دپښتونخوا ايالت دښارى اوكليوالي ترقى ستر وزير بشيراحمد بلور ويلي چې ايالتى حكومت دبلدياتي نظام دختمولو هيڅ اراده نه لري
داوړو دكمښت شخړه دپخواني حكومت دنيمګړي او ګمزورى كړنلارى پيدا وار دي چې ډير ژر تر كنټرول ا و كابو لاندى راوستل شي دغه ټكي بشير بلور دهرى پور دسيمه ايز حكومت تر څارني لاندي دجشن هزاره ديو سلو اتمى كليزى پرانيستونكي غونډى ته د خپلى وينا پرمهال څرګند كړيدي وروسته دصوبى ستر وزير بشير بلور دجشن هزاره لرغوني او تاريخي ميله په رسمي توګه پرانيستله پدي وخت كي دهرى پورلوى ناظم يوسف ايوب خان دسرحد اسمبلۍ غړي راجه فيصل زمان دغازي دسيمي ناظم اسلم حيات خان دهرى پوردتحصيل ناظم افتخار خان، دهرى پور ډى، سى ، او ، اى ، سى ، او هر يپور او د يونين كونسل ټولو ناظمانو ګډون كړي و دصوبه سرحد ايالتى ستروزير دخپلى وينا پيل اوپاى په همدى ټكى ختم كړ چي زموږ بنسټيزه او لومړني هيله اوغوښتنه دسرحد په ايالت كي د تلپاتى سولي او ټينګ امنيت رامنځته كول او ټينګول دى .