کور / تازه خبرونه / ۳۱۸ زده کوونکي د ادارې او حسابدارۍ انسټيټوټ څخه فارغه سول

۳۱۸ زده کوونکي د ادارې او حسابدارۍ انسټيټوټ څخه فارغه سول

د پوهنې وزارت د تخنيکي او مسلکي زده کړو معینیت د ادارې او حسابدارۍ انسټیټیوټ د شپې له اړخه د اتمې دورې زده کوونکي فارغ کړل.

په هغه مراسیمو کې چې نن د همدې زده کوونکو د فراغت په ویاړ جوړ شوي ول، د تخنيکي او مسلکي زده کړو معین وویل که څه هم یوه خوا په هیواد کې د جنګ او وژنې خبرونه راځي، بل خوا د پوهنې او پرمختګ خبرې کیږي.

ده ټولو زده کوونکو او د هغو کورنیو ته مبارکي وویله او ویې ویل چې دا زده کوونکي عملی ډګر ته راوځي او د هیواد په انکشاف او پرمختګ کې ونډه اخلي.

نوموړي زیری ورکړ چې په راتلونکې کال کې به د دوولسم ټولګیو د فارغینو شمېر درې سوه زره ته ورسیږي او د لوړو زده کړو وزارت باید هڅه وکړي چې دا فارغین جذب او لوړې زده کړې ورته مهیا کړي.

ښاغلي ننګ دا هم وویل چې په راتلونکې کال کې موږ د خپلو انسټیټیونو د بهبود او معیاري کېدا او د ظرفیت پر لوړېدا کار کوو، او د دې تر څنګ به زموږ د انسټیټیونو شمېر ۱۰۰ ته ورسیږي.

د ادارې او حسابدارۍ انسټیټیوټ امر رحمت الله سلیمانخېل ټولو زده کوونکو ته مبارکي وویله او ژمنه یې وکړه چې په راتلونکې کې به هم د خپل انسټیټیوټ په پرمختګ او د زده کوونکو په ښه روزنه کې هڅې کوي.

د دغو فارغ شویو زده کوونکو شمېر ۳۱۸ تنه دی چې ۳۱ یې ښځینه دي، د دغو فارغ شویو زده کوونکو اتیا سلنه یې دا مهال دولتي کارکوونکي او پاته یې په خصوصي سکتور کې کار کوي چې په خصوصي بانکونو او شرکتونو کې په دندو بوخت دي.

د ادارې او حسابدارۍ انسټيټیوټ په ۱۳۴۰ کال کې تاسیس شوی چې تر دې مهاله یې ۲۰۰۰۰ زده کوونکي ټولنې د خدمت لپاره وړاندي کړي دي.

دا مهال په دې انسټیټیوټ کې ۴۰۰۰ زده کوونکي په زده کړو بوخت دي چې په درې وختونو کې سهار، ماپښین او شپې له خوا د ادارې او حسابدارۍ برخو کې له مسلکي ښوونکو زده کړې ترلاسه کوي.

په ۱۳۸۱ کال کې په دولتي او نورو ادارو کې د مسلکي کسانو د نه شتون په خاطر دې انسټیټیوټ وپتیله چې د شپې له خوا د دولتي او خصوصي کارکوونکو د وړتیاوو او ظرفیت د لوړاوي په موخه د شپې له خوا هم زده کړې پیل کړي.

او نن د شپې له خوا د زده کوونکو اتمه دوره فارغینو خپل سندونه ترلاسه کړل.

دغه فارغین به په خپلو ادارو کې د خپلو ترلاسه شویو زده کړو په مټ وکولای شي، چې د خپلو کارکوونکو او ادارو کاري ظرفیت لوړ او هېوادوالو ته د لا ډېر خدمت جوګه شي.