دلومړى وزير دكورنيو چارو سلاكار رحمان ملك ويلي دي چي په كراچۍ كښې امن تباه كوونكو قوتونو ته په ډاګه ويل شويدي چي دكراچۍ په شمول دهېواد په يوه برخه كښې هم دتشدد او زور څخه كار اخستنه نه شو زغملې او د تشدد لاره چي څوك خپلوي دهغو په وړاندې به دقانون ترمخه چلند وشي په اسلام اّباد كښې دسارك غړو هېوادونو دپوليسو مشرانو اولنى غونډه كښې د ګډون وروسته دكورنيوچارو سلاكار زياته كړه چي پرسياسي غونډو باندي هيڅ ډول بنديزندي لګول شوي خوترغونډه او لاريون كولو دمخه به د انتظاميي څخه اجازه اخستل كيږي نو موړي زياته كړه دقانون وزير دبي نظير بوټود قتل پلټنې دملګرو ملتونو دلارې كولو لپاره اسناد چمتو كوي.