پاړه چنار: د کرمې د پاړه چنار په کشمیر بازار کې یوې زورورې بمي چاودنې تر شپيتو ډیرو وګړو ته مرګ ژوبله واړوله.د راپورونو له مخې چاودنه نن د دوشنبې په ورځ ماسپښين مهال د پاړه چنار ښار په مرکزي برخه کې د خلکو د ګڼې ګوڼې په یوه سیمه کې وشوه.یوه ځايي امنيتي مسوول چې نه یې غوښتل نوم يې واخیستل له رسنيو سره په خبرو کې د پینځو تنو د مرګ او څلویښتو نورو د ټپي کیدا راپور تائيد کړ خو زیاته يې کړه چې اصل شمیر تر دې هم لوړیدی شي.دغه چارواکی وايي چاودنه په هغه موټر کې وشوه چې د پاړه چنار په چرګانو چوک نومي څلور لارې کې درول شوی و.دنوموړي د معلوماتو له مخې چاودنه د ملکي خلکو د ګڼې ګوڼې په سیمه کې شوې او یوشمیر ودانیو ته يې هم زیان اړولی.په عین حال کې په پاړه چنار کې د ځايي روغتون چارواکورسنیو ته ویلي، چې د چاودنې د قربانیانو اصل شمیر تر شپيتو لوړ دی، چې ډیری يې پکې سخت ټپيان دي. رسنۍ د پاړه چنار د ولسي روغتون د سرچینو له خولې راپور ورکوي، چې تر دې دمه دغه روغتون ته د پينځو تنو مړي او پینځه پنځوس تنه نور په ټپي حالت کې لیږدول شوي دي.د نننۍ چاودنې په باب وروستي راپورونه وايي، چې د پيښې ډيری قربانیان شعیه ګان دي خو پخپله شعیه ګانو لا په دې باب څه غبرګون نه دی ښودلی