کور / تازه خبرونه / يکتيا: د ماين په چاودنه کي يو ملکي وګړی ووژل سو

يکتيا: د ماين په چاودنه کي يو ملکي وګړی ووژل سو

( دوشنبه د وږی ۲۰ مه ) د پکتیا ولایت مرکزی ښار د ګردیز په ګردیزی نومی سیمه کی یو ماین چی په یو بایسکل کی ځای پر ځای شوی وو و چاودید چي يو ملکي وګړی يې وواژه او د يوه لس کلن کوچني په ګډون درې کسان پکښي زخميان سويدي.

د پکتيا والي وياند روح الله سمون په وينا دغه برید چی ظاهرآ هدف یی د پولیسو موټر وو خو پولیسو ته پکښی کوم زیان نه دی، نوموړی وايي چي د پېښي په تور يې څوک نه دي نيولي .

د ماين پاکۍ د بېلابېلو موسسو د هڅو سربېره اوس هم په افغانستان کي د شوروي اتحاد د يرغل د مهال څخه زيات شمېر ماينونه پر خپل ځای پاته دي خو د امريکې سره د جګړې پر مهال د جګړې بېلابېلو اړخونه په پرله پسې توګه د يو بل پر ضد د مځکني ماينونو څخه کار اخلي چي په دې وروستيو کي يې په بېلابېلو پېښو کي عام وګړي قرباني کيږي . که څه هم طالبان د بهرنيو ځواکونو او دولتي قواو پر ضد د ماينونو پر استعمال اعتراف کوي خو پر دولت او بهرنيانو هم تور لګوي چي پر لويو لارو ماينونه اېښولو څخه دطالبانو پر خلاف استفاده کوي ، دولت او بهرنيانو هر ځل دغه تورونه رد کړيدي .