اسلام اباد اسلام اباد ته د صلاح الدين د سفر د ښو پايلو موندلو په موخه د دغه سفر پر اجنډا له پاکستانيو چارواکو سره خبرې روانې دي.دا څرګندونې په اسلام اباد کې د افغانستان سفير محمدعمر داوودزي له پژواک خبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې کړې دي.ټاکل شوې وه، چې د افغانستان د سولې د عالي شورا مشر صلاح الدين رباني له يوه لوړ پوړي پلاوي سره د سولې د خبرو اترو په موخه له کوچني اختر څخه مخکې اسلام اباد ته سفر وکړي، خو دغه سفر تر اختر وروسته پورې وځنډول شو.اوس چې له کوچني اختره نږدې درې اوونۍ اوښتې، لا هم دغه سفر نه دى پلان شوى.د سولې د عالي شورا يوه غړي تېره اوونۍ پژواک اژانس ته وويل، چې دا سفر بيا د دويم ځل لپاره ځنډېدلى، خو لامل يې نه و په ګوته کړى.خو په اسلام اباد کې د افغانستان لوى سفير محمدعمر داوودزى وايي، چې له پاکستانيو چارواکو سره د دغه سفر د اجنډا په اړه اوس هم خبرې روانې دي، خو نېټه يې تر اوسه نه ده ټاکل شوې.هغه زياته کړه: ((موږ غواړو چې دا يو فرمايشي سفر ثابت نه شي، نو د دې لپاره په ګډه کار کوو، تر څو له دغه سفر څخه ښه لاسته راوړنه ولرو او بريالى سفر ثابت شي.))په اسلام اباد کې د افغانستان سفير داوودزي وسلوالو طالبانو ته د خبرو اترو په موخه د خوندي لارې ورکولو په اړه د تېرې اوونۍ د ترسره شوې غونډې په اړه وويل، چې له پاکستاني او امريکايي استازو سره يې په دې ناسته کې ګټورې خبرې کړې دي.د هغه په وينا، په دې غونډه کې په دې بحث وشو، کوم طالبان چې د سولې خبرې کوي، د هغوى د ځان او کورنۍ امنيت بايد خوندي وي او که کوم طالب مشر تصادفاً نيول کېږي، داسې يو ميکانېزم بايد جوړ شي، چې د هغه د خوشي کولو لپاره لارې چارې په کې ټاکل شوې وي.داوودزى وايي، چې پر يادو خبرو د غونډې درې واړو ګډونوالو (پاکستان، افغانستان او امريکا) موافقه وکړه.په پاکستان کې د بندي افغانانو په اړه د افغانستان سفير وويل، چې له پاکستان سره به په دې اړه خبرې وکړي، پر کومو بنديانو چې محکمې د بند پرېکړه کړې وه، هغه بايد په اړوند هېواد کې د بند موده تېره کړي.ده زياته کړه: ((موږ غواړو له پاکستان سره په دې اړه يو قضايي تفاهمنامه لاسليک کړو.))خو هغه له پاکستان څخه وغوښتل، په وړو جرمونو کې نيول شوي افغانان، چې مشهود جرم پرې نه دى ثابت شوى، بايد خوشي يې کړي.داوودزي وويل، چې له پاکستان سره د سوداګرۍ او ترانزيټ په برخه کې يو شمېر ستونزې شته او د دغو ستونزو د هوارۍ په موخه به د روانې مياشتې په وروستيو کې د افغانستان د سوداګرۍ وزارت يو پلاوى اسلام اباد ته سفر وکړي.