کور / تازه خبرونه / نن کابل یوي درني چاودنې ولړزاوه

نن کابل یوي درني چاودنې ولړزاوه

کابل: د افغانستان پلازمېنې کابل د شش درک په سیمه کې ځانمرګي برید ډیرو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله واړوله . دیوه خبر دسرچیني په حواله په برید کي تر لسو زیات کسان وژل شوي او څه کم لس نفره زخمیان دي .
د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي برید تائید کړی او وایې چی برید د شنبې په ورځ څه کم دوولس بجې وشو، چې په پایله کې یې لږترلږه شپږ ولسي وګړي وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.
دنن ورځ چاودنه په داسي حال کې وشوه چې د افغانستان حکومت د مجاهدینو د پخواني قومندان احمدشاه مسعود د وژل کېدو یوولسم تلین لمانځي. ویل شوي چې د برید په مهال مارشال قسیم فهیم په تا لارکي وینا کوله.
شش درک د کابل په زړه کې تر نورو سیمو نسبتاً خوندي او دپلوماتیکه سیمه ده، چې تر ډېره د بهرنیو مؤسسو او د بهرنیو ځواکونو اډي په کې پرتي دي.
خو په کابل کې د ایساف ځواکونو یوې ویاندې برید تایید کړی، او وايي چې پلټنې روانې دي.
برید پرداسې ورځ شوی، چې د کابل چارواکو په ښار کې سخت امنیتي تدابیر نیولي وو، اوځینې لویې لارې یې د عادي ترافیک او خلکو په مخ تړلې وي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجا هد لراوبر ته په یوه خبر کي ویلي چي نن غرمه مهال ۱۲ بجې دکابل ښار په شش درک سيمه ۴ کوڅه کې دجاسوسي مهم دفتر چې په پټه يې فعاليت کاوه د یوه ۲۸ کلن مجاهدمحمدعباس دلوګر اوسيدونکي لخوا چې واسکټ ېي په تن وو دفدايي بريد لاندې راغی چې دلومړنيو معلوماتو په اساس ۵ تنه مهم او خاص امريکايي استخباراتي افسران پکي قتل او ۲ تنه سخټ ټپيان شوي دي ، دغه مرکز چې له ډير ې مودې را هیسي دمجاهدینو تر هدف لاندې وو دامريکايي جاسوسي سازمان سي آي اي پورې اړوند وو ، له همدې ځایه يې ځينې مهم هدفونه ټاکل او دجاسوسي فعاليتونو مهم مر کز بلل کیده.