یادونه: دا شعر د افغانستان د خپلواکۍ قلم ته لیکل شوی چې جمهور رییس حامد کرزی ته تېره اونۍ پداسي حال کې د غازي امان الله خان لور ( هنديه د افغانستان )لخوا ورکړل شو چې خپله ولسمشر او ټول ملت پوهېدی چې موږ تر بل هر وخت بې واکه یو .ما قدرمني شهزداګۍ هنديې او د افغانستان د ازادۍ دغه قلم ته لاندي شعر ووايه :
موري!
موري موږ دې وړ نه یو
موري خپل قلم دي یوسه
موږ وطن اغزي اغزي کړ
موري ګل قلم دي یوسه
موري ويې ساته بخچي کي
موري بل زوي ته یې ورکړه
چې دده په قدر پوي شي
داسي خپل زوي ته یې ورکړه
موري اوس ها وطن ندی
موري تا چه ولیدلی
موري دلته اوس پردي دی
موري موږ بېرته بایللی
موري دا تپوس ترې وکړه
د ملالي شال یې څه کړ
موري ته نه شوې خبره؟
هغه ستی مډال يې څه کړ
موري تا پوښتنه وکړه
ستا وطن کې څه حالت دی
پلار او زوي سره بېزاره
هره ورځ قیامت قیامت دی
موري دا تپوس ترې وکړه
ستا زامن یې چیرته وړي
مرګ او ژوند یې زولنو کې
غیرتمن یې چیرته وړي
موري ستا پتمني لوڼي
اوس بګرام کې دي بندیاني
څه چې پاته دي ژړیږي
د غم دام کې دي بندیاني
موري راشه کندهار ته
پنجوايي کې څه تیریږي
ماشومان د برچو ښکار شول
ورنه سرې ویني بهیږي
موري خدای که دروغ وایم
ټول وطن زخمي زخمي دي
په هر ځای کې اور بلیږي
هر یو تن زخمي زخمي دي
موري ځه الله دي مل شه
خپل قلم درسره واخله
په تحفه کې زموږ اوښکي
او زموږ غم درسره واخله