( دوشنبه د وږی ۲۰ مه ) د اریوب ځاځیو په ولسوالۍ کی د وسله والو مخالفینو ( طالبانو ) پرضد ملی پاڅون پیل شو ، دا خبره د پکتيا والي وياند روح الله سمون لراوبر ته وکړه .
د نوموړي په وينا د پاڅون اصلی موخه داده چی بهرنی او هغه وسله وال له خپلی سیمی وشړی چی ددوی مشران ، علما ، استادان او قومی مشران نه پریږدی او یو په بل پسی وژني خو نوموړي دا نه دي ويلي چي ولي دولت د مخالفينو پر وړاندي ونه دريدئ چي ولس د پاڅون اړتيا وليدله . د پکتيا والي وياند ددغه پاڅون لامل د اريوب ځاځيو ولسوالۍ د يوې ديني مدرسې مشر ظهورالدين او قاري عبدارزاق وژنه بولي نوموړي يوه ديني مدرسه درلوده.
دا په داسی حال کی ده چی مخکی تر دی په غزنی ، فاریاب ، ننګرهار او لغمان کی هم دی ته ورته پاڅونونه شوي دي چي د خپلواکۍ په اړه يې تر اوسه پوري په رسنيو کي ضد او نقيض بحثونه کيږي .
کارپوهان اندېښنه لري چي که د پاڅون کوونکو په نامه عامو خلکو ته وسلې او پيسې په واک کي ورکړه سي ښايي تر ۲۰۱۴ وروسته دغه ډلي يو ځل بيا کورنۍ جګړې په رامنځته کېدو کي وکارول سي .
ځيني نور بيا پر دولت او نړيوالو نيوکه کوي چي امريکا غواړي پښتون ولس د طالبانو سره لاس او ګريوان کړي چي دوی د طالبانو له حملو څخه نجات پيدا کړي .
دولت او بهرنيانو تل د پاڅون کوونکو په رامنځته کولو او تقويه کولو کي لاس لرل رد کړي دي .
بله خوا طالبانو په بېلابېلو اعلاميو کي پاڅون کوونکي د محلي پوليسو او اربکيانو د پروسې نوی پړاو بللی دی او پر امريکا تور لګوي چي په افغانستان کي د بې اعتمادۍ په خپرولو سره خپلو موخو ته د رسېدلو هڅه کوي .
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه