د پکتیا ولایت په څمکنیو ولسوالي کی د نرګسیو لمړنۍ ښوونځی بشپر او د یو لږ مراسمو په ترڅ کی رسمآ پرانیستل شو . په دغه پرانیسته کی د پکتیا والی ډګر جنرال جمعه خان همدرد او د پوهنی ریس انجنیر محراب الدین شفق هم برخه اخیستی وه.
د پکتيا والي وياند روح الله سمون لراوبر ته وويل په دغه ښووڼځی کی شاوخوا ۶۰۰ زده کوونکی زده کړه کوی چی نیمایی یی انجونی جوړوی ، دغه ودانۍ په یوه جریب ځمکه کی په پاخه او اساسی توګه رغول شوی چی ۸ تدریسی او څلور اداری خونی لری .
په یاد تعمیر اتیازره امریکایی ډالره لګښت راغلی چی د پوهنی وزارت له پرمختیایی بودجی یی لګښت ورکړل شوی دی .
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه