کور / تازه خبرونه / طالبان دباجوړ له سالارزيو ووتل

طالبان دباجوړ له سالارزيو ووتل

باجوړ: پاکستاني پوځي چارواکي وايي چې له ډېرو ورځو جګړې وروسته د دغه هیواد امنیتي ځواکونو له باجوړ څخه طالبان په شا تمبولي دي.د راپورونو له مخې پاکستاني طالبانو، چې د امریکا او پاکستان تر فشار لاندې دي، د پاکستان له پوځ سره څه باندې دوې اوونۍ په سالارزو کې مقاومت وکړ.حکومت وايي چې په دې جګړه کې تر سلو زیات کسان وژل شوي دي.پاکستاني چارواکي په باجوړ کې دا شحړه په افغانستان کې د طالبانو له پناه اخیستلو سره تړي. پاکستان وايي چې له افغانستانه د دغه هیواد خاورې ته د طالبانو د اوښتو او پر پوستو د حملو موارد زیات شوي دي.پاکستان د افغانستان او ناټو له پوځیانو غوښتي دي چې په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو پرضد لا زیات عملیات وکړي.په باجوړ ایجنسۍ کې د پاکستان د مرکزي حکومت سیاسي استازي(پولیټیکل ایجنټ) جهانګیر اعظم وزیر وویل چې د پاکستان امنیتي ځواکونو بالاخره وسله وال سخت دریځي له سیمې څخه په شا وتمبول.ده اعتراف وکړ:«د توقع خلاف سخت دریځو دا ځل سخت مقاومت وکړ، خو بالاخره زموږ امنیتي ځواکونه د سالارزو له رضاکارو ملېشو سره بریالي شول چې هغوی له سیمې وباسي.»د باجوړ د سیمې لپاره د پاکستان د مرکزي حکومت استازي ادعا وکړه چې په دې جګړه کې لږترلږه ۸۰ طالبان، ۱۸ ملکیان، ۱۲ طالبان ضد ملېشه او ۸ پوځیان وژل شوي دي.د ده په وینا ۱۳ نور عسکر بې درکه دي خو ګومان کېږي چې د طالبانو لاس ته به ورغلي وي.په سیمه کې د جګړې له پای ته رسېدو سره په سلګونو کسان، چې مجبوره شوي وو کور- اور پرېږدي او پولې ته څېرمه پناه واخلي وتوانېدل چې بېرته د خپلو کورونو په لور وخوځي خو پولیټیکل ایجنټ وايي تر هغو چې سیمه پوره نه وي تصفیه شوې او د طالبانو د موجودیت وېره نه وي ختمه شوې د سیمې اوسېدونکي به پرې نږدي چې خپلو کورونو ته لاړ شي.په سلګونو نور بې ډوډۍ او خوراکي موادو په خپلو کورونو کې بند پاتې ول. د سیمې یوه اوسېدونکي حکمت جان، چې په کمبت کلي کې بند پاتې شوی و، وویل:« موږ له خپل کوره وتلی نه شوای، ډارېدو چې سخت دریځي به مو یرغمل کړي او یا به په جګړه کې ووژل شو او یا به بالاخره له لوږې مړه شو.»ده دا هم وویل چې په کوڅو او سړکونو کې یې ډېر مړي ولیدل خو نه پوهېږي چې مړي د ملېشو ول او که د طالبانو.د طالبانو ویندوی احسان الله احسان له سالارزو څخه د طالب ځواکونو وتل تایید کړل خو ویې ویل چې دوی به بېرته ځانونه منظم کړي او بیا به حمله وکړي. ده ادعا وکړه چې د ۱۴ پوځیانو مړي یې هم له ځان سره وړي دي.ده اسوشیتید پریس خبري اژانس ته وویل:«موږ به ژر پر دې سیمه بیا په لا قوت برید وکړو.»