طالبان ادعا کوي چي د کجکي ولسوالۍ د مرکز او شاوخوا امنيتي پوستي يې تر پنځه ورځنۍ جګړې په ترڅ کي نيولي دي ،ذبيح الله مجاهد لراوبر ته وويل چي په دې نښتو کي ۲۴ ملي پوليس وژل سوي ، ۴ طالبان زخميان او يو شمېر وسلې او مهمات ددوی لاسته ورغلي دي .
د هلمند والي وياند داود احمدي د لراوبر سره په ټيلفوني اړيکه کي د طالبانو پورتنۍ ادعا رد کړل او يې وويل چي په سيمه کي د افغان او ايتلافي ځواکونو ګډ تصفيوي عمليات جريان لري ، کومي سيمي چي د مخالفينو له شتون څخه پاکيږي افغان سرتېرو ته سپارل کيږي ، پرون سهار او نن سهار طالبانو پر هغو پوستو بريد کړی و چي تازه افغان ځواکونو ته سپارل سوي وې ، افغان ځواکونو دغه دواړه بريدونه شنډ کړل او دولتي ځواکونو ته هيڅ ډول مرګ ژوبله نده اوښتې .
د ذبيح الله مجاهد په وينا دغه بريدونه د کجکي وسلوالۍ په مرکزي برخه کې په آزان ناوه ، کشتيوان ، لوی مانده ، لوی هديرې ، ميان رودي او زنګله سيموکې په هغو پوستو او امنيتي قرارګاوو شوي چې په دغو سيموکې يې موقعيت درلود ، دبريدونو په نتجه کې ديادو ځايونو ټولې پوستې او نظامي مراکز له منځه تللی او دښمن له يادو سیمونه تيښته اړکړل شوي ده .
په سيمه کي د خپلواکو سرچينو د نستوالي له امله ددولت او طالبانو د ادعاو تايېدول ستونزمن کار دی .
کجکي د اوبو بند او برېښناد توليد فابريکې په لرولو سره د کندهار په ګاونډ کي د هلمند ولايت اړوند ستراتيژيکه ولسوالي ده ، په دې سيمه کي د امنيت رامنځته کېدل لږ تر لږه د کندهار او هلمند ولايتونو ته برېښنا ورکولای سي .
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه