تېره ورځ په انګلستان کي د رايل سروسز تحقيقاتي مرکز د طالبانو په اړه راپور خپور کړئ و چي ګواکي طالبان دې ته حاضردي چې له امریکايانو سره دخبرو په ترڅ کې به دامريکايانو موجوديت په افغانستان کې تر ۲۰۲۴ م کاله ومني ، په دې راپور کي راغلي دي چي ملامحمدعمر اخند د حامدکرزي د استعفا او بهرنيانو د وتلو په صورت کي د سولي خبرو او د امريکې سره اړيکو جوړولو ته تيار دي په دې شرط چي اسلامي ارزښتونو او د افغانستان استقلال ته به ددرناوی کوي .
دطالبانو دواړو ويندويانو قاري يوسف احمدي او ذبيح الله مجاهد د رايل سرويسز تحقيقاتي مرکز دغه راپور رد کړ هغه يې بي حقيقته او له ريښتيا خورا ليري وباله.
ذبيح الله مجاهد وايي طالبان هيڅ داسي کوم پلان نه لري چې امريکايي يرغل دې ديوې ورځې لپاره هم په افغانستان کې ومني ، زموږ دین ، ملی ګټې ، ملی غرور او ارزښتونه ددې اجازه نه راکوي چې له امريکايانو سره هيڅ ډول غير مشروع معامله وکړو او ديرغل ددوام سره دې توافق وکړو .
نوموړئ وايي دغه په نامه تحقيقاتي مرکز خپل راپور دڅو دعوا شوو مجهولو څيرو دخبرو په حواله تیار کړې چې موږ يې تش درواغ بولو چې داسې حرکات د استخباراتي کړيو لخوا دخپلو ولسونو او هم د دوی د ماتې خوړلو عسکرو دمورال لوړولو په موخه ترسره کيږي .
افغان دولت تر اوسه پوري ددغه راپور په اړه خپل دريځ نه دی څرګند کړئ ، په راپور کي ويل سوي وه چي د راپور چمتو کولو لپاره ملامحمدعمراخند ته له نژدې کسانو سره پوښتني ګروېږني سويدي .
د يادوني وړ ده چي دوه کاله مخکي هم د طالبانو د استازي په نوم يوه دکاندار چي د ناټو په الوتکه کي تر کابل پوري رسول سوئ و ، د افغان دولت او بهرنيانو څخه څو مليونه ډالره اخستي و چي وروسته افغان دولت پخپله ومنله چي تېر ايستل سوئ و .
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه