کور / تازه خبرونه / د ماشومانو ادارې بهرنيو کارکونکو ته دوتلو امر شوې

د ماشومانو ادارې بهرنيو کارکونکو ته دوتلو امر شوې

اسلام آباد:- د ماشومانو ژغورنې ادارې (سېو دې چلډرن) چارواکي وايي، د پاکستان د کورنو چارو وزارت لخوا د دوی د ادارې شپږو کارکونکو ته له هېواده د وېستو د امر تر لاسه کولو وروسته یې ددغه وزارت له چارواکو سره تماس نیولی دی.د سېو دې چلډرن وياند غلام قادري د دې خبرې پخلې وکړ چې د ادارې شپږو بهرنیو کارکونکو ته په دوه اوونۍ کې له پاکستانه د وتو حکم شوی دی خو نوموړی زياته کړه چې اداره به د معمول مطابق کار کوي او له پاکستاني حکومت سره د خپلو بهرنیو کارکوونکو په معامله خبرې اترې کوې.ویاند زاته کړه چې د ماشومانو ژغورنې اداره په پاکستان کې خواوشا دوه زره پاکستاني کارکونکي لري او د دوی د ادارې د خیر ښېګړې له کارونو په ملک تر اوياو لکو زياتو ماشومانو او کورنیو د تعليم ، صحت ،بيا ودانۍ او بحالۍ په لړ کې ګټه پورته کوي.بلخوا مطبوعات وایي، چې داخله وزير رحمان ملک د شپږو کارمندانو له ملکه د وتو فيصله تر يوې مياشتې پورې ځنډولې ده او زیاتوي چې دوی دغه معاملې جاج اخلي.د داخله چارو د وزيرمملکت وياند جاويد اقبال راجه فقط دومره وويل چې له دوی سره لا په دې اړه هیڅ تفصيل نشته .