کور / تازه خبرونه / ځانمرګي درويشت ٢٣ ووژل پنځه دېرش ٣٥ ټپيان شول

ځانمرګي درويشت ٢٣ ووژل پنځه دېرش ٣٥ ټپيان شول

ځانمرګى بريد دافغانستان په جنوب کې دنيمروز ولايت په مرکز زرنج کې وشو او ټول ټال يې ٢٣ کسان ووژل او ٣٥ نور يې ټپيان کړل . په وژل شويو کسانو کې ډېره برخه واړه ماشومان هم شامل دي ، بريد په داسي حال کې وشو چې دزرنج اوسېردونکو دماښام دلمانځه په موخه دکانونه بندول او پېښه هم دزرنج ښار له لوى جومات سره شوې ده . دنيمروز والي غلام دستګير آزاد لراوبر ويپاڼي ته وويل چې ښايي مرګ ژوبله نوره هم ډېره شي . ده داخبره هم وکړه چې په پېښه کې دنيمروز ولايت دخاشرود ولسوالي امنيه قوماندان او دهغه ورور چې دپوليسو دانظباط مسؤل وو هم وژل شوي دي . نور دپېښي قربانيان ټوله عام وګړي دي او تر پنځوسو ډېري کورنۍ نن بيا دغم پرټغر کښې نستې .