د ناجو د ونې سره انسانان په ټوله نړۍ کې په پوره اندازه اشنايی لري ،زمونږ د هېواد په ټولو سیمو کې دا ونه تر سترګو کېږي خو د هېواد په ختیځو او سهیلي سیمو لکه کنړ ،نورستان ،پکتیا کې د دې اونو ستر ځنګلونه شتون لري مګر په خواشینې سره باید ووایم چې د حکومتونو د بي غورۍ او د اولس د ناپوهې له وجې دا ځنګلونه د وخت په ټېرېدو سره په سپېره داګونو بدل شوي .
غواړم دلته خپل ولس ته ننواتې وکړم چې : د اونو او هغه هم د ناجو په شان د الهي روغتیايي ډالۍ په له منځه وړلو خپل سږي له منځه مه وړې. ځنګل ـــ ښکلا ،غذا، اوبه روغتیا او په کل کې زمونږه ستره ملي پانګه ده دا د هيڅ فرد یا قوم اوقبېلې ملکیت نه دی . د افغانستان د واکمنو څخه مې دا هیله ده چې د ځنګلونو لپاره دې یوه هر اړخيزه ملي ستراتېژي د چاپېریال ساتنې د مدرنو اصولو پر بنیاد جوړه او عملي کړي .
روغتیا د انسان د ژوند ساتنې او سیلم عقل بنیاد جوړوی . د سلیم عقل درلودل د انسان لمن په خوښیو ډکوي نو راځې چې د ناجو د ونې څخه په ګټه اخستنه خپله روغتیا وساتو .
د ناجو ونه چې زمونږ د هر هېوادوال د اوسېدو په ځای کې شنه ولاړه وی کولای شي د ددې ونې د شنو غوزو څخه د خپلې روغتیا لپاره ګته واحلي .
د ناجو د ونې د نورو ګټو تر څنګ د دې ونې د شنو غوزو څخه د «غوزو د عسل» په نوم جوشانده په وقایوي طبابت کې په زړه پورې پاېلې تر لاسه کړي دي .
د ناجو ونه چې 600 کلن تاریخ لري د خپلې لوړې اقتصادي او روغتیايي کچې د کارونې په در لودو سره انسانان ددې ونې سره پوره اشنايي لري . د طبابت په برخه کې د ناروغیو د معالجې او مخنیوې لپاره کارول کېږي :
د ناجو د پاڼو(ستنو) له درملو څخه په روغتیايي حمامونو کې د بدن د پاکي او قوت لپاره او همدا شان د جلدي ، عصبي او د زړه د وینې د دوران په ناروغیو کې کار اخستل کېږي .
د ناجو د ځوانو شاخچو (1ـ 4 سانتي اوږدوالي) له درملو څخه د تنفسي لارو د التهاب ، روماتیزم ، نقرس ، پړسوب (ورم) ، د پښتورګو ، د صفرا د کڅورې د التهاب د نارغیو په درملنه او د وینې په پاکولو کې ګټه اخستل کېږي.
په یوناني طبابت کې د« ناجو د غوزو له عسل » څخه د لاندې ناروغیو په درملنه کې کار اخستل کېږي :
د پر مختللې (حاد) تنفسي ناروغۍ ، د ستوني ناروغي ، ګریپ او رېزش ، د برانشت او برانشتي اسما (نفس تنګي) ، د سږو تبرکلوز ، د ټیټ هموګلوبین او ارتروز .
د ناجو د غوزو څخه د ټوخي د ناروغۍ په درملنه کې په موثر ډول کار اخستل کېږي . نوموړې دارو ښه بوي او خوند لري نو خکه یی ماشومان په ښه مینه خوری .
د ناجو د « غوزو عسل » څنګه جوړېږي ؟
ددې عسل د جوړولو لپاره د موادو لاندې انډول په نظر کې ونیسې :
د ناجو د شنو ځوانو غوزو ټوتې په یو لېتر اوبو کې کې 75ــ80 دانو پورې واچوی
یو کیلو بوره په یو لېتر د ناجو د غوزو په عصاره کې اضافه کړی
د ناجو غوزې باید په اساسي دول و مینځل شي او وروسته په پاکو سړو اوبو کې واچول شی چې د اوبو سطحه د غوزو څخه 2سانتي لوړه وي . وروسته له غوزو ډک لوښي په اور یا د تودوخې په بله منبع ښه واېشول شي . وروسته باید د دیګ سر پټ او نوموړي مواد د نیم ساعت لباره واېشول شي او په لوښي کې پرتې د غوزو ټوټې باید نرمې شوي وي. نوموړې جوشانده باید 24 ساعته د سړېدو لپاره پرېښودل شي . په راتلونکي ورځ جوړه شوې جوشانده په بل دیګ کې واچوې او وروسته یوکیلو بوره به یو لېتر جوشانده کې ور اضافه او یو نیم ساعت يي په کمه تودوخه واېشوی او په دې جریان کې د جوشانده څخه منځ ته راغلی قف په درست ډول لری کړی وروسته له یو نیم ساعت جوش څخه لاس ته راغلې جوشانده سور رنک غوره کوي چې وروسته د سړېدو څخه په شیشي مرتبانو کې د ګټه اخستنې لپاره اچول کېږي .
ماخذ ـــ د Ludmila Rozhnova (Dubna, Moscow region) انترنتي لیکنه .
http://rezhnova.ya.ru