کندهار: لر اوبر ته د کند هار ولایت ددفتر ویاند خبر راکوی ،چې دايساف ځواکونو نن په يوه هوايي بريد کې اووه ماين خښوونکي وژلي دي.دغه اووه تنه د يادي سوي ولسوالۍ په څاګي سيمه کي هغه مهال په نښه سول چي غوښتل يې دسيمي پريوه خامه سړک چي زياته ګڼه ګوڼه لري ماينونه اونورچاودېدونکي توکي ښخ کړي.
څاګى د ميانشين ولسوالۍ يوه ګڼ مېشه سیمه ده چي پرې روزانه ګڼ شمېر سيمه ييز خلک د خپل تګ راتګ لپاره تری استفاده کوي او د ماينونو د چاودني په نتيجه کي به لوى زيان همدې خلکو ته رسیدلي واى.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې ايساف له هوايي ځواکه مرسته وغوښته او پر ماين خښوونکو يې هوايي بريد وکړ، چې له امله يې په دواړو ولسواليو کې اوه ماين خښوونکي ووژل شول.
د یو بل خبر له مخې د ٢٠٥ قول اردو په خبرپاڼه کې راغلي دی ، چې دګډو ځواکونو د عملياتو پر مهال په زابل، کندهار او اروزګان ولايتونو کې ٢٠ کړۍ ماينونه کشف او شنډ کړل شویدي.
ايساف او وسلوالو طالبانو د يادې پېښې په اړه تر اوسه څه نه دي ويليي.