کور / تازه خبرونه / حضرت صاحب صبغت الله مجددي روغ رمټ دی

حضرت صاحب صبغت الله مجددي روغ رمټ دی

د دوشنبې په ماخستن د فيسبوک په بېلابېلو ګروپونو کي داسي خبرونه خپاره سول چي ګواکي حضرت صبغت الله مجددي د زړه د حملې له امله د ناروې په يوه روغتون کي تر بېړنۍ څارني لاندي نيول سوئ دی .

په سويډن کي ازاد خبريال وارث خان هوتک دشپې ناوخته لراوبر ته وويل چي ښاغلی مجددي د زړه ناروغۍ له امله په حق رسيدلئ دی .
لراوبر ته په کابل او ډنمارک کي د بېلابېلو منابعو سره تر اړيکو وروسته څرګنده سوه چي ښاغلی حضرت صاحب صبغت الله مجددي روغ رمټ او د خپل هيواد او خلکو په خدمت بوخت دی .
وروسته ازاد خبريال وارث خان هوتک هم ومنله چي د ښاغلي مجددي صاحب په اړه ناسمه اطلاع ورته رسېدلې وه .

حضرت صبغت الله مجددي په ۱۹۲۵ عيسوي کال زېږېدلی دی ، د مصر د الظهر پوهنتون څخه فارغ التحصيل او بيا يې د کابل په حبيبيه ليسه کي د ښوونکي په توګه دنده ترسره کړه .
د پنځوسمي لمريزي لسيزي په وروستيو کي د ځينو سياسي مخالفتونو پر اساس درې کاله زنداني سو . د ثور ۷ کودتا پر مهال يې د کورنۍ غړي ووژل سول خو پخپله چي په بهر کي وو ژوندی پاته سو .

په ۱۹۷۹ کال کي يې د ملي نجات جبهه تاسيس کړه او په ۱۹۸۹ کال په پېښور کي د افغانستان د عبوري حکومت ريس وټاکل سو ، په افغانستان کي د ډاکټر نجيب الله د کمونسټ پلوه رژيم تر سقوط وروسته د ۱۹۹۲ د اپريل څخه د ۱۹۹۲ د جون د مياشتي پوري د افغانستان د جمهور ريس په توګه پر دنده پاته سو .
د ولسمشر کرزي دواکمنۍ پر مهال يې د لويي جرګې او مشرانو جرګې مشري کړېده .
نوموړي ته په افغانستان کي د سياسي او مشر جهادي شخصيت تر څنګ د يوه روحاني شخصيت په سترګه کتل کيږي .