نن سهار د بګرام هوايي ډګر تر راکټي بريد لاندي راغئ چي له امله يې د افغانستان د ملي اردو ۴ سرتيري وژل سوي او يوې څرخکي ته زيان رسيدلئ دی . دا پېښه د امريکايانو څخه افغان دولت ته د بګرام په هوايي ډګر کي د ۳۰۰۰ زندانيانو د سپارلو په دوهمه ورځ رامنځته سوه .
په بګرام کي ۳۰۰۰ جنګي او سياسي زندانيان ساتل کېږي چي ۵۰ تنه يې بهرنيان او نورټول افغانان دي چي د تېرو ۱۱ کلونو په جريان کي په بېلابېلو پېښو کي نيول سوي دي .
طالبانو د دغه راکټي بريد پړه پر غاړه اخستې ده او وايي چي تېره شپه يې پر باګرام هوايي اډه پرله پسې راکټي بريدونه کړي دي ، ذبيح الله مجاهد لراوبر ته وويل چي په دغو بريدونو کي امريکايي سرتېرو ، افغان استخباراتي کارکوونکو ته د مرګ ژوبلي تر څنګ نظامي الوتکي هم زيانمني سويدي.
دوې اوونۍ مخکي په ورته بريد کي د امريکا د لوی درستيز الوتکه د راکيټ هدف ګرځېدلې وه چي ۳ تنه امله يې زخميان سوي وه خو لوی درستيز له الوتکي وتلئ و .
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه