کور / سياسي / ملی اتل اوکه جعلی اتل؟؟؟

ملی اتل اوکه جعلی اتل؟؟؟

نن دسپتمبر دمیاشتی ۹ ورځ ده چی د سنبلی د میاشتی د ۱۸ سره سمون خوری دا هغه ورځ ده چی ۱۱ کاله وړاندی دشمالی ټلوالی نامتو قوماندان احمدشاه مسعود په ډیر مرموز ډول ووژل سو. داحمدشاه مسعود دوژلو په اړه اندونو خلک په څو ډلو ویشیلی دی، البته دا ویش په دی پوری ډیره اړه لری چی څوک دکوم تنظم غړی دی او یا د کوم سیاسی جریان سره نژدی اړیکی او یا هم په ښه سترګه ورته ګوری. زه دبیلګی په توګه دا څو نظرونه دلته اړین بولم.

۱. قوماندان احمدشاه مسعود دشوروی اتحاد دیرغل پر وخت دمقاومت، داسلامی حزب(همږغی شورا) او دطالبانو سره تر جګړی وروسته د۲۰۰۱میلادی کال سپتمبر پر۹ چی د۱۳۸۰ هجری شمسی کال دسنبلی د۱۸ سره برابره ده د دوعربوله خوا چی ځانونه یی خبریالان معرفی کړی وه دیوه ځانمرګی برید په نتیجه کی ووژل سو.

۲. يو شمېر خلک داسی انګیری چی دمسعود نژدی ملګرو د خبريالانو دفلم اخيستنې کامره وربدله کړی وه اوهغوی ته یی داسې يوه کامره ورکړی وه چې په هغې کې چاودېدونکي توکي ځاى پر ځاى شوي وه او دريموټ په مټ يې دچاودېدلو وړتيا درلوده او کله چې خبريالان له هغه سره مرکې ته کښینی نو له احمدشاه مسعود سره په څنګ کې دده ډېر نږدې همکار مسعود خليلي او فهيم دشتي هم حاضر و چې چادونه وشوه احمدشاه مسعود يې له دې نړۍ څخه هغې ته ولېږداوه او نور دوه يواځې ټپيان شول.

وروسته چې بيا کله مسعود خليلي وخت ناوخته له رسنيو سره خبرې کولې نو ډېر شکونه يې را وپارول دبېلګې په ډول مسعود خليلي داحمدشاه مسعود دمرګ په اړه له ازادۍ راډيو سره په یوه مرکه کې وويل چې داحمدشاه مسعود دوژنې په اړه ډېر رازونه لاپټ پاتې دي.

۳. یو شمیر خلک تر ډیره بریده په دی باور دی چی د احمدشاه مسعود په وژلو کی عبدالله عبدالله، محمد قسیم فهیم او یونس قانونی د سی ای ای په لارښونه لاس درلود او داسی دلایل وړاندی کوی چی احمدشاه مسعود دروسی او ایران سره دنژدیوالی له کبله دامریکا سره همکاری ته زړه نه ښه کاوه اودا کار دامریکا لپاره دمنلو وړ نه وو ځکه امریکا ډیر له پخوا څخه پر افغانستان دبرید پلان درلود چی ایران او روسیه دامریکا ددی کار سره مخالیفت درلود.

۴. احمد ولي مسعود په یوه وینا کی خبریالانو ته وویل چې دغه بنسټ د احمد شاه مسعود د وژنې په اړه ترډیرو څیړونو او پلټنو وروسته لاهم پدې نه دي توانیدلې چې معلومه کړي احمدشاه مسعود دچا له لورې وژل شوی دی.

احمد ولی مسعود ویلی دی چې طالبانو او القاعدې داحمدشاه مسعود وژنې مسؤلیت په غاړه اخیسیتې خو د دې پیښې تر شا دنورو کړېو لاس دی. هغه په پاکستان کې یوشمیر ډلو ته په اشاره سره وویل ګومان کیږي چې د پاکستان پخوانی ولسمشر پرویز مشرف هم په دې پيښه کې لاس ولري.

په هر صورت داچی احمدشاه مسعود چا وواژه دابه تاریخ ته پریږدو اوس به دی مسئلی ته راسو چی احمدشاه مسعود څوک وواو څه یی کړی دی؟؟؟

احمد شاه مسعود د۱۳۳۲کال دسنبلی دمیاشتی پر۱۱ د پنجشير په دره كې زوكړې دى په خټه تاجک د تاجکستان د كولاب دى. خو نيكونو يې د افغانستان د پروان ولايت دپنجشير درې ته راوكوچېدلې دی. مسعود د پلار د دولتي دندې له له امله پدې و نه تواندې چې سمې زده کړې وکړي، ځکه چې یو کال به په یوه ولایت کې وو او بل کال به بل ولایت ته د بدلون له لامله تلو. منځنۍ زده کړې یې د استقلال په لېسه کې ترسره کړي، دا وخت د استقلال لېسه د فرانسوي ښوونکو او چارواکو لخوا اداره کېده، چې په همدغه لېسه کې د لومړي ځل لپاره احمدشاه مسعود د فرانسوي څارګرو په لومه کې پرېوځي، او د لوړو زده کړو لپاره د کابل پولې تخنیک د پوهنتون د انجینیرۍ پوهنځي ته ور وپېژندل کېږي.

د ځينو شواهدو له مخي احمد شاه مسعود په استقلال ليسه کي د تعليم پر وخت لومړي د فرانسي د استخباراتو سره تړاو وموند ، وروسته هغوي د انګلستان استخباراتو ته وروپیژانده. دجهاد دکلونو په شروع کی دانګلیستان استخباراتی شبکي د هغه هيواد د تجارتي ټلويزيون زوړ چلوونکي سنديګال ته وظيفه ورکړه چه پنجشير ته لاړ شي او هلته يو ځوان قوماندان چې ددوی له نظره دوهم ټيټو دي وويني او پر هغه باندي د ټلويزيون لپاره يو فلم ډک کړي. د همدي سنډيګال په مرسته د احمدشاه مسعود ورور احمدولي د انګريزي ژبي د زده کړی لپاره لندن ته ليږل کيږي…

وروسته دغه یو ساعته فلم سی آی ای ته وسپارل سو او له ځينو څیړنو سره سره دا څرګنده نه سوه چی سي أی اې هم داحمدشاه مسعود سره کومه پټه معامله پيل کړه او که څنګه؟ دمسعود دا اړيکي له يوي ګډي تاريخي سرچيني څخه الهام اخلي ، هغه داچې انګريزان داسي فکر کوي او حقيقت هم همداسي دی چې دافغان-انګليس په دريو سختو جګړو کې دانګريزانو د ماتې اصلي وجه د پښتنو جګړه ايزه مبارزه وه. انګريزانو ته خپل تير تاريخ داسي معلوم دی لکه د پرون ورځې پيښې ، څرنګه چه د پښتنو سره د مسعود کينه او دښمني هم ټولو ته څرګنده ده نو انګريزان هم له دغه ګډ ټکي څخه په استفادې غواړي په دي ډول له پښتنو څخه د خپلو تاريخي ماتو دغچ د اخستلو لپاره ګټه پورته کړي، ځکه نو انګريزانو هم لکه د روسانو په شان د مسعود د شخصيت په تبارز کې فعاله ونډه واخيسته.

احمد شا مسعود هغه ځیره وه چی د داود خان د جمهوری نظا م په وړاندی دپا کستان داستخبا راتی شبکی أی اس أی په وسلو او ما دی ملا تړ دپنجشیر په ولسوالی حمله وکړه چه دپنجشیر د ملی او وطن پرستوخلکو په مرسته او د کورنیو چارو د وزارت د منتظره قطعی او د ملی دفا ع دوزارت د کوماندود ځواکونو له خوا په چټکی سره وځپل شول، ولی احمد شاه مسعود په تیښته بریالی او پا کستان ته چی برهان الدین ربانی لاپخواهلته دیره وو ورسره یو ځای شو. د ثور دکودتاه ځخه وروسته احمد شا مسعود بیا دپا کستا ن داستخبا را تی شبکی په مادی او معنوی ملاتړ سره یعنی په وسلو او پیسو سمبال دنوی واکمنی پر وړاندی دجګړی ډګر ته راوړاندی سو .دپنجشیر دجګو غرونو په سمڅو کی یی ځالی جوړی کړی او دنوی حکومت په وړاندی یی په تخریبی فعا لیتونو پیل وکړاو مسعود هیله درلوده چی دپنجشیر ولسوالی دوسلو په مټ تر ولکی لاندی راولی. مسعود د پنجشیر د مجاهیدینوپه غولولو سره دمجاهید په ځیره کی د دوی په سرکی ځان ته ځا ی پیدا کړ او ددوی د روحیی سره سم یی د یرغلګر و په وړا ندی غولوونکی وسله وال پا څونونه او جهاد پیل کړ.

د روس پر خلاف د افغان جهاد يو نامتو څېرې جنرال رحمت الله ساپی چې داحمدشاه مسعود له نږدې ملګرو څخه ؤ، دده په اړه په خپل ليكل شوي كتاب (مسعود پېژنئ؟) كې داسې ليكي: په افغانستان کې چی د کمونستانو او شوروی ځواکونو پر ضد جهاد پيل شو ورسره سم د احمدشاه مسعود نوم را اوچت او خپور شو. په پاکستان کې د مسعود رنګين عکسونه پر دوکانونو ، د مهاجرو پر کمپونو ښاری ترانسپورت لکه رکشا ، تکسي موټرو او ښاری بسونو او لاريو باندې وزړول شول. چا شير پنجشير او چا هم عقاب پنجشيریاداوه تر دي اندازی د مسعود لپاره ډنډوري ووهلي چه نړيوالو ته يي داسې وښودله چه د مجاهدينو معني مسعود او د پنجشير معني افغانستان دی . که مسعود نه وي نو جهاد او مجاهدين او که پنجشير نه وي نو افغانستان نشته. ما په همغه مهال سره په يوه مرکه کې ويلی وو چه زمونږ هندوکش او سپين غر پوځي اکاډمي دي چی داحمدشاه مسعود په شان یی ډیر جنرالان روزلي دي . احمدشاه مسعود افغان دی ، زموږ ورور دی خو موږ د مسعود په شان په سلګونو قومندانان لرو.

د بي بي سي ديو افغان وياند په وينا چې نه غواړي نوم يي ياد شي دانګلستان د استخباراتو او او مسعود داړيکو په باب داسې څرګندونې کوي: په هغو شپو ورځو کي چې دافغان ولس او روسانو تر منځ ښه ګرمه جګړه روانه وه د بي بي سي راډيو نړيوال سرويس ته د انګلستان دبهرنيو چارو د وزارت له خوا يو مکتوب راغي چې بي بي سي بايد د مسعود د شخصيت په تبارز کې ونډه واخلي. د يادونې وړ ده چې د بي بي سي راډيو دخپلې خپلواکۍ او أزادۍ تر څنګ د بهرنۍ پاليسی په برخه کي د بهرنيو چارو دوزارت د پاليسی تابع ده او دا وزارت بيا په خپل وار دخپل هيواد له استخباراتي سرچينو څخه الهام اخلي. دبهرنيو چارو وزارت په مکتوب کي لارښوونه شوې وه چې په يو نه يو ډول بايد د افغانستان په هر ګوټ کې د روسانو پر ضد دجګړې رابطه دمسعود سره وصل شي. او دلارښوونې لپاره يي ان بيلګې هم راوړې وې ، مثلاْ په لغمان کي د روسانو پر ضد سخته جګړه روانه ده، ددې جګړې خبر بايد داسي راوړل شي :نن په لغمان کې دروسانو پر ضد سخته جګړه روانه ده چې په نتيجه کي روسانو ته سخته مرګ ژوبله اوښتې ده په دې جګړه کې دلغمان ولايت ګن شمير کلي اوکورونه وران شوي دي، د يادونې وړ ده چې دلغمان ولايت پنجشير ته ورڅيرمه پروت دی، چې د افغانستان دجهاد دنامتو قوماندان احمدشاه مسعود مرکز دی،روسانو تراوسه پورې څو ځله پر پنجشير حملې کړي خو دهغه پرنيولو ندي بريالي شوي. يا به هم په کونړکې کې جګړه وه او دهغه ربط به هم له پنجشير سره تړل کيده. داسې چې : نن دکونړ په ولايت کې د مجاهدينو لخوا دروسانو پر يو قطار بريد وشو او دروسانو زيات ټانکونه او زغروالې واسطې وسوځول شوې ،کونړ له پنجشير نه څو کيلو متره لرې پروت دی، کوم چه د افغانستان دجهاد نامتو قوماندان احمدشاه مسعود هلته اوسيږي او تراوسه يي روسانو ته څو ځله ماته ورکړې ده.

د۱۹۸۰په لومړی کلونوکی احمدشاه مسعود دشوروی استخبا راتی شبکی یعنی کی ګی بی سره اړیکه ټینګه کړه اودشوروي په وړاندې یی د افغانانو د سپېڅلي مقاومت په جګړو کې ستر خيانت وکړ او دجهاد او مقاومت په هماغو ګرمو او اورنيو شېبو کې يې له روسانو سره نه يوازې دا چې د ورورۍ تړون ﻻسليک کړ دافغان مقاومت د نورو ټولو ډلو په ځپلو او له منځه وړلو کې يې هم ورسره د بې درېغه ملاتړ رسمي ژمنه وکړه چې له نېکه مرغه ټول هغه اسناد چې پخپله روسانو هم خوندي کړي او بيا بيا خپاره کړي دي. دکی ګی بی هغه افسرچی داحمد شاه مسعود سره یی دغه تړون لاسلیک کړ وروسته دشوروی اتحاد د دولت له خوا دشوروی اتحاد دملی ګټود ساتونکی به نوم د ملی اتل په نوم وویا ړل شو. احمد شاه مسعود د امتیازاتودلاسته راوړلو په بدل کی دنده او مسو لیت په غا ړه وا خیست چه دشوروی اتحاد نظا می او لوجستیکی کاروانونه به د حیرتا ن له بندره ځخه ترکابله پوری د مجاهیدینو دحملو ځخه سا تی، همدا سبب شو چه د سا لنګ دپیچلی لا ری ځخه روسا نو وکولای شول چه خپل واړه او ستر وسلوال ځواکونه په چټکي سره دهیواد سهیل،سهیل ختیځ او ختیڅو سیمو ته ور سوی چی په حقیقت کی دغه تړون وو چی د مجا هید ینو ملا یی ورماته کړه. په راوروسته کې د ملګرو ملتونو د سوله ايز پلان د شنډولو لپاره د هغه او يو شمېر کمونيستي او ستمي کړيو توطيئه د افغانستان د داسې بربادۍ سبب شوه چې ټول افغانان يې له نږدې ځخه شاهدان وو. داحمدشاه مسعود اودهغه دملګرو دجنایت له کبله ټول افغانستان په کنډواله بدل شو او يوازې په کابل کې تر پنځوسو زرو زیات بې ګناه ملکی افغانان چی اکثره یی ماشومان، ښځی اوسپینږیری وه ووژل شول. نوموړی په افغانستان کې د قومي او ژبنۍ تفرقې او کرکې مؤسس او قهرمان دی او له همدې امله يې ټول افغانان د افغانستان د ملي خائن په توګه پېژني.

‎ دطالبانو دواکمنی پر مهال د امريكا د ملي امنيت شورا د نظار دشورا قوماندان او وسله وال د هېروينو د قاچاقوړونكو او د بشر له حقونو د سرغړونكو په توګه پېژاندل . مرلين البرت چي د طالبانو د واكمنۍ پر مهال په افغانستان كې د بشر د حقونو د څارونكي په توګه دنده لرله وايې: هغه كسانو به چې د مسعود تر قوماندې لاندي سيمو كې د كوكنارو د كروندو په اړه څېړنه كوله او يا به يې غوښتل د كوكنارو په اړه په پټو رازونو خبر شي نو ژوند به يې د مرګ له ګواښ سره مخ شو. البرت وايې چې ډېر كسان د ورته څېړنو په پلمه له منځه ولاړل. بېله شكه هغه وخت چې احمدشاه مسعود د افغانستان ډېري سيمي له لاسه وركړې نو په همدې وخت كي د جميت اسلامي حزب د قوماندې اصلي مركز د بدخشان ولايت وو. په دې ولايت كې د هر بل بوټي په پرتله كوكنار ډېر كرل كېدل. د فيض آباد ښار په دې وخت كې د برهان الدين رباني مركز وو. د فيض آباد له هوايي ډګر څخه چې به د پروفيسر برهان الدين رباني د تمځاى په لور په موټر كي روان شوې نو تر هغه چي به ټاكلي ځاى ته رسېدې د سړ ك دواړو غاړو ته پرېمانه د كوكنارو كروندې ولاړي وې. د راپورونو او عيني شاهدانو د وينا پر اساس هغه مهال د بدخشان په ولايت كې د هېروينو د توليد درې ډیری لوی فابريكې موجودي وي. اوس به قضاوت دافغانستان خلکو ته پریږدو چی احمدشاه مسعود په رشتیا هم ملی اتل دی او که جعلی اتل دی؟