پېښور:چارواکي وايي د تېرو درې ورځنيو سېلاوونو په پايله کې لږ تر لږه اته اويا کسه مړه شوي دي.خيبر پښتونخوا او کشمير هغه سيمې دي چې تر نورو ډېرې ځپل شوي او د تلفاتو لويه شمېره هم د همدغو سيمو ده.ځپل شويو برخو ته د مرستو په موخه سلګونه خېمې او کيږدۍ استول شوي دي.
چارواکي وايي سره له دې چې حکومت خلکو ته له ټيټو سيمو د وتلو خبرداری ورکړی بيا هم خلک هلته اوسېږي.د هوا پېژندنې ادارو اټکل کړی چې په راتلونکو دوو ورځو کې به هم په دغو سيمو قوي بارانونه وشي.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه