د اوسنۍ پرمختللي تیکنالوژئ په برکت نړيوالي شخړی دقوتو ترمنځ په ډیره چټکتیاسره عامه ذهنتو ته رسول کیږی او جهانی کشمکش ددی قوتو ترمنځ دساړه جنګ نه وروسته او په خاص ډول دروسی دسیاسی نظام دړنګیدونه وروسته ویوی نوی مرحلی ته داخل سوه.
دروسی نوی نظام دخپلو هغو اشتیهبا هاتو دتلافی کولو په غرض ویوه نوی ستراتیژک تړون ته چی دشانکهای تر عنوان لاندی وه جوړ او د چین سره یوځای یی وجهانی کشمکش ته دقوتو ترمنځ نوی صفحه خلاصه کړل چی نتایج یی موږ ددی څوتیرو کلو په جریان کښی مشاهده کړل ؛ خوصوصا دمنځنی ختیځ په هغو هیوادو کښی چی دغربی متحد بلاک له خوا پر اعراق ؛ لیبیا ؛ باندی نظامی حمله تر سره سول ؛ اوس سوال رامنځته کیږی چی ولی په سوریه کښی دملګرو ملتونو د پخوانی ریس کوفی عنان ماموریت د ناکامی سره مخامخ سو او پر ځای یی لخدر ابراهیمی مقرر سو او په دی اوخیرو کښی دمطبعاتو له لاری دا هم اعلان سول چی لخدر ابراهیمی هم په دی ماموریت کښی د ناکامی سره مخامخ دی.
دلته سوال دادی چی تر اوسه هم دروسی او امریکی تر منځ ایډیالوژیک مخالیفت پر خپل حال پاته دی او روسیه دتیرو ۱۵ کالو په تناسب بیا په یوه اقتصادی قدرت تبدیله سوی ده نو اوس خپل مخالفت په ښکاره ډول دغربی متحدینو ته ښکاره کوی .
تر کومه ځایه چی دامنیت په شورا کښی روسيې او چین خپل دریز ښکاره کړی چی دسوریی پر ضد نظامی حمله ویټو کړی او هم دا ډول یی خپله ستراتیژی دایران په وړاندی لا له پخوا تشریح کړی ده چی دایران پر ضد دهرنوعه نظامی حملی مخالفت ښودلی دی چی دا په ماهیت کښی دروسانو ضدیت دغربی بلاک په مقابل کښی په ګوته کوی ؛ دا په واضع ډول نماینده ګی ددی کوی چی یو دخطر زنګ یی وغربی متحد ینوته اعلان کړی او غربی متحدین هم د نظامی برخورد څخه پر شا او په مقابل کښی یی دسوریی ددولت دمخالفینو سره مرستی زیاتی کړی ؛ جهانی او منظقوی مسایل خصوصا بیا ددی تیرو دولوسو (۱۲) کالو په جریان کښی تر حده زیاتی بغرنجه او پیچلی سوی دی .
ترکومه ځایه چی اوسنی جهانی کشمکش په دی حساسو تاریخی شرایطو کښی ددی قوتو ترمنځ دافغانستان؛ عراق ؛ لیبا؛ ایران؛ اوسوریی ترمنځ موجود دی نو غربی بلاک خصوصا دساړه جنګ دختمیدو نه وروسته او دروسیی برخه په جهانی فیصلو کښی کم رنګه او لږ ده نو غربیان د هیڅ نوعه فرصت څخه لاس نه اخلی هر نوعه امکانات چی یی په قدرت کښی وی ور دانګی دا ځکه چی په دی تیرو (۱۲) دولسو کلو کی شرایطو وښودل چی دغربی بلاک سیاسی ؛ او نظامی فعالیتونه په افغانستان کښی او په اعراق او لیبیا کښی کم رنګه او ناکام وه چی ددی نظامونو پر قدرت را وستل هم د مختلیفو عواملو درلودونکی دی ؛ چی دافغانستان داوسنی نظام څخه په ملی او بین المللی ډول سره نارضایتی موجوده ده او خلګ ورځ تر بلی نا امینده دی ؛ دا ځکه چی اداری فساد ؛ دموخدره موادو کارو باریان ؛ په اخلاقی فساد ککړاو داسی نور دا هغه مرضونه دی چی زموږ ټولنه او خلګ یی ددی تیرو (۱۲) دولوسو کالو را په دی خوا مبتلا کړی دی خو متاسفانه کوم ډاکتر چی یی واعلاج ته ورغلی دی او هلته په داخل دکور کښی قرار لری هغه ډاکتر پخپله هم په دی مرضو اخته او مبتلا دی .
او دبلی خوا دغربی متحد بلاک وتل دافغانستان څخه په زیات شمیر په ۲۰۱۴ کال کښی دا هم دروسیی او چین هغه سیاسی فشار وه چی دامنیت په شورا کښی یی غربی بلاک ودی ته مجبور کړی چی دهغو عساکرو تعداد دکمیت پر اساس چی په افغانستان کښی قرار لری را کم کړی دا ځکه چی روسیه او چین نه غواړی چی ودی ته دی نژدی د غربی متحد بلاک نظامی قوه پرته وی .
هم دا علت دی چی امریکایی او انګریزی سیاست مداران او نظامیان کوښښ کوی چی ددی جنګ لمنه اوږده کړی او په منطقه کښی دوامداره انارشیزم برقراره کړی ؛ او دا وښوی چی په منطقه کښی جهانی توروریزم لا موجود دی او ددی ګډوډی او انارشیزم د تکثیرولو په غرض یی په منطقه کښی یی دپاکستان جنرالان او د آی؛سی؛آی استخباراتی شبکه انتخاب کړی ده چی په دی منطقه کښی ګډوډی او انارشیزم ته هم داسی ادامه ورکړی هغه متل دی چی په یوه مرمی باندی دوی مرغی ښکارول نوغربی متحد بلاک نور دپاکستان ودی استخباراتی جنګ ته اجازه نه ور کوی ؛ دا ځکه چی دیوی خوا به دا ښودل سوی وی چی خطر لا موجودی اود بلی خوا به هم دوخت په تیریدو سره دپاکستان دغه موجوده فرسوده سیاست نور هم رسوا او داینزیوا خواته ولاړسی چی دا زموږ دخلګو او ملک په ګټه دی ؛ دا ځکه چی ده افغان معصوم ولس دا (۳۳) کاله موده کښی د هم غه شان دسیسو قربانی سوی دی ځکه چی امریکایان او حتا انګریزی سیاست مداران اوس په دی حقیقت پوه سوی دی چی دا آی؛ایس ؛آی جاسوسی شبکه مستقیمآ د سخت دریزو ملاتړ او کومک کوی چی مثالونه یی لکه په هند کښی دحملی په نتیجه کښی ۲۵۰ بیګناه انسانان مړه سول چی ددی حملی تر شاه لښکری تیبه چی دا سخت دریزه ډله په منظم ډول دآی؛ایس؛آی څخه کومکونه تر لاسه کوی او هم دا ډول په افغا نستان کښی د دی تیرو (۱۲) کلو په جریان کښی دغربی متحدی نظامی قوی پر ضد او د افغان ولس پر ضد جنایتکارانه او تخریبی عملیات ترسره کوی چی ډیر ژوندی مثال یی دیوه کال را په دی خوا دکنړ پر ولایت او ولسوالیو باندی د درنو وسلو ګذارونه ؛ چی په نتیجه کښی به وخت دا ثابته کړی چی د پاکستان اوسنی سیاسی نظام به په جهانی سطه مونزوی او دیوه ډیر غټ مشکل سره لاس او ګریوان سی ؛ چی دا پروژه اوس امریکایانو او انګریزانو په ګډه سره دیوی ستراتیژی په حیث منلی ده ؛او دا یو ډیر منل سوی حقیقت دی چی موږ به یی ټوله په ډیر نژدی وخت کښی هغه ووینو.