ د ډیموکراسي کور هند ته! چې په خپل ذات کې د سلګونو
مذهبي، قامي او ژبو کور دي، خو ځان له یې نیم فیدرالي حکومتي نظام په
ټاکلو سیکولر نظام خوښ کړي دی، او د هر قام، ژبې او مذهب درلودونکي ته یې
بشپړه اجازه ورکړي ده، چې خپلې د ژوند چارې او دودونه په خپله خوښي تر
سره کړي. د لوړو زده کړو په ډګر کې د خپلو هېوادوالو تر څنګ خارجي
ځوانانو لکه افغانانو، مالدیپ، افرایقه، سوډان او نورو عربي هېوادونو
ځوانانو ته یې د زده کړي زمینه مساعده کړي ده، خو فیسونه یې زمونږ څخه د
اقتصاد، طب، کمپیوټر، حقوقو او نورو پوهنځیو څخه څو چنده کم دي.
هندپه ټوله اروپا کې د آسیا په ټولو هېوادونو کې ۸۰ سلمه ډاکټران لري، د
بیل ګیټ په کمپنۍ کې ۵۰ سلمه کارګران هندوان دي، د هند ۵۰ سلمه نفوس د
ټیکنالوژۍ سره بشپړه بلدتیا لري، لوی لوی لیکوالان لکه ایم-این- راي،
رادهه کرشنه، کالي داس، مولانا عبدالآزاد خان، عبدالکلام او نور لوړ لوړ
زامن یې د سیاست، ادبیاتو او ټولنپوهني په څانګه کې پیدا کړي دي، خو دا
به منو چې د دغه مدرسو فیسونو زمونږ له مدرسو یا پوهنتونو کم دي.
د بیلګي په توګه د هند د ګال ګوټیس پوهنتون د فارمسي بشپړه کالنۍ فیس
۷۷،۰۰۰ دي. چې ټول پروفیسران یې دوکتوره لرونکي دي. د ثبوت لپاره کتلی
شي، [۳]
http://www.galgotiasuniversity.edu.in/course_fee_structure.aspx?mpgid=32&pgid=32&lid=1&courseid=31
همداسې د وې- آیی-ټې مانا ولور انسټیټیوټ آف ټیکنالوژی فیسونه وګورئ،
کمپیوټر کې د لیسانس فیسونه چې ټول پروفیسران یې دوکتوره لرونکي خارجي
استادان دی، د کال ۴۰،۰۰۰ دي. چې په دا کې هر څه شامل دي، لکه داخله، د
کتابتون مصارف. همداسې په اکونټېنګ کې د لیسانس کالنۍ فیس ۴۰،۰۰۰ دي. په
تجارت کې د لیسانس فیس ۳۵،۰۰۰ دي. په اقتصاد کې د لیسانس فیس ۴۰،۰۰۰ دي.
د یادونې وړ خبره ده، چې دا فیس په هندې روپۍ کې دي. چې زمونږ له شخصي
پوهنتونونو فیسونو څخه په کیفیتي، درسي، آسایشو، تحصیلي کچه ۶۰ سلمه ټیټ
فیس او ۸۰ سلمه ښه سټنډرډ ښوونکي او اداره لرونکي پروسونل لرونکي
پوهنتونونه دي. لوستونکي د ثبوت په خاطر لاندنې بریښنا لیک ته لاس راسي
کولاي شي. [۴]
http://www.vit.ac.in/Admissions/Fee_structure.asp
په داسې حالات کې چې د هېوادپه ۶۰ سلمه ځوان نفوس کې ۷۰ سلمه ځوانان
بېکاره، ۸۰ سلمه بېسواده او ۹۰ سلمه د ژوند څخه مایوسه دي، دا حال وی، نو
هېواد به څرنګه د تخلیق، ودې، نیکمرغۍ، سوکالۍ او سولې په لورې وکوچیږي؟
او بل لورې ته زمونږ په پلازمینه کابل کې ناست وزارت له شخصی پوهنتونونو
دا پوښتنه نشی کولای چې دوی د افغانستان راتلونکې نسل بچیانو ته څه ښایي،
څومره ښایي، څومره فیسونه اخلی، او یا دا چې دومره ظلم ولې کوی؟ فقط د
پنځوسو سلیډز درس او د دریو میاشتو سمسټر د ۵۰ یا ۶۰ زره افغانیو په بیه
څنګ تاسو خرڅوي؟ او بل دا چې آیا دا فیس د افغانستان بچیان زغملی شي؟
یو لورې ته خو افغان ځوانان په کانکور کې د واسطه نه لرلو له امله بې
نتیجې پاتي کیږي، او بل لورې ته وزارت د خپلو قوانینو په رڼا کې له
سنډاګانو یو لاکه شل زره ډالر او د کور قواله اخلی او د استحصال جواز
ورکوي، چې چرته د غریب بچی د پیسې د نه درلودولو له امله درس نه ویلی شي،
که چرته لیسانس واخلي هم، نو زیات شمیر یې ساده په ساده او بې علمه څه چې
له مخکې څخه هم ورانکار، بدمعاش، بې او اخلاقه، ولې چې زمونږ دا
پوهنتونونه واحد پوهنتونونه دی، چې چرته د ازمویني په خونه کې له دوی څخه
دا نه پوښتلی کیږي، چې دوی ولې نقل کوی، کتابونو یا د موبایل په مرستي
ولې ځوابې پاڼي ډکوي؟ په داسې صورت کې چې ۲۲۰۰ کاله وړاندې که چیرې یو
ځوان د نقل کولو په حالت کې به ونیولي شول، نو دې ته به دمرګ یا بله کومه
لویه جزا ورکوله کیدله. خو نن که چیرې استاد شاګرد ته دا ووایي چې دا سمه
خبره نده، نو سم په هغه وخت کې چاقوان دی یا بوکس پنجه- – – – — – – –
له دې هم سخته او بې شرمه خبره دا چې د قوماندانانو زامن خو جواز لري، چې
له باندې څخه شراب وڅکي او په ټولګۍ کې کښني او زمونږ د پښتونخوا استادان
د ناآرامۍ ښکار کړي. ډېر په خواشینې سره ویلی شوو، چې دلته راتلونکې زیات
شمیر ځوانان د مالدارو کورنیو، قوماندانانو او رئیسانو زامن او لورګاني
دي، چې هیڅ اخلاق او چوکاټ نلري، چې له امله یې د پښتونخوا په استادانو
کې دا خبره عام ده، چې د کابل زده کوونکي عیاش، بدمعاشان او بې اخلاقه
زده کوونکي دي.
دا چې وطن په غم ککړ، لوټي لوټي، باد باد او ځپلي شوی دي، باید له پیل
څخه داسي ډبره کیښودلي شي، چې چرته تخلیق کوونکي زامن را پیدا شی، فکرونه
راپیدا شي، لوړې کوپرۍ را پیدا شي، او د بدمعاشو، بد اخلاقه اوتخریب
کوونکوفکرونه مخنیوي وشئ، ولې چې که داسي خلک را پیدا شي، نو هېواد به په
پیړیوپیړیو د فکرې غلامۍ کاندې ته ور واچوي! مونږ باید افغان وطن ته په
زښت درنښت وګورو.
تر څو چې د فرهنګ او تمدن خبره ده، نو همدا خاوره او جغرافیه وه، چې له
کوم ځاي څخه ابوریحان البیروني (۱۰۳۰- ۹۷۰ء) وکوچیدل او نوموړی د محمود
غزنوي سره هندوستان ته راغل او دلته یې له پنډتو څخه سنسکرت زده کړه، او
د هندو مذهب او فلسفي مطالعه یې وکړه چې وروسته یې کتاب الهند په نامه یو
کتاب هم ولیکل چې په دا کې د هندوانو په عقایدو، دودونو اوفلسفي افکارو
باندې ډېر غني معلومات شته دي. نن یې هم هندوان مننه کوي.
همداسې د زردشتیانو په سوله خوښه کور بلخ کې سهیل بلخې را وزیږدل او د
نړۍ لومړی نقشه یې په جغرافیایي توګه نړۍ ته را وړاندې کړه. عبدالرحمان
جامي او جلال الدین بلخې که څه هم له فلیطونیس څخه اغیزمن وو، خو نړۍ ته
یې په ډیره خوا خوږې د بشر د ژغورني درس ورکړ. چې نن یې هم پر ویاړ خلک
اعادوي کوي.
نن افغان ځوان باید فکر وکړئ، چې دي په خپله او جغرافیه یې چرته ولاړه
ده، دې څه کوی، ټولنه کوم لورې ته روانه ده، واک د چا په لاس کې دي، لوړه
طبقه، ځپلې طبقه او پوهنه له یو بل سره څومره توپیر لري؟ د دوی سرنوشت له
کوم تاریخ او نصاب څخه ټاکلی کیږي؟ آیا موجوده نظام او اداري کولای شي،
چې د دوی د مساویانه او منصفانه ژوند تضمین ورکړي؟ آیا دا نن د ایران او
عربي هیوادونو په مرسته چلیدونکي مدرسي او پوهنتونو کولای شي، چې د دوی
په وطن کې تخلیق ته لاره هواره کړي؟ دوی په فکرې، مادي، فلسفي، ساینسي او
ټولنیزه توګه له ګاونډیانو او نړیوالو سره سیال کړي؟ د دوی د نفاق،
بدمرغیو، ګډوډیو، سمتي، ژبنیز او قامي تعصباتو مخنیوۍ به وکړي شي؟ که نه
نو څه پکار دئ؟ آیا دا اداري، دا نظام، دا چارواکي، خارجیان او مړه
رُوحونه چې ګټه یې فقط یوې مخصوصي طبقې ته ورسیږي، لرې کول ندی پکار؟
ماخذ
۱-بحریه پوهنتون، اسلام آباد، له ویب پاڼي څخه
۲-قایداعظم پوهنتون، اسلام آباد، له رسمي دولتي پاڼي څخه
۳-ګلاکوټیس پوهنتون، هند، له رسمي ویب پاڼي څخه یې او په هند کې میشت د
یو ملګري له خُلې
۴- ولور انسټیټیوټ آف ټیکنالوژی، هند