يوازې همدا څلور ول چې د ژوند په نيمه لار پاتې شول ، ګنې ډېر خلک نور هم ول که تور و که سپين و ټول راټول شول او د يوه مشر پسې روان شول ، منزل ته ورسېدل او هر يو يې د هوسا ژوند خاوند شو٠
يوازې همدا څلور تنه سرتنبه انسانان د ژوند له ډلې ووتل او له کاروانه بيل شول٠
دوی ويل : موږ په چا پسې نه ځوو ٠
يو يې دې درې تنو نورو ته وويل : ګوره موږ ټول پوهيږو چې لار اوږده او منزل ډېر لرې دی په يو کس او يو سر نه لنډيږي ځنګلونه دي ، دښتې ، غرونه ، کمرونه دي ،پېچومي دي ، ځناور دي او رنګارنګ بلاګانې راځئ درېواړه لاسونه سره ورکړئ او زما پسې شئ بې کوتکه او بې ټوپکه به مو اتفاق منزل ته ورورسوي .
درېواړو نه نه وويل نه په تا پسې خو بېخي نه درځو٠
دويم وويل: هو پوهېږم چې که په ډله او لاس په لاس ولاړ نه شوو نو د ګيدړانو او د لېوانو د خوراک به شوو، نو راځئ زه به مخکې شم او تاسې درې راپسې شئ٠
ټولو بيا سرونه وښورول نه ستا مشري هم نه منو٠
دريم وويل : چې په خطر دومره پوهېږئ نو راځئ زماپسې شئ چې بېړۍ مو د ژوندون ساحل ته پورې باسم ګنې د ځانځانۍ ښامار به مو وخوري٠
ټولو بيا پښې په يوه موزه کې کړې نه نه نه ، يو وويل راځئ دوه دوه به يوځای شو٠
نه نه زه د بل چا پسې نه ځم، هره يو فقط همدا ويل٠ لنډه دا چې تر پايه سره جوړ او يوه خوله نه شول څلور واړه پر څلورو لارو ولاړ ل او هر يو خپل لاسونه پخپله وتړل، خلکو دنيا وخوړه او دا څلور لا ورک دي خدايزده چې چېرې به شرمښانو، ګيدړانو او کارغانو خوړلي وي ٠
اجمل اټک يوسفزی/ ناروې