کور / تازه خبرونه / د پېښور وکيلانو د اويس غني او مشرف د استعفی غوښتنه وکړه

د پېښور وکيلانو د اويس غني او مشرف د استعفی غوښتنه وکړه

دپېښور  وكيلانو دولس مشر مشرف اوايالتي  ګورنر  اويس احمد غني څخه  ژر تر ژره استعفا وركولو غوښتنه وكړه دغه غوښتنه  دپيښور دوكيلانو داتحاديي د رئيس  عبداللطيف  افريدي لخوا په يوه وړاندې كړل شوي قرارداد كښې شويده په يوه بل قرارداد كښې وكيلانو په جمرود خيبر  ايجنسۍ  كښې د جګړي  مخه نيولو او دښاروالي تر كنټرول لاندې سيمې ژغورلو غوښتنه شويده په قرارداد كښې وكيلانو منګل  باغ، مولانا فضل الله، مولوي فقير، او بيت الله مسعود په شمول  دطالبانو مشران جګړه  ماران دحكومت استخباراتى  ادارو او د سټيبلشمنټ همكاران بلل شويدي په قرارداد كښې ويل شوي دي  چي فضل الله او منګل  باغ  ته حكومت او استخباراتى ادارې  وسلې وركوي  چې  له امله يې په قبا يلي  سيمو كښې امنيت ګډ وډ شويدي  د يوه بل قرارداد  له مخې  دقبا يلي  سيمو انتظامي  امور د ولس مشرانو ګورنر څخه  اخستلو او لمړي  وزير او جمهورى حكومت  سپارلو غوښتنه شويده.