کور / تازه خبرونه / طالبانوسره دخبرواترواوځای ناستي لپاره د خوندي لارموندنې هڅي

طالبانوسره دخبرواترواوځای ناستي لپاره د خوندي لارموندنې هڅي

اسلام اباد: لراوبرته خبری سرچیني وایی: چي پاکستان، افغانستان او د امريکا متحدو ايالتونو استازو په خپلې نوبتي غونډه کې د خبرو او مذاکرې لپاره طالبانو ته د خوندي لارې موند نې په اړه خبرې وکړې.
دغه غونډه پرون ناوخته چهارشنبه دوږی په ۱۵ نیټه په اسلام اباد کې جوړه شوه او د دریو واړو هیوادونو کاری ډلي پکښی ګډون درلودي.
د واشنګټن، کابل او اسلام اباد استازو په دې غونډه کې د افغانستان د سولې او پخلاينې د پروسې په اړه خبرې وکړې او پرېکړه يې وکړه، چې دا ډول غونډو او خبرو اترو ته به ادامه ورکوي تر څو د طالبانو سره د مخامخ مذاکرو اوخبرواترو لاری چاری ولټوي .
د يادونې وړ ده، چې د روان زېږديز کال په پيل کې د امريکا او وسلوالو طالبانو ترمنځ په قطر کې هم خبرې اترې پيل شوې وې او د همدې خبرو له امله په قطر کې د طالبانو دفتر هم پرانيستل شو.
خو څو مياشتې وروسته طالبانو دغه خبرې له دې امله ودرولې، چې امريکا د طالبانو لومړني شرطونه،چې يو يې له ګوانتانامو څخه دطالبانود بنديانوخوشې کېدل وو،ونه منل.
دا ډول غونډی پخواهم د طالبانو سره دسولي اوپخلایني په اړه پیل شویدي،ولي ښکاره او رغنده نتیجه یی نه درلوده. که د طالبانو سره د خبرواترو لپاره په بهر کي کومه غونډه جوړیږي نود دې خبرو اترو د زمينې برابرول هم مهم ښکاری ،ځکه چي دا زمينه طالبانو ته د مذاکرو لپاره دهغوی دځاى، وېزې اوترانسپورټ د اسانتياوو په برابرولوکې نغښتي دي.