په ټولیزه توګه په طبعیت کې د وړانګو دوه ډوله چینې شته چې د وړانګو طبیعی چینې او د وړانګو مصنوعی چینو په نامه یادیږي. کیهانی وړانګې، ستاسو په خوړو کې د راډیواکټیف توکو شتون، په خاوره، تیګو او غرونو کې د راډیواکټیف بڅرکو شتون، ستاسو د کورونو په پخو دیوالونو کې د راډون او راډیوم شتون ټول د طبیعی وړانګو چینې بلل کیږي. همدا راز د ایکس ری،سی ټی سکن، او نور تشخیصیه او درملیز ماشینونونه د مصنوعی وړانګو چینې بلل کیږي. وړانګې په هرډول چې وي د انسان ژوند او چاپیریال ګواښوي خو د ګواښ دغه کچه د وړانګو په ډول او کچې پورې نیغ تړاو لري. د سایسنپوهانو لپاره دا ډیر ستونزمن کار دی چې د وړانګو اغیزې او نورو بهرنیو عواملو اغیزې سره بیلې کړي. خو د وړانګو د میخانیکیت او په دې اړه ژورې څیړنې کولای شي د دغو دوو ډولو اغیزو په بیلتوب کې مرسته وکړي.
وړانګې د عمل د میخانیکیت له پلوه په دوو برخو ویشل کیږي چې د آیونایزکونکوو او نه آیونایزکونکو وړانګو په نامه یادیږي.
آیونایز کونکې وړانګې هغو وړانکو ته ویل کیږي چې له یوه اټوم څخه یوه یا څو الکترونونه وباسي اوپه پایله کې اټوم په چارچ لرونکې بڅرکي باندې واړوي او هغه ته برښنايز خاصیت ورکړي په لنډه توګه آیونایز کونکې وړانګې اټومونه له خنثی حالت څخه چارچ لرونکې کوي او نه آیونایزکونکې وړانګې بیا د آیونایز کولو ځواک نه لري.
وړانګې څنګه په کیمیاوي اړیکو باندې اغیزه کولای شي ؟
د ژوندیو انساجو اعمال د مالیکولونو(د بیلابیلو اټومونو ترکیب چې د کیمیاوي اړیکو له امله مینځ ته راځی) په واسطه ترسره کیږي.ځینې دغه مالیکولونه په کافی اندازه غټ وي چې د دغو مالیکولونو ښه کار کول د هغو په ترکیب او ظاهری جوړښت پورې اړه لري چې دغه جوړښت د کیمیاوي اړیکو په بدلون سره بدلیدای شي، آیونایزکونکې وړانګې په کافی اندازه ځواک لري چې دغه اړیکې ګډې وډې کړي. دا اصل مونږ ته دا بیانوي چې آیونایز کونکې وړانګې واړه خو حساس جوړښتونه زیانمن کوي، دا دې ته ورته دی چې د کاراټې یو لوبغاړی د بشپړ دیوال په ځای خپله ټوله انرژی د یوې خښتې ماتولو ته متوجه کوي. په بدن کې د حساسو جوړښتونو له ډلې یو یې ډي ان اې دی چې وړانګي یې زیات زیانمنوي.
ډي ان اې DNA څه شی ده ؟
د بدن د ټولو مالیکولونو په پرتله ډی ان ای تر ټولو حساس مالیکول دی. دا مالیکول جنسي خواص له یوه نسل څخه بل نسل ته لیږدوي او د یوې ژونکې ډیر وړوکی مالیکول بلل کیږي چې تل د یوه ځنځیر بڼه لري چې د دغه ځنځیر اوږدوالی تر دوو مترو پورې رسیږي او دې ځنځیر ته کروموزوم ویل کیږي. دغه کروموزومونه په یوه ژونکه کې ۲۳ جوړې وي او قطر یې ۱۰ مایکرو متره دی چې د دغه کروموزوم میخانیکیت په ۱۹۵۳ کې وپیژندل شو.
آیونایزکونکې وړانګې څنګه ډي ان اې زیانمنولای شي ؟
که چیرې آیونایزکونکې وړانګې یو الکترون له ډي ان اې او یا هم د هغې له ګاونډ مالیکول څخه وباسي نو دې ته د وړانګو مستقیم عمل وايي. دا عمل ډیر چټک او د یوې ثانیې په ملیاردمه برخه وخت کې ترسره کیږي. خو که چیرې وړانګې یو الکترون وباسی او بیا دا الکترون په بدن کې د شته اوبو مالیکولونو څخه آزاد راډیکالونه جوړ کړې نو راډیکالونه د بیرته اوبو جوړونې په هدف له نورو مالیکولونو سره چټک تعامل کوي چې دلته بیا په پایله کې ډي ان اې آیونایز کوي د وړانګو دې ډول عمل ته غیر مستقیم عمل وايی چې دا ډول آیونایزیشن د اکس ری اخیستلو په وخت په بدن کې را مینځ ته کیدای شي. دا عمل دهغه بل په پرتله ډیر چټک نه وي او د یوې ثانیې په لس زرمه برخه وخت کې ترسره کیږي. نیوترونونه چې آیونایز کونکې وړانګې نه بلل کیږي له دې میخانیکیت څخه به پشپړ توپیر کار کوي. نیوترونونه له الکتروني کړیو څخه تیریږي او هستې ته ځان رسوي چې په پایله کې هسته راډیواکټیف کوي چې د غټو چارچ لرونکو بڅرکو لکه الفا، بیتا او داسې نورو د وتلو لامل ګرځی چې بیا دغه بڅرکي په خپله ستر آیونایزیشنونه را مینځ ته کوي.
آیونایز کونکې وړانګې په ژوندیو ژونکو څنګه اغیزه کوي ؟
هر ډول آیونایزیشن ډیر چټک مانا تر یوې ثانیې په زرهاوو ځله لږ وخت کې را مینځ ته کیږي خو د هغو بیولوژيکی اغیزې بیا په څنډ سره را مینځ ته کیږي. که چیرې له وړانګو څخه را مینځ ته شوی زیان د ژونکې د مرګ لامل شي نو بیولوژیکی اغیزې په څو ساعتونو یا ورځو کې لیدل کیدای شي. وړانګې په دوه ډوله ژونکې وژلای شي. لمړی دا چې د داخلی آیونایزیشن له امله ژونکه نور له کار لویږي، چې تر ۱۰۰ ګرې پورې وړانګې دا کار کولای شی او دوهم دا چې ژونکه بیا تولید نشی کولای خو خپل کار سرته رسولای شي چې تر ۲ ګرې پورې وړانګې دا کار کولا شي. دا چې د دې دواړو مرګونو میخانیکیت د ژونکې په مینځ کې څه ډول دی ؟ تر اوسه پورې په بشپړه توګه ندی تشریح شوی خو هغه ژونکې چې په پرله پسې ډول نوی کیدلو ته اړتیا لري لکه د وینې ژونکې د دایمی مرګ او له مینځه تللو ګواښ یې ډیر دی. که چیرې د وړانګو دوز تر ۲ ګرې لږ هم وي بیا هم ژونکې په کافی اندازه زیانمنې کولای شي. په ټولیزه توګه ویلای شو چې وړانګې اوږدمهاله او لنډ مهاله اغیزې لري.
وړانګې په اوږده مهال کې څه اغیزې لرلای شي ؟
که وړانګې په کافی اندازه کمزورې وي او ونشي کولای چې ژونکې مړې کړي نو لږه تر لږه دا ځواک لري چې د ډي ان اې کوډونه زیانمن کړي چې په پایله کې بیا ډي ان اې هغه خپله دنده په غلطه توګه ترسره کوي چې دا اغیزه بیا کروموزوم زیانمنوي چې د جنیټیک بدلون لامل او په پایله کې یا سرطان را مینځ ته کوي او یا هم د زیږون په وخت کې ماشوم ناقص زیږي.
وړانګې څنګه سرطان را مینځ ته کوي ؟
وړانګې هغه مهال سرطان را مینځ ته کوي چې ژونکې مړې نکړي خو د ډي ان اې په کوډ کي یې بدلون را مینځ ته کړي چې دا د ژونکې د کنټرول له لاسه ورکولو لامل ګرځي او په پایله کې ژونکه ټوټه کيږي. دا اغیزه کیدای شي د ډیرو کلونو لپاره احساس هم نشي. له وړانګو څخه را مینځ ته شوی سرطان د نورو عواملو څخه را مینځ ته شوي سرطان څخه توپیر نه لري ځکه خو د وړانګو سرطان دقیقه احصایه نده مالومه.
آیونایزکونکې وړانګې څنګه جنیټیک بدلون را مینځ ته کوي ؟
وړانګې کولای شي چې په هره ژونکه کې ډي ان اې زیانمنه کړي. کله چې وړانګې د انسان سپرم او یا هم اووم ته ورسیږي نو په دوۍ کې د دبدلون لامل ګرځی چې دا بدلون نورو نسلونو ته د لیږد وړتیا لري او کولای شي چې یو نه یو نسل متناقص کړي. د وړانګو جنیټیکی اغیزې کیدای شي څو نسله وروسته تر ظاهرې شي، له وړانګو څخه را مینځ ته شوي سرطان ته ورته د وړانګو جینیټیکی بدلون هم د نورو جینیټیکی بدلونو سره نشي بیلیدای نو ځکه دا ډیره سخته خبره ده چې مونږ د یوه جینیټیکی بدلون لامل په نیغه توګه وړانګې وګڼو. تر اوسه پورې ۱۳۰۰ داسې ناروغۍ پیژندل شوې دي چې له جنټیکي بدلون څخه را مینځ ته کیږي. ځینې جنیټیکی بدلونونه ګټور هم دي چې د تکامل لامل ګرځی. له وړانګو څخه را مینخ ته شوي جینیټیکی بدلونونه د نورو طبیعی جینیټیکي بدلونونو په پرتله دوه برابره دي. په پایله کې ویلای شو چې ۱۰۰ ریمه وړانګې کولای شي د جینیټیکی بدلونونو کچه دوه برابره کړي.