کور / تازه خبرونه / پکتیا :د شپږو ټولګټو پروژو کار پیل شو

پکتیا :د شپږو ټولګټو پروژو کار پیل شو

( پنجشنبه د وږی ۱۶ مه ) د څمکنیو ولسوالی اړوند د شپږو ټو لګټو پروژو
کار د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کی په رسمی ډول پیل شو دغه ټولګټی
پروژی چی په سلطانګۍ ، اورګړ ، نو آباد ، حصارک ، میانه او جنګی کلی کی
پلی کیږی لګښت د USAID لخوا او پلی کوونکی یی په پکتیا کی میشت د (سی
ډی جی) موسسی لخوا کیږی
په دغو پرانیستو کی پر سلاکار وزیر او پکتیا والی ډګر جنرال جمعه خان
همدرد سربیره له ګردیز څخه راغلی پلاوی هم برخه اخیستی وه
په یادو شپږو پروژو کی ۱۹۶۰ مترو په اوږدوالی استینادی دیوالونه او ۵۵۳
متره کانال شامل دی چی د شاوخوا ۱۱۰۰۰۰۰ ډالرو په ارزښت به د USAID په
مالی لګښت بشپړ شی

پکتیا والی ښاغلی همدرد د پرانیستی پر مهال وویل چی د یادو پروژو په پلی
کیدو به ۱۲۲۵ تنو ته دکار زمینه برابره شی او دد غو پروژو له بشپړیدو
وروسته به په مستقیم ډول ۷۳۵۰ کورنۍ او په غیر مستقیم توګه ۲۰۰۰۰ کورنۍ
برخمنی شی .